دینې لیکنې

د مسلمانانو د اته سوه کلن حکومت کولو راز! فرید احمد (مبارز)

يوه ورځ قطب الدين ايبک ښکار ته ولاړ، هلته يې په هوسۍ پسي غشى وويشت، مګر کله چي د ښکار په طرف ورغلی، ويې ليدل چي يو ښايسته ځوان د هغه په غشي زخمي شوی

يوه ورځ قطب الدين ايبک ښکار ته ولاړ، هلته يې په هوسۍ پسي غشى وويشت، مګر کله چي د ښکار په طرف ورغلی، ويې ليدل چي يو ښايسته ځوان د هغه په غشي زخمي شوی دى او په خپلو وينو کي ترپيږي، تر دې پوري چي لږ ساعت وروسته هغه ځوان مړ سو، قطب الدين ايبک ډير سخت خفه سو، د معلوماتو کولو څخه وروسته ورته معلومه سوه، چي نوموړى ځوان د نږدې کلي اوسيدونکى وو، د يوې سپين سري مور وروستۍ هيله او اُميد وو، ځوان ځنګل ته د لرګيو او خاشو پسي راغلى وو، هغه يې خرڅول خپل ځان او خپله مور به يې په ساتله.
قطب الدين ايبک د هغه ځوان جسد را واخيست، د هغه د کور په طرف روان سو، کله چي یې د مور سره ملاقي سو، ورته ویې ويل: په غلطۍ کي ستا زوى په غشي ویشتلو راڅخه مړ سو، سپين سري مور یې يوه چيغه وکړه، پر مځکه ولویده، بې هوشه سوه، وروسته قطب الدين ايبک خپل ځان قاضي او محکمې ته وړاندي کړ، خپل جرم يې ورته ووايه او هم يې د پريکړي کولو پوره آزادي ورکړه.
قاضي مقدمه پيل کړه، هغه سپين سرې مور يې عدالت ته راوغوښته او ورته يې وويل: کومه سزا چي تاسي وایاست هماغه ډول سزا به مجرم ته ورکول کيږي، سپين سري مور وويل: بيا به داسي بادشاه چيري پيدا سي، چي په خپله بادشاهۍ کي په خپل ځان مقدمه وچلوي، نوموړي زما زوى قصداً نه دى وژلى، د نن څخه وروسته قطب الدين زما زوى دى، او ما ورته د خپل زوى وينه وبخښله.
قاضي هم قطب الدين بري کړ او ورته يې وويل: که چيري مو په عدالت کي معمولي د خپل بادشاهت څه زور او يا اثر ښکاره کړى وای، نو بيا مي سپین سري مور ته نه حواله کولې، بلکي خپله مي سزا درکوله، په دې خبره باندي قطب الدين خپل خنجر راويست قاضي ته يې وښوده او ورته يې وويل: زما دي په الله ﷻ قسم وي که چيري تا زما سره د يو مجرم په څير معامله نه وای کړې او زما د پاچاهي خيال دي ساتلى واى، نو همدا خنجر مي په نس کي در ښخوی وژلې مي، همدې ته د بادشاهۍ اصل ويل کيږي.

Related Articles

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *