افغانستان

د ملي پراختيا شرکت او د نفت او ګازو دولتي شرکت ترمنځ د همکارۍ تړون وشو

د ماليې وزارت اړوند د ملي پراختيا شرکت او د نفت او ګازو دولتي شرکت مسئولینو، د دوه اړخیزو همکاریو هوکړه ليک

د ماليې وزارت اړوند د ملي پراختيا شرکت او د نفت او ګازو دولتي شرکت مسئولینو، د دوه اړخیزو همکاریو هوکړه ليک لاسليک کړ.
د باختر آژانس د خبر له مخې؛ مالیې وزارت پرون د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره ویلي چې دغه هوکړه لیک، د افغانستان د نفت او ګازو دولتي شرکت رئيس محمد نصير رحيمي او د ملي پراختيا شرکت رئيس عبدالرحمن عطاش د ماليې وزارت د سرپرست ملا هدايت الله بدري په شتون کې لاسليک کړ.
د خپرپاڼې د معلوماتو له مخې؛ د دغه هوکړه ليک پر بنسټ به د ملي پراختيا شرکت د افغانستان د نفت او ګازو دولتي شرکت د ظرفيت لوړونې او غوره اداري مديريت، سيسټم جوړونې، د زېرمو، پمپونو، دفترونو او ټولو وسايلو د ترميم، ډيزاين او کاري پلانونو د ترتيبولو په برخو کې همکاري وکړي.
دغه راز د افغانستان اسلامي امارت د اقتصادي تګلارو پر بنسټ د اقتصاد تلپاتې وده، د نفت او ګازو په برخه کې د پانګونې پراختيا او د کاري فرصتونو برابرول د یاد هوکړه لیک اساسي موخې ویل شوې دي.

Related Articles

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *