افغانستان

د مسکو غونډې ته د اسلامي امارت غبرګون؛ د افغانستان له استازي پرته، د افغانستان په اړه غونډې نيمګړې دي

د دايمي ثبات لپاره دې افغانستان سره ډيپلوماتيک او تجارتي روابط تقويه شي

د دايمي ثبات لپاره دې افغانستان سره ډيپلوماتيک او تجارتي روابط تقويه شي

د افغانستان لپاره د روسیې د ولسمشر ځانګړي استازي ضمیر کابلوف په مسکو کې د افغانستان په اړه د سیمې د هېوادونو د امنيتي غونډې د جوړېدو خبر ورکړی. نوموړي ویلي، چې ياده غونډه به راتلونکې اونۍ د مختلفو هېوادونو د ملي امنیت شوراګانو د مشرانو په کچه تر سره شي. هغه زياته کړې، په دې ناسته کې به د روسیې، چین، هندوستان، پاکستان، منځني اسيا او مرکزي اسيا د هېوادونو د ملي امنیت شورا ګانو مشران د افغانستان په اړه خبرې او مشورې وکړي. خو د کابلوف په وينا؛ دغې غونډې ته د اسلامي امارت استازي نه دي بلل شوي.
د اسلامي امارت وياند ذبيح الله مجاهد شريعت ورځپاڼې ته ويلي: د افغانستان په اړه چې کومې غونډې جوړيږي، په هغه کې بايد د افغانستان استازي حضور ولري، تر څو د اسلامي امارت موقف پکې په ښکاره او دقيق ډول څرګند کړي. د افغانستان له استازي پرته، د افغانستان په اړه غونډې نيمګړې دي.
د مسکو د غونډې په اړه يو ځل بيا تکراروو، چې افغانستان هيچا ته تهديد نه دی او نه بايد څوک په دې اړه څه تشويش ولري. بل دا چې دغه هېوادونه بايد له افغانستان سره په ډيپلوماتيکه او تجارتي برخه کې خپل روابط نور هم تقويه کړي، تر څو دايمي ثبات رامنځ ته شي او په دې توګه د سيمې په کچه د امنيت او ثبات په برخه کې يو مهم ګام واخيستل شي.

Related Articles

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *