شعرونه

د مسلمان ګرېوان

د کليسا د ناقوس ګرد چې په حرم پرېوځي
د مسلمان په لوی کاله لړې د غم پرېوځي
د قدس قاتل وينځي لمنه د خليج په اوبو
خون يې له غاړې نه په غسل د زمزم پرېوځي
د پيغمبر د کورنۍ آزار وهلي خلک
سټه د شر يې په هر لور سپېره قدم پرېوځي
هغه افغان کلا بند کړی رسوا کړی کفر
بې دمه ساه د اطمينان اخلي په دم پرېوځي
دلته او هلته مسلمان ناځانخبرې ګوډا
د يو په ناز باندې پاڅي د بل په رم پرېوځي
په مد و جزر د خليج کې دا د کفر نڅا
هره نغمه يې له شيطانۍ نه زېر و بم پرېوځي
د مسلمان ګرېوان ته لاس ورور مسلمان اچوي
دارالامان باندې بلوا د ستر ماتم پرېوځي
د اسلامي ويښتابه وړانګې د ختيځ په مورګې
ختلی ستوری د سهر په شومه دم پرېوځي
د ذوالفقار وارثه هېر دی شو پيغام د خيبر
کاږه واږه د زر او زور په توره سم پرېوځي
ازمېښت ليدلې دا يوه د مسلمان جونګړه
چې تندرونه د ستم پرې چم په چم پرېوځي
سرخي به يې هېڅ چپاو د وخت له پاڼې لرې نه کا
د زړګي وينې دی ناګاره له قلم پرېوځي

پوهاند :فضل ولي (ناګار)

Related Articles

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Check Also
Close