افغانستانراپورونه

د مهاجرينو چارو وزارت مسلکي مرستيال:د بې ځایه شویو او راستنیدونکو کډوالو ستونزې حل کوو

شریعت: د مهاجرينو او بېرته راستنېدونکو چارو وزارت تخنيکي او مسلکي مرستيال مولوي عبدالرحمن راشد د بغلان ولايت د خواجه الوان د مهاجرينو ښارګوټي څخه ليدنه وکړه.

د خواجه الوان په ښارګوټي کې شاوخوا ۲ زره ۴۰۰ راستنېدونکي ژوند کوي، چې د مهاجرينو چارو وزارت مسلکي مرستيال د دغه ښارګوټي د اوسېدونکو ستونزې واورېدې او هغوی ته يې ډاډ ورکړ، چې د مهاجرينو چارو وزارت د مرستندويه بنسټونو سره په همغږۍ د راستنېدونکو او بې ځايه شویو د ستونزو د حل لپاره هلې ځلې کوي.  په همدې حال کې مولوي راشد د بغلان د چشمه شېر لېسې څخه هم ليدنه کړې، چې په ياده لېسه کې د راستنېدونکو او بې ځايه شویو کورنيو کوچنيان په زده کړو بوخت دي.

د يادې لېسې ځينې برخې په تېرو کلونو کې  ويجاړې شوې وې، چې د (UNHCR) دفتر په مرسته د بغلان ولايت د مهاجرينو چارو رياست په همغږۍ بيا ځلې ترميم شوې.

Related Articles

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *