لیکنې

د مطالعې ارزښت

لیکوال: مولوي نورالحق مظهري

د مطالعې تعريف:
مطالعه هغه خالص فکري کار دی چې لوستونکي ته پر داسي ښه لوستلو قدرت ورکوي چې وروسته يې پوهه او نقد حاصليږي.
د مطالعې ارزښت:
مطالعه د انسان لپاره ډېره مهمه ده او د علم او پوهې په ډګر کې نه تنها دا چې د انسان لپاره حيثيت د استاد لري بلکې په مټ يې انسان د علمي کمال لويې درجې ته رسېدلای سي، د مطالعې کولو ارزښت ددې آيت څخه له ورايه معلوميږي چې الله پاک د لومړي ځل لپاره خپل پيغمبر صلي الله عليه وسلم ته فرمايي:
ژباړه: لوستل وکړه په نوم د خپل رب هغه چې ته يې پيدا کړی يې.
پيغمبر صلي الله عليه وسلم خپله امي وو ليکل او لوستل يې نه و زده او بې له دې چې تعليم وکړي د الله پاک په قدرت يې د اعجاز په حيث ټولې وحيي زده کولې او تلاوت کولې، خو په امت کې بيا د هر چا لپاره لوستل هغه وخت ممکن وي چې درس ووايي او مطالعه وکړي.
نو له سم لوستلو سره مطالعه کول لازم دي که څوک کوم شی سطحي او بې له مطالعې لولي هغه ته موږ سم لوستل نسو ويلای او نه هم لوستونکی ګټه ورباندي اخيستلای سي.
حدیث شریف کې راځي:
مَثَلُ الْقُرْآنِ مَثَلُ الإِبِلِ الْمُعَقَّلَةِ، إِنْ تَعَاهَدَهَا صَاحِبُهَا بِعُقُلِهَا أَمْسَكَهَا عَلَيْهِ، وَ إِنْ أَطْلَقَ عُقُلَهَا ذَهَبَتْ.[سنن ابن ماجه 3783] ژباړه: د قرآن مثال داسې دی لکه د تړل سوي اوښ که يې خاوند څارنه وکړي او اوسار يې ونيسي نو د ځان لپاره به يې وساتي او که يې اوسار اېله کړي ځيني ولاړ به سي.
يعني که څوک له قرآن سره رابطه ولري، د قرآن تلاوت کوي، زدکړه او مطالعه يې کوي نو قرآن به يې نه هېريږي خو که مطالعه يې ونه کړي او رابطه ورسره ونه لري نو بيا به يې هېريږي.
علماو ليکلي دي: دلته که څه هم مثال د قرآن ورکول سوی دی خو خبره عامه ده، د هر علم سره چې سړی رابطه ونه لري او مطالعه يې ونه کړي د سړي هېريږي او د هر علم سره چې رابطه موجوده وي بيا د انسان په ذهن کې تر ډېره پورې پاتيږي.
د پورته حديث په تشريح کې په التمهيد کتاب کې راځي:
وفي هذا الحديث دليل على أن من لم يتعاهد علمه ذهب عنه أي من كان لأن علمهم كان ذلك الوقت القرآن لا غير وإذا كان القرآن الميسر للذكر يذهب إن لم يتعاهد فما ظنك بغيره من العلوم المعهودة. [التمهيد لمافي الموطأجزء 14 ص 131] په دې حديث کې پردې خبرې باندې دليل دی چې هر څوک خپل علم ته پام ونه کړي ( تعليم او تعلم يې ونکړي او د مطالعې سره رابطه ونلري) نو علم يې ورڅخه ځي، د هر شي علم چې وي ځکه هغه وخت علم يواځې قرآن و، نو قرآن چې د يادولو لپاره آسان هم دی که څوک ورته متعهد نه وي ورڅخه ځي نو د نورو علومو په اړه ستا څه ګمان دی؟ ( چې هغه به بيا ورته پاتيږي؟).
د بدر په غزوه چې مشرکېن اسيران سول رسول الله صلي الله عليه وسلم ددوی د آزادولو لپاره دا شرط پرېښودی چې هر مشرک به لسو مسلمانانو ته ليک لوست ور زده کوي. دا خپله د ليک لوست د زده کړې ارزښت ښکاره کوي.
د مطالعې ګټې او فايدې:
1 – په مطالعه باندې انسان د ډېرو مشکلاتو سره د مقابلې او د هغو د حل لارې چارې زده کوي.
2 – مطالعه د معرفت او پېژندلو مهمه ذريعه ده ځکه د مطالعې په مټ انسان د پخوانيو او اوسنيو انساني علومو او معارفو سره آشنايي پيدا کوي.
3 – د مطالعې په ذريعه انسان د نورو انسانانو د فکرونو او عقلونو سره رابطه پيدا کوي لکه څنګه چې مطالعه د روح او عقل لپاره غذا او کمک کوونکې ده او د ټول عالم په وړاندي د علم او معرفت د حاصلولو لپاره خلاصه کړکۍ ده.
4 – په مطالعه باندي انسان خپله عقيده سمه پيژني، د آزادۍ او حريت په اصلي مفهوم يې سر خلاصيږي، د امت قيادت کولای او خپل وطن جوړولای سي، ځان او خپله ټولنه سمه پيژندلای سي او اړتياوې يې درک کولای سي.
5 – نویو مطالعاتو ښودلې ده چې د ذهني انحطاط کچه په هغه افرادو کې چې مطالعه کوي 32% ټيټه وي نسبت و هغه خلګو ته چې مطالعه نه کوي سره ددې چې د مطالعه کوونکو افرادو سن هم ډېر و همدا راز د ډاکټر روبرتس ويلسون په باور مطالعه کول او د سختو عباراتو حلول په الزایمر ناروغۍ د اخته کېدلو احتمال هم ډېر کموي.
6 – مطالعه انسان د معرفت او ثقافت خاوند ګرځوي او د ډېرو معلوماتو په ورکولو سره دده مرسته کوي خو په دې شرط چې سالمه او سمه مطالعه وسي تنها ځغلنده لوستل نه وي.
7 – د ډېرو علمي شيانو په زده کولو د انسان مرسته کوي او پوهه يې ورسره ډېريږي.
8 – د انسان د لغاتو او خبرو زېرمه ډېريږي او قوي کېږي، خبرې او د خبرو طريقه يې سميږي هغه چې پر خبرو او مناقشې باندې د انسان د قدرت په ډېرولو کې ډېر فعال رول لري.
9- په مطالعه باندې د انسان په ځان باور او اعتماد بالنفس ډېريږي او ذاتي احساس يې قوي کېږي.
10 – مطالعه د انسان عقل ته اضافه ليد ورکوي چې په مټ يې د شيانو تر مينځ پر ربط او تحليل باندي قدرت پيدا کوي او ډېري نتيجې لاسته راوړلای سي.
11 – په مطالعه باندې د انسان وخت دداسې شيانو څخه ډکېږي چې ده ته ګټه رسوي او د ستړيا څخه يې خلاصوي.
12 – په مطالعه باندي په هره برخه کې نوي نوي شيان زده کېږي او انسان د نویو علمي اصطلاحاتو سره بلدتيا پيدا کوي چې په مټ يې د انسان څخه جهالت او تنګ نظري ورک کېږي.
13 – په مطالعه باندې د انسان حافظه قوي کېږي او پر تمرکز باندې پوره قدرت پيدا کوي.
مطالعه څنګه وکړو؟
مطالعه هم د نورو کارونو په څېر يو کار دی لکه نور کارونه چې تر ځينو حالاتو او ځايونو پورې تعلق لري مطالعه يې هم لري، مطالعه بايد په لاندې حالاتو او ځايونو کې وسي:
1 – د مطالعې لپاره بايد ښه فارغ ځای او آرام حالت وي په ګڼه ګوڼه کې او د رفتار په حالت کې بايد د مطالعې څخه ډډه وسي البته ځينو خلګو ځانونه د ګڼې ګوڼې د حالت سره آموخته کړي وي د هغوی لپاره بيا هيڅ پروا نه لري ځکه دوی همداسې عادت نيولی دی خو د رفتار په حالت کې مطالعه د انسان سترګو ته تاوان کوي او يو ډول سردردي ورته پيدا کوي نو ځکه يې بايد په داسي حالت کې ونه کړي.
2 – د مطالعې لپاره بايد داسي ځای انتخاب کړل سي چې هلته رڼا وي او د کتاب ليدلو امکان وي تر څو د کتاب عبارت هم سم وويني او په اخيستلو کې معنی او مراد هم غلط نسي.
3 – په داسې سورلۍ کې چې سترګې پر کتاب باندې آرام نه نيسي بايد د مطالعې کولو څخه ډډه وسي تر څو سترګې هم خرابې نسي او د سردردۍ څخه هم انسان وساتل سي.
4 – د مطالعې په کولو کې بايد د تيزۍ او چټکۍ څخه كار وا نه خيستل سي ځكه له يوې خوا د انسان اعصابو ته تاوان کوي او د بلې خوا په تيزې مطالعې باندي انسان مطلب او مقصود لاس ته نسې راوړلای.
5 – کوښښ دې وسي چې مطالعه په ناسته باندې وسي ځکه په ولاړه او پرتو باندې ممکن انسان ته روغتيايي ستونزې پيښې سي.
کوم کتابونه مطالعه کړل سي؟
په دې خاطر چې په مطالعه کولو کې د انسان وخت مصرفيږي او وخت د انسان عمر دی چې بايد په ښو شيانو کې ولګوي نو د مطالعې لپاره بايد داسې کتابونه غوره سي چې کتل يې په لومړيتوب کې وي او ګټه ولري.
په لومړي قدم کې دي انسان هغه کتابونه مطالعه کړي چې دده ديني معلومات ورباندې ډېريږي او شرعي احکام په تفصيل باندې پيژني؛ هدف مو دديني معلوماتو څخه عام دی که عقيدوي کتابونه وي که د فرعي احکامو کتابونه وي او که اسلامي سياسي کتابونه وي.
که مطالعه کوونکی ديني عالم وي؛ د ښه او بد توپير کولای سي او د هيچا څخه نه متأثره کېږي نو دی د هر چا کتاب مطالعه کولای سي ځکه په کتاب کې ښه او بد، قوي او ضعيف، سم او غلط سره جلا کولای سي چې ښه يې را اخلي او بد يې پريږدي.که مطالعه کوونکی ديني عالم نه بلکې طالب العلم يا محصل وي نو هغه دې د کتاب د مطالعه کولو مخکې د يوه تکړه ديني عالم سره مشوره وکړي چې دی د چا کتابونه او کوم کتابونه مطالعه کړي؟ که کوم کتاب خوند ورکوي د هغه د ليکوال په اړه دي ارومرو د يوه تکړه ديني عالم سره مشوره وکړي تر څو خدای مکړه د کتاب په مطالعه کولو باندي خپله لار ورڅخه ورکه نسي او په فکري يا سياسي انحراف باندې
اخته نسي.

Related Articles

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *