افغانستان

د ملي دفاع وزارت دوه چورلکې ترمیم او الوتنې ته چمتو شوې

شریعت: د ملي دفاع وزارت دوه نورې ویجاړې شوې چورلکې ترمیم او الوتنې ته چمتو کړې.

شریعت: د ملي دفاع وزارت دوه نورې ویجاړې شوې چورلکې ترمیم او الوتنې ته چمتو کړې.

د ملي دفاع وزارت د دوو نورو چورلکو د بېرته رغولو او الوتنې ته د چمتو کولو خبر ورکړی دی.

یاد وزارت د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره ویلي، چې د ملي دفاع وزارت د هوايي ځواکونو د عمومي قوماندانۍ د تخنیکرانو او منسوبينو د هڅو په پايله کې دا ځل د «35MI-» او «208C-» دوه نورې چورلکې فعالې شوې.

خبرپاڼه کې همدارنګه ویل شوي، چې د ویجاړو شویو  او غیر فعالو چورلکو د بيا ځلي فعالولو او رغونې لړۍ دوام لري.

د یادونې وړ ده، چې د ملي د فاع وزارت د هوايي ځواکونو تخنکي او انجنیرۍ ټېمونو تر دې وړاندې هم یو شمېر ویجاړې شوې چورلکې بېرته رغولي او الوتنې ته یې چمتو کړې وې.

Related Articles

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *