مقالی اوتبصرې

د معتادينو درملنه يو مهم مسؤليت دی!

شاه محمود درویش
نیشه یې توکې په حقیقت کې هغه ناوړه پدیده ده چې په تدریج سره او بیا په ځانگړي توگه د ځوان نسل روغتیا او سلامتیا زیانمنوي او خوږ ژوند یې له اوږد مهاله رنځ ، ناهیلي او مرگوني گواښ سره مخامخوي ، حقیقت بیا دادی چې د افغانستان اسلامي امارت مشرتابه په ټولیزه توګه په هیواد کې د نیشه یې توکو کښت ، قاچاق ، پروسس او ترافیک بند کړی دی او ددغې منفورې پدیدې په وړاندې د اسلامی امارت امنیتي ځواکونه تل نه ستړې کیدونکې مبارزه کوي او په خپله مبارزه کې هم تل هوډمن دي، له شک پرته چې د نیشه یې توکو پروړاندې امنیتي ځواکونو د خپلې مبارزې په لړکې ښې لاسته راوړنې هم لرلي دی چې په دې برخه کې د دوی هڅې د ستایلو او قدر وړ دي، الله (ج) دې لاهم دوئ ته توفیق ورکړي چې په ټوله کې د نیشه یې توکو قاچاقبران ، پلورونکې او کاروونکې د هیواد په هره سیمه او ښار کې چې شتون لري و نیسي او دقانون منګولو ته یې وسپاري ترڅو له امله یې د تولنې نظم او ثبات خوندي کړای شي. البته ددې ترڅنګ د هیواد په کچه اسلامی امارت دنشه یي توکو د معتادینو را ټولولو او درملنې ته هم ځانګړې پاملرنه کړیده د بیلګې په ډول په دې وروستیو کې د جلال آباد ښار له بیلابیلو سیمو څخه ۲۰۰ تنه په نشه یي توکو روږدي کسان د ننګرهار د عامې روغتیا ریاست او د امنیتی قومندانۍ د نشه یې توکو پر وړاندې د مبارزې مدیریت په همکاری راټول او د درمنلې په موخه د ننګرهار د معتادینو ۱۷۰ بستریز روغتون ته لیږدول شویدي. د ننګرهار د عامې روغتیا ریاست مسوولینوپه وینا، یاد کسان به په نوموړي روغتون کې د ۴۰ ورځنی درملنې او مشورې ورسته خپلو کورنیو ته وسپارل شي او تر یوه کاله به د یاد روغتون د ټولنیزو کارکوونکو له لوري تعقیبیږي، تر څو بیا په نشو روږدي نه شي. د مسوولینو په وینا، په دغه موده کې به روږدو کسانو ته درمل، خوراکي توکي او نور اړین مواد وړیا ورکول کیږي او په معیاري بستر خونو کې به یې درملنه کیږي.
دغه راز د ډله ییزو خپرندویه سرچینو په حواله د کورنیو چارو وزارت د نشه یي توکو پر وړاندې د مبارزې معین چې په دې وروستیوکې له مل پلاوي سره د امیر المومین حفظه الله د فرمان د پلي کولو په موخه غزني ته سفر کړی ؤ، نوموړي د سفر په ترڅ کې یوې غونډې ته په وینا کې داسې ویلي: « د هیواد په کچه له مخدره توکو سره د مبارزې پر وړاندې ۳زره ۷۰۰عملیات ترسره شویدي»
په یاده غونډه کې د کورنیو چارو وزارت له مخدره توکو سره د مبارزې معین داهم ویلي : « چې د امیر المومین حفظه الله د فرمان په اساس په ټول هیواد کې د نشه یي توکو کښت، قاچاق، پلور او ګټه ترې اخیستل منع دي. اسلامي امارت له نشه یي توکو سره په مبارزې کې ټینګ هوډ لري او تر اوسه یې د هیواد په کچه ۷۵ زره په مخدره توکو روږدي کسان د درملنې په موخه راټول کړي، چې له دې ډلې یې تر اوسه د ۵ زرو کسانو درملنه شوې ده.» د نوموړي په خبره، د هیواد په کچه له نشه یي توکو سره د مبارزې پر وړاندې ۳زره۷۰۰ عملیات ترسره شوي، چې په کې ۱۴۷ د نشه یي توکو د تولید کارخونې او ۴۰۴ ټنه نشه یي توکي کشف او له منځه وړل شوي دي. البته دایو واقعیت دی چې زمونږ د هیواد په بیلا بیلوسیمو کې گڼ شیرهیوادوال پردغی کرغیړنی پدیدی روږدی شویدي چی د امنیتی ننگونو ترڅنگ دایوه بله ستونزه هم ده ځکه چی په مخدره توکو روږدی کسان سربیره پردی چی د سالم کار او روزگار پروړاندی خپل مقاومت او ځواکمنتیا له لاسه ورکوی ترڅنگ یی خپلی کورنی ته یو سرخوږی هم را منځته کوی او بالاخره پرمخدره توکو روږدی کسان په خپلی کورنی سربیره پرټولنه هم یو بار گڼل کیږي او په بیلا بیلو برخوکې د ټولنې عامه نظم گډوډ اوبې ثباته کوي ، د نیشه یې توکو پروړاندې د امنیتي ځواکونو مبارزې او لاسته راوړنې سربیره پردې چې د قدر وړ دي ددې ترڅنګ داسلامی امارت له لوری د هیواد په کچه د درمنلې په موخه د معتادینو راټولول هم یو نیک اقدام دی، حتی ویل کیږي چې کله معتادین د درمنلې مرکزونو ته انتقال شي دوئ ته د تداوي په شمول اسلامی، عصري او عقیدوی درسونه هم ورکول کیږي، نو انشاالله د پاک خدای (ج) په فضل هغه شمیر معتادین چې د درمنلې مرکزونو ته انتقال شوي په لږه موده کې به روږدي کسان ددغې ناوړه ناروغۍ څخه خلاص او د خپلو کورنیو په لور به ولیږل شي. بنا ددغې منفورې پدیدې پروړاندې د اسلامي امارت د امنیتي ځواکونو ترڅنګ د افغان ولس رښتینه مبارزه هم ډیره اړینه ده ، یعنې قدرمن بزگران باید په آگاهانه توگه دیته وهڅول شي چې په خپلو مځکو کې د نیشه یې توکو دکرکیلې پرځای حلال کښت ته مخه وکړي ، ځکه چې نیشه یې توکې د یوخاموشه طوفان په څیر ټولنه له گواښ سره مخامخوي اودا واقعاً هغه ناوړه پدیده ده چې په تدریج سره او بیا په ځانگړي توگه د ځوان نسل چې هغه په حقیقت کې د هیواد ستر بشري ځواک دی د دوئ روغتیا او سلامتیا زیانمنوي او خوږ ژوند یې له اوږد مهاله رنځ ، ناهیلی او مرگونی گواښ سره مخامخوي.

Related Articles

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *