نالونه او کیسې

د مسافرو شهيدانو غمجنه کيسه:

له فتحې مخکې د پکتيا احمدآباد ولسوالۍ د زخميانو مسؤل وم او څو کاله پر همدې مسئوليت پاتې شوم.
دې موده کې عجيبې نادرې کيسې زما د سترګو پر وړاندې تېرې شوې، د ډېرو اتلانو د بدن غوښې مې پر خپلو لاسونو راټولې کړې، ډېرې سلګۍ چيغې او آهونه مې اورېدلي دي، ډېرو اتلانو مې د سترګو مخې ته خپل ارواح رب کريم ته سپارلې او د ستر اعزاز شهادت مقام يې تر لاسه کړی دی.خو يوه داسې کيسه او خاطره چې ما وليدله او تل به مې له ذهنه نه وځي ، تل به هغه سوې چيغې او سلګۍ زما غوږونو کې کړنګېږي هېڅ به هغه ژړاګانې راڅخه هيرې نه شي.هغه داسې چې په۱۴۴۱ هجري قمري کال و، په هېواد د اشغال تور تريخجن څادر غوړېدلی و، هرې خواته د بشر دښمنانو چاپې او بمبارۍ کولې، هر ولايت او ولسوالۍ کې کونډې يتمان کېدل، هرځای د سرو لاسونو ناوکۍ ژړېدلې.دې حلاتو د مجاهدينو جذبې را ژوندۍ کړې د هېواد زلمو د طاغوت پر وړاندې ګړندي ګامونه واخيستل، د زنګ شويو ټوپکو سره د غزا ميدانونو ته را ووتل، د سترې کفري نړۍ په وړاندې او د خپلو هېوادوالو دفاع ته لکه سندان کلک شول، هڅه يې کوله ترڅو په هېواد کې ظالمان غوڅ مات کړي، د رب نصرتونه ورسره مله وو او هرې خوا به ګرځېدل ، د نصرتونو او رحمتونو باران پرې شروع شو، هرې خواته فتوحات پيل شول ورځ تر بلې د جابر دښمن د کبر کاسه د نسکورېدلو او چپه کېدلو خواته روانه وه.
يوه ورځ زموږ د پکتيا والي صيب د مرکز ګردېز، سيدکرم، احمدآباد پر مجاهدينو د يو ځای عملياتو او تندريزو عملياتو غږ وکړ، د مخابرې لوډ سپيکر دروند غږ ونيولو، دا غږ د ستر جهادي قومندان مولوي حمزه غږ و، زياته يې کړه دښمن مرال بايللی دی، کړۍ پرې را تنګه کړئ او بېګا ته پرېکنده عمليات وکړئ.!زموږ د والسوالۍ ډلګۍ مشران او د ولسوالۍ نظامي ولسوال يوه خړ مسجد کې د پلان په ترتيبولو لګيا شول.د لنډ مجلس وروسته د پکتيا مچلغو سيمه د عملياتو لپاره إنتخاب شوه.ځکه دا داسې سيمه وه چې فتحه شي، د څو ولسواليو مجاهدين بغير له کوم تکليف او مشکل تګ راتګ، او سره وصل کېدلای شي.مازيګر ناوخته څو دنګ زلمي لګيا شول، خپلې زنګ وهلې اسلحې يې پاکولې او څو تنکيو زلميانو بيا سترګې تورولې څو اتلانو خپلې ښايسته تورې څڼې ږمنځولې، تا به ويل کومې ښادۍ ته ځانونه سنګاروي.ماښام مخابره کې غږ وشو چې ټاکلي ځای ته ملګري ورسوئ، له څو دقيقو وروسته نرۍ دوړې په خام سړک پورته کېدلې، او د ټپ ټپ (غره هاري) د خړپړ کلي خاموشي په خوځښت بدله کړه، تابه ويل ځمکه طالب جان ته خنداګانې او سلامي کوي، او خوښه ده چې د نن عصر نړيوال اتل پرې ګزمه او جهادونه کوي.ټاکلي ځای کې د هرې ډلګۍ دوه دوه ښايسته زلمي د تعروضانو قطار کې ودرېدل، مسؤل ور معلوم، ليزريان يې منتخب او د ګرنيټونو وال مجهز ودرېدل.له مخونو يې سپينې شغلې را وتلې، د هر يوه د سرو شونډو منځ کې سپين غاښونه لکه سپينه پرقېدلې توره ځلېدل، کرار غوندې مسکاوې يې کولې.دوی مو رخصت کړل، پاتې ملګري د کمين خواته روان شول.ټول غلي او غوږ نيولي ناست و چې يو دم د مخابرې لوډسپيکر څخه د تکبير ملکوتي چيغه اوچته او د څو پوستو پر برجونو/ټاورو سرې لمبې ونښتلې.دودونه د آسمان خواته ختل او له آسمانه نصرتونه را روان و، څو زلمي لګيا وو د اورونو/ مرميو سره يې لوبې کولې، هر عاشق هڅه کوله ترڅو ژر د شهادت جام لکه تږی جل وهلی مسافر په سر واړوي.له څو دقيقو جنګ وروسته خدای پاک عظيمه فتحه ملنګو زلمو ته ور په برخه کړه.له اوږده څنډ وروسته د فتحې خوشحالۍ د بنګنو غږ خاموشه کړه، په ملګرو مو د احتياط نارې او غږونه کول.څو دقيقې لا نه وې وتلې چې د تعروض په ملګرو باندې سخته بمباري شروع شوه، او زيات وخت يې ونيولو.له بمبمار وروسته لږ شېبه موږ ټول غلي ناست و د مخابرې غږ شو، هلئ ژرکوئ ملګري ولګېدل دوی دروړئ!!بنګنې لږ آرامې شوې، د هدف ځای ته مو څو موټران ور روان کړل، ګورو چې پنځلس ګلونه ملګري زخميان دي او يو تکړه جيد عالم د تعرضاتو مسؤل مولوي ابودجانه شهيد شوی دی.ورو ورو سلګۍ کېدلې، هره دښته کې مات زلمي پراته و. ژر ژر مو له ساحې زخميان انتقال او مفتوحه سيمې ته مو راوړل، مسجد کې بروبار جوړ شو، هر مشر او کشر لګياو ترڅو د مات شويو اتلانو پر ګلابي زخمونو پټۍ سريښ او ولګوي، د دوی منځ کې څو زلمکي پر وينو سره پراته د آه او درد آوازونه يې کول.له اولويه علاج وروسته، مو د ښې تداوۍ لپاره د لوګر برک برک او ځاځي آريوب خواته يووړل.
شهيد عالم د جومات منځ کې لکه دنګ چنار چې نړېدلی وي پروت، ترڅنګ يې خپه ياران ناست او په سرو سترګو يې ژړل، ځکه د فراق غم يې يارانو ته غاړه ورکړه.سهار نهه بجې مو د شهيد ملګري لپاره د مرکزه آمبولانس را وغوښت، ترڅو شهيد ملګری خپلې کورنۍ ته ورسوي.آمبولانس را ورسېد، په سلګيو مو له موټره بدرګه کړ، موټر حرکت وکړ ټول ملګري خاموش ودرېدل ترڅو يې پسې کتل کله چې موتر پر پورې ګوټ پنا شو، دوی غلي غلي راغلل او د مسجد دېوالونو ته يې ډډه ووهله، هر يوه يې پر ځنګون سر ايښی د تللي يار سوچونو کې ډوب شول.زه هم راغلم له مسجده مې خپل سامان ټولولو چې مخابره کې غږ راباندې وشو، ساجده! وساجده! اورې؟غږ مې ورته وکړ: هو اورم، خدای شته زما په شمول د منطقې ملګري ټول سخت ستړي او ستومانه و،غږ کوونکي وويل: موږ سره ستا مربوط کسان دي چېرته يې در وړو؟ ومې ويل: ياربه خير پېښ کړې، در کښته کېږم، لږ انتظار وکړئ!
د ټپ تپ / موټرسيکل لنډ مزل وروسته مې پر ډاتسن موټر سترګې ولګېدې، چې د ډاټسن موټر باډۍ ته ځير شوم، له باډۍ څاڅکي څاڅکي وينې بهېږي، ګورم چې دوه تنکي شهيدان په کې پراته دي.
ور نږدې شوم موټروان ته مې وويل: وروره دوی څوک دي او چېرته شهيدان دي؟
موټروان وويل: د دوی د شهادت نن نهمه ورځ ده، دوی تېر د کړکين جنګ کې ډرون ويشتلي و او د غره يوه څنډه کې پاتې شوي وو، لومړی ډرون ويشتي او څو ورځې پرله پسې لمر ته پراته وو، طبعي ده چې انسان خرابېږي، خو دوی داسې حالاتو کې وو، تابه ويل اوس شهيدان شوي دي ځکه لا هغسې ورڅخه وينه روانه وه.!ژر ژر مو را کښته کړل، د مسجد برنډه کې مو کېښودل او د تابوتونو پيدا کولو کې لګيا شوو.خو زه دې سوچ کې وم چې اوس دوی د کوم ځای دي او د چا ملګري دي.په دې ورځ سخته بنګنه ګرځېدله، خو مبائل مې روشن کړ، ځکه غوښتل مې چې د دوی معلومات وکړم،له څو رابطو وروسته پته راته ولګېده چې يو د زرمت ولسوالۍ قاري نعمت الله او بل يې د بدرين ملګری دی.دې ورځو کې حالات بيخي خراب وو، د مجاهدينو تندريزو وارونو دښمن وارخطاء کړی و، دښمن هم لکه وږی او ليونی سپی هرې خواته خوله اچوله.ځان سره مې وويل چې که دوی اوس زرمت ته ولېږو، د لارو مشکلات هرځای تلاشيانې دي او سخته لا داده چې د زرمت هم ټولې لارې ماينکاري شوې دي، هسې نه کورنۍ، خپل خپلوان يې را روان شي او موټر يې د ماين ښکار نه شي.خو د منطقې ډلګۍ مشرانو سره مو هم مشوره وکړه، هغوی وويل بايد دلته دفن کړل شي، بيا مې هم زړه قرار ونه موند را پورته شوم د زرمت څو ډلګۍ مشرانو سره مو هم رابطه وکړه؛ هغوی هم وويل چې دغلته يې کومه هديره کې دفن او خاورو ته وسپارئ، زموږ لخوا درته اجازه ده، د کورنۍ مسؤليت يې زموږ پر غاړه دی، خدای دې تاسو خوشحاله لري.ما هم همداسې وکړل، قبرونه مو ووهل، تابوتونو کې مو کېښودل، مسافر شهيدان مو د هديرې خواته روان کړل، د مسافرو شهيدانو د کټ پښې څو مشرانو مجاهدينو نيولې وې، ويل د دوی که نن کورنۍ خپل خپلوان، قريبان نشته موږ يې د څنک خلک يو، موږ يې هرڅه يو، موږ يې تر قبره وړو.قبر ته مو ټيټ کړل، او په مسافرو زلمو مو خاورې واړولې.داسې په جوش کې تقريرونه وشول، چې د هر زلمي وينه د جذبې رګو کې ګرمه تاوېدله.بيا ځل په قوي نعرو سره د بيعت او انتقام چيغې د اتلانو د خولو څخه را وتلې او د قبر څنګ کې څو زلميو د شهادت ګوتې پورته کړې ناست ول.مازيګر ناوخته د مرکز خواته ستړي ستومانه روان شوو.وخت وتلو بار بار به د مسافرو طالبانو قبرو ته زما په شمول زيات مجاهدين تلل راتلل، او عوامو خلکو هم ماشومان وروړل کوم به چې مريضان وو، دلته د دوی د قبرونو زيات قدر کېدلو/لا هم کېږي.
يوه نيمه مياشت وروسته د يوه نمبر څخه زنګ راغلو، السلام عليکم… څخه وروسته پوښتنه هم خلاصه شوه، او ويې ويل: تاسو قاري ساجد ياستئ؟ ومې ويل: هو هغه يم، ټيليفون کونکي وويل: موږ د دفن شويو شهيدانو وارثان يو، يو ځل راسره ووينه، او قبرونه يې راته وښيه.!خوشحاله شوم ژر مې موټرسيکل چالان کړ او لارې ته ووتلم، څو دقيقې وروسته زما موټرسيکل د مخه روان او د دوی دوه موټر له شا راپسې روان شول، هديرې ته ورسيدو، زه له موټر سيکله کښته شوم او په لاس مې د قبرونو خواته إشاره وکړه، دې وخت کې د موټرو دروازې خلاصې شوې، ورڅخه څو زنانه را کښته شوې او چيغې يې شروع کړې.په قبرونو د پاسه پرېوتلې، آه مسافره زويه، آه زلميه زويه، و زما نازوليه زويه، و ورکه زويه دومره يې وژړل چې نور ماهم بې اختياره ژړا شروع کړه.
دو ژړل مامې سترګې پاکې او سلګۍ مې کنترول کړې د موټروان څخه مې وپوښتل: دوی د شهيدانو څه دي؟
هغه وويل: دلته د شهيد مور، ښځه او خويندې راغلې دي.د قبرونو خواته به مې چې وکتل لاهم په قبر يو رقم تېزې ژړاګانې شروع وې، آن چې د نږدې کورونو د بامونو څخه خلک زموږ په ننداره شول.
ما د والسوالۍ څو ډلګۍ مشران او د کمېسيون مسؤل را وغښتل، هغوی را ورسېدل او راغليو سپين ږيرو او ځوانانو ته مو د قبرونو څنګ کې فاتحه وکړه، موږ لا مجلس کې و چې يوه زړه ښځه راغله، او زما نوم يې واخيست ماته يې وويل:
زويه تا ماسره ښه ونه کړل چې زما د اجازې پرته دې زما بچی خاورو ته سپارلی دی، ځکه دوه کاله کېږي ما مې د زړه ټوټه، لخچي ځيګر نه ؤ ليدلی آن تر دې چې راڅخه شهيد شو.ما کښته سر ځوړند کړ، د شهيد زړه مورکۍ لګيا وه او سلګيو کې يې خبرې راته کولې، کله به چې يې د زوی کومه خاطره يادوله، د سلګيو پر ځای به يې دردونکې سوې چيغې وکړې، ويل: زويه زه يې اوس په ناوې ښځه څه وکړم، زه يې اوس ماشوم زوی کوم در او درګاه ته يوسم. خو داسې وکړه زويه موږ خو د لرې ځای يو، يوه وعده راسره وکړه چې هرځل او هر وخت يې مسافرو قبرونو ته راځه!ما هم د (هوکې) سر وخوځولو، موږ لا هم خبرې کولې چې د شهيد د ناوې او خويندو چيغو هديره په سر راخيستې وه.زړه مورکۍ را څخه جګه شوه او د قبرونو خواته روانه شوه، هلته يې بيا د چيغو غږ زما تر غوږونو شو.له زيات وخت وروسته کله چې روانېدل، د شهيدانو خويندې ورسره راغلو سړيو د قبرونو څخه په زور سره را پورته کړې او تر موټره يې بوتلې.کله چې يې مور موټر ته ختله پر ما يې غږ وکړ: زويه پرتا مو سپارلي دي، ګوره چې په قبرونو يې پام وکړې، دلته يې پلار هم يې، مور يې هم يې هرڅه يې ته يې.!دوی روان شول، موږ د دوی په موټرو پسې تر ډېره کتل او اوښکې مو پاکولې.
کله چې دغه کيسه ما وليدله، نو څو مياشتې داسې حالاتو ته ورسېدم چې ګويا ليونی وم او د شهيدانو د زنانه وو چيغې باربار راته سترګو ته کېدلې او ذهن کې مې ګړنګېدلې.
مجاهدينو ملګرو!
مطلب مې د دې حقيقې کيسې دادی چې دلته د نظام د راتګ لپاره رښتونې مقدسې پاکې قربانۍ وشوې، غيورو ښځو خپل بچي قربان کړل.
واده شويو پېغلو خپل واده کړي زلمي او لالي ځار او د نظام د راتګ لپاره نذرانه کړل، او ډېرو زموږ تاسو د څنک ملګرو يتيمان زموږ تاسو پر ډاډ پرېښودل.
خو طالبه وروره! مسئوله وروره! او اې عوامو خلکو!!
اوس وخت کې د دې تللو اتلانو، سرښندونکو فدايانو او شهيدانو د بچيانو ساتنه، پالنه زموږ تاسو يو دروند مسئوليت دی.اوس بايد د شهيدانو آرمانونو ته هم ژمن او د قربانيو قدريې هم وکړو.مجاهدینو ملګرو ګورئ ستاسو د مورچل، سنګر ملګري وو ګورئ،ګورئ چې د هغوی پر پاکو او مقدسو وينو سودا ونه کړئ، خيانت ونه کړئ، قسم د رب العباد په ذات چې بيا په محشر کې د دوی مورکيو ته، بچيانو ته ځواب ويل سخت دي.د دوی په وينو راغلی نظام هم ګورئ سرسخته ساتنه غواړي، خداي مکړه موږ تاسو مايوسه او په کور کينو، بياهم د دوی له پوښتنو نشو بچ کېدای.نو راځئ چې هم د دوی وينو ته وفادار شو، هم يې د کورنيو بچيانو حال احوال واخلو او هم يې بچيانو ته د درسونو زمينه برابره کړو، هلته به مو مسئوليت ادا او د سختو پوښتنو به خلاص يو.

قاري ساجد تکل

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *