افغانستان

د مزارشريف ښاروالۍ تېر کال ۵۵۶ میلیونه افغانۍ عواید راټول کړي

د مزارشريف ښاروالۍ مسوولینو د تېر ۱۴۰۱ لمریز کال د روڼتیا او حساب ورکونې کلنۍ ناسته کې وویل، چې تېر کال یې نږدې ۵۵۶ میلیونه افغانۍ عواید راټول او د دولت خزانې ته سپارلي دي.
په دغه ناسته کې د مزار شریف ښاروال مولوي نقیب الله طارق ټولو ګډونوالو ته د ښه راغلاست ترڅنګ وویل، چې په تېر ۱۴۰۱ لمریز کال کې یې ۵۵۵ میلیونه، ۹۴۳ زره او ۵۵۱ افغانۍ عواید راټول کړي، چې له دې جملې څخه ۸۸ سلنه د ښار په بېلابېلو برخو کې مصرف شوې دي.
ښاغلي طارق زياته کړه په تېر کال د مزار شریف ښاروالۍ توانیدلې چې تر ټولو ښه عوايد راټول کړي.
ورته مهال په دې ناسته کې د بلخ مرستيال والي مولوي نورالهادي ابو ادریس د مزار ښاروالۍ د شته لاسته راوړنو او فعالیتونو څخه هر کلی وکړ او زیاته یې کړه، چې هېواد د ترقۍ او پرمختګ پر لور روان دی او په دولتي ادارو کې هېڅ ډول فساد شتون نه لري.
ابو ادریس زیاته کړه، چې موږ ټول بايد د ښار جوړونې او سمسورتيا په برخه کې کار وکړو تر څو خپل هېواد د سيالانو سره سیال کړو.
د ناستې په پای کې ټولو ګډونوالو د مزار شریف ښاروالۍ کړنې وستایلې او د مزار شریف ښاروالۍ له موجودو فعاليتونو څخه خوښي څرګنده کړه.

Related Articles

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *