ټولنه اوکلتور

د مسلمان ډاکټر صفات

نور الله خان احمدزی
۱- غوره اسلامي اخلاق او په زړه پورې مزاج ولري.
۲ – نرم زړی، حیاناک، پاکلمن، مخلص او دیانت والا وي.
۳- عمده او شرعي لباس، او بدن باندې پاک او صاف وي.
۴- د خدمت جذبه ورسره وي او ټولو ناروغانو ته په درنه سترګه ګوري.
۵- په خپل مسلک کې پوره پوه او د لا نورو معلوماتو او پوهې په لاسته راوړلو پسې لګیا وي.

۶- هوښیار یعنې په عقل پوره وي او له هر ډول غصې او بیړې څخه ځان ژغوري.
۷- د ناروغانو د رازونو ساتونکی وي، د خپل مسلک څخه بهر او غیر ضروري او تکراري پوښتنو څخه ځان ژغورل.
۸- د ذاتي ګټو په خاطر غیرمعیاري درمل نه لیکي او نه یې سپارښتنه کوي. د ناروغانو اقتصادي حالت ته پاملرنه کول او د هغوی له وس او توان پورته درمل نه لیکل او نه یې سپارښتنه کول.
۹- د نظم او ډسپلن خپله هم خیال ساتي او خپلو ملګرو ته هم ورته سپارښتنې کول.
۱۰- د الله تعالٰی اطاعت او عبادت خپله هم کوي او نورو ته هم دعوت ورکوي.
۱۱ – شکل او صورت او ټولې کړنې د اسلامي احکامو او اصولو مطابق ترسره کول.

Related Articles

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *