سرمقالې

د معتادینو او سوالګرو په څېر ښځه هم درملنه او پالنه غواړي!

ښځه شته، ښځه یولوی واقعیت او د بشر اکثریتي برخه ده. پرته له ښځې انسان عدم او دنیا شاړه ده. خو ښځه بیا هم له خپل همدومره ارزښت او اکثریت سره سره ترنارینه ؤ زیاته په کړ او، تیارو او مظلومیت کې راګیره ده. ښایي د هغوی د نیمګړتیاو او ستونزو مسؤلیت ځکه خپله د دوی د زامنو پر غاړه وي چې هغوی نارینه او قوامون دي، همدا د فطرت وېش هم دی چې له آدمه ترعدمه د ژوندانه لوړ اختیارات د نارینه ؤ په لاس کې دي. همدا وجه ده چې اوس نو د ښځینه طبقې د مشکلاتو، نیمګړتیاو او رنځونو درملنه او پالنه هم بېرته د نارینه و پر غاړه ده. اوس نو راځئ د موضوع اصلي مقصدته. زموږ اصلي مقصد دادی چې د اسلامی امارت د مشرانو کور ودان چې د تېر اشغال راپاتې ډېرو مهمو ستونزوته یې پوره توجه کړی او هره ورځ یې په اړه خورا ضروري ګامونه اخلي. د مثال په توګه زموږ ښارونه او بازارونه نېشیانو او سوالګرو په سراخیستي او لویه شرمندګې ترې جوړه وه چې دادی په هکله یې کافی پرمختګ شوی، د اغېزمنو درملنه او پالنې ته یې جدي اقدامات کړي او تر ډېره یې یاده ستونزه ختمېدوته نژدې کړې ده. خو حقیقت دادی چې تر دغو ورهاخوا زموږ یوه لویه طبقه یعنی زموږ میندې، خویندې، لوڼې، مېرمنې، خپلې او پردې ټولې، بازاري، مکتبۍ، لوستې او نالوستې، اطرافي، کلیوالې، د هر قوم او قبیلې، شمالي، جنوبي، مرکزي، شرقی او غربي ګرد سره له دیني، اخلاقی، کلتوري، عقلی او ذهني، پلوه له خطرناکو ستونزو او نیمګړتیاو سره لاس ګرېوان دي. که بازاریو او مکتبیو کې د فرنګې افکارو او رواجونو څرګندې نښې ښکاری نو هماغه د امان الله شاه، نادرشاه، ظاهر شاه، داوود شاه، کمونېستی دوری او صلیبي دورې د هلو ځلو، روزنې، تبلیغاتو او مالي هڅونې اغېزدی او که اطرافي او کلیوالو ښځو کې خرافات، مزخرفات، کوډې، بدفالي، کم عقلي، شرکیات، بدعات او سل رنګه غلطې انګېرنې لیدل کیږي نو هم پړه یې پرخپلو نارینه واکمنو، امامانو، خطیبانو پیرانو. او پو هېدونکو مخورو مشرانو ده. مطلب دا چې د نیمګړتیا او فکري جهالت له پلوه هیڅکله کلیوالې له بازاریو کمې نه دي. البته د لوستو او بازاریو خطر به له دې پلوه زیات وي چې د ځینو بهرنیو جاسوسي او لاس وهونکو کړیو سره به اړیکې ولري. خو بل لورته هغه جهالت چې اطرافی سیمو او عوامی کورنیو کې زموږ ښځینه ورسره مخ دي، هم ټولنې ته له زهرجن ناسوره کم نه دی.
په دې اساس د حکومت یو مهم دیني او ملي مکلفیت او ذمه واري داهم ده چې د خپلې ښځینه طبقې په اړه هم خپلې غاړې خلاصې او د دوی د روزنې، درملنې او پالنې لپاره مثبت، اغېزناک او معقول ګامونه واخلي. خو په دې لړ کې باید هیڅوک هم یو څو حقایق له پامه ونه غورځوی او هغه دا چې ایا دا ممکنه ده چې موږ له خپل هېواده ښځې ورکې کړو ایا کیدای شي ټولې کورو کې بندیانې او یوی ته هم راوتلو اجازه ورنه کړو؟ ایا سمه ده چې تعلیمي مراکزونه یې کاملاً ایسارې کړو؟ ایا د منلو ده چې ټول هېواد کې دې ښځینه ډاکټره نه وي؟ ایا ځینو حکومتي ادارو کې په سل ګونو ښځوته اړتیا نه لرو؟ او ایا د هېواد ګوټ ګوټ او کلي کلي کې په لکونو ښځینه دیني استادانو ته شدید ضرورت نشته؟ د همدغو وجوهاتو پربنا موږ ویلی شو چې نه، موږ واقعاً نه شو کولی د خپل هېواد د غه ښځې همدا نن سبا اسمان ته وخېژ وو، یا یې پر ځکمه ننباسو، یایې ووژنو یایې په نورو بدلې کړو. ځکه خو د دغې ستونزې مثبت حل او اغېزمنه چاره په کار ده. نو لکه چې فرضاً د معتادینو لپاره د څو میاشتو او کلونو روزنه او درملنه ضروري ده. همدغسې د ښځو د روزنې لپاره هم نسبتاً اوږد مهالي پروګرامونه لازم دي. دا کار خورا ډېر زغم او حوصله غواړي خو یقیني ده چې که خدای کول څو کلونو کې به یې انتهایی ګټورې او مثبتې پایلې را ووځي. ښکاره ده چې دغه پروسه د یو شمېر ښوونځیو او مدارسو د تأسیس لپاره ډېرو پیسوته هم اړتیا لري، خو په هر صورت چاره هم بله نشته او ضرور به داسې کیږي هم. لنډه دا اوس نو چې حکومت د هېواد پر نورو اغېزمنو ټولنو د پالنې او روزنې کار پیل کړی، باید د خپلو ښځمنوله نیمګړیتاو او ستونزو هم سترګې پټې نه کړي او په اړه یې عاجل، معقول او مثبت اقدامات وکړي. په دې کې هیڅ شک نشته چې د ښځینه طبقې روزنه او پالنه په حقیقت کې د څلور میلیونه روږدو له پالنې او درملنې په لس ګونو ځله مهمه، ضروري، لازمی او زموږ د دین او دنیا لپاره ګټوره ده. دا به یوټولنیز انقلاب راولي، په دې سره به د مؤمنو هېوادوالو ایمان، اخلاق او دینی افکار وساتل شي او همدا به زموږ د موجوده اسلامی نظام یوه تلپاتې، اوږد مهاله او ګټوره مېوه وي.

Related Articles

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *