بېلابېلې لیکنې

د مطالعـې د اړتيا احسـاس

مولوي کريم الله کامران
زما په اند په معاصره نړۍ کې یوازينی هيواد به زموږ وي، چې د مطالعې کولو ګراف به يې د نورو هيوادونو په پرتله خورا ټيټ وي، او يوازينی ولس او خلک به همدا زموږ د ټولني وي، چې د مطالعې په ډګر کې به د نورې نړۍ تر اولسونو او خلکو ډير شاته پاته وي.
په نوره نړۍ کې مطالعه د يوه ځانګړي دود او رواج بڼه لري، هلته مطالعه نه کول یوه غير عادي او نادوده کار ښکاره کيږي، خو زموږ په ټولنه کې د دې برعکس مطالعه يوه غير عادې او نادوده پيښه معلوميږي، کله چې يو څوک د مطالعې پر وخت وليدل سي، نورو خپلي سترګي داسې ورته نيولي وي، لکه هغه چې په يوه نابلده او نارواجه کار بوخت وي.
په نورو ټولنو کې کتاب پېرل او خپلې پيسې پرې لګول يو وياړ بلل کيږي، کتابونو ته د یوې ستري شتمنۍ په نظر کتل کيږي، زموږ په ټولنه کې پر کتابونو پيسې لګول د پيسو د سوځولو په مانا دي، زموږ خلک هيڅکله دې ته زړه نه ښه کوي، چې د جيب پيسې يې پر کتاب ولګول سي، او د پيسو پر ځای کتاب د يوې بې پايه سرمايې په توګه ورسره پاته سي، آن د لوبو توکې هم تر دې ډير مفيد او ګټور ګڼي، چې خپلې پيسې دې پر کتاب ورکړي.
په نورو هيوادونو کې د مطالعې اقشار معلوم او محدود نه وي، هلته د هرې ټولني هر قشر مطالعه کوي، هر څوک وخت په وخت بيلابيل کتابونه لولي، او له دې لاري ډول ډول معلومات تر لاسه کوي، او د ژوند پر اصولو او تګلارو خپل بصېرت ته وده ورکوي، خو زموږ په هيواد کې د مطالعې قشرونه معلوم او محدود دي، هر څوک مطالعه نه کوي او نه هم مطالعې ته وخت پيدا کولی شي، مطالعه يوازې او يوازې د هغه خلکو کار بلل شوی دی، چې عصري او ياهم ديني علوم يې ټول وروستۍ او نهايي درجې ته رسولي وي، دغه دوه قشرونه زموږ په ټولني کې مطالعه کوي، او د خپلي رشتې اړوند کتابونه لولې، هغه خلک چې عصري او يا هم ديني علوم له بشپړتيا مخکې يوه درجه او يا هم يوه صنف باندې ترې پاته شوی وي، هغوی هم د مطالعې او کتاب لوستني سره هيڅ کار نه لري، آن په دې دوو قشرونو کې هم ډير کسان د خپل ديني او ياهم عصري علومو د پوره کولو وروسته مطالعه د تل لپاره هيره کړي.
زموږ د هيواد او د نورو هيوادونو ترمنځ د مطالعې په اړه دغه ستر او هيښونکی توپير ځکه شتون لري، چې دلته د مطالعې حس ضعيف او مړژواندی دی، هلته د مطالعې حس ځواکمن او پياوړی دی، هلته په ولس او خلکو کې د مطالعې د احساس اړتيا پوره شوې ده، خو زموږ ولس او خلک د مطالعې د احساس پيدا کولو ته ډيره اړتيا لري، د مطالعې د احساس پيدا کول څه سخت او ستونزمن کار نه دی، بلکې دغه ډير اسانه او کسبي عمل دی، له همدې کبله د دې هيواد او ولس هر لوستی وګړی مسئوليت لري، او دغه يې ديني او ملي وجيبه ده، چې په دې هيواد کې د مطالعې حس ژوندی او ځواکمن کړې او د دې ټولني په هر قشر کې د مطالعې احساس پيدا کړي.
هغه هيوادونو او ولسونو چې د مطالعې احساس يې ژوندی ساتلی دی، په مطالعه کې يې د پرمختګ پوهي او فکر راز ليدلی دی، او له مطالعې يې بېساري ګټې او منافع تر لاسه کړي، ځکه مطالعه يوازې د يو کتاب په سترګو ليدلو او ژبه ويلو ته نه ويل کيږي، بلکي مطالعه په کتاب کې ليدونکو مطالبو او ويونکو مضامينو څخه د مادې او معنوي نفع او ګټي اخيستني لاره ده، په مطالعه کولو کې انسان د خپل ژوند له هر اړخه معلومات تر لاسه کولی شي او ګټور معلوماتو ته د عمل جامې په غاړه کولی شي، د نويو تجربو او څيړونو څخه خبريدلی شي او پر خپل وخت استفاده ترې کولی شي.
لنډه دا چې د مطالعې ګټې او فايدې دومره محدودې نه دي، چې د يوه ليکني يو پراګراف دې ځای کړې، او دغه ليکنه هم د مطالعې د ګټو او فايدو د برسيره کولو لپاره نه وو، بلکې دغه ليکنه په ټولنه او خلکو کې د مطالعې د احساس د پيدا کولو په پار پنځول شوې ده، چې په دې برخه کې لومړی مسئولين او اړوند نهادونه مسئول او مکلف دي، چې د وګړو په منځ کې د مطالعې د اړتيا احساس پيدا کړي، د خپلو کارکوونکو او کارمندانو څخه د هغه معلوماتو غوښتنه وکړي، چې هغوی د مياشتنۍ او کلنۍ مطالعي په جريان کې تر لاسه کړی وي، هڅوني په موخه مطالعه کوونکو ته مادي او معنوي ډالۍ ورکړي، د تصويري، غږيزو او چاپي رسنيو له لاري خلک مطالعې ته تشويق شي، د هيواد په بيلابيلو سيمو کې دې د داسې هراړخيزو موضوعاتو د مقابلو اعلان ‌وشي، چې عميقي او پراخي مطالعي ته په کې اړتيا پيدا
کيږي.

Related Articles

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *