مقالی اوتبصرې

د مهاجرینو انساني کرامت ته دې درناوی وشي

افغانستان کې د تېرو څه باندې څلورولسيزو جګړو دوام، سره له دې چې افغان ولس ته ځاني اومالي زيانونه اړولي ، بلکې زموږ په ميليونونو هیوادوال د ګاونډيو هیوادونو لکه پاکستان ، ايران ، تاجکستان… او هم د سیمې نوروهیوادونوته کډوال شوي دي او له يو لړ ستونزو سره سره د يادو هیوادونو د امنيتي ارګانونو له خوا په ډول ډول پلمو او بهانو تل وهل، ټکول او ځورول کېږي، آن زندان ته يی اچوي او په ډېر بد حالت کې د هر راز قوانينو پرخلاف له کورنيو سره يوځای او يا هم په يوازې ډول په اجباري او غيرانساني توګه افغانستان ته را شړي اوتل له افغان کډوالو سياسي ګټه پورته کوي.
څېړنو ښودلې،چې ایران او پاکستان د مهاجرت د ټولو موازینو او مقرراتو خلاف هرکال په مختلفو موسمونو کې ډېری افغان مهاجرین اجباري لېږلو ته اړباسي او ډېرافغانان بې له دې چې د ګاونډیتوب حق ورکړل شي، نړیوال نورمونه، مقررات او بشري حقوق يې په پام کې ونیول شي، له خپل هیواده شړي ، البته ځینې وخت داسې هم شوي چې د ایران امنیتي موظفینو او پولیسو افغان مهاجرین چې په ساختمانونو کې په کار بوخت وو د کار په جامو کې نیولي د مهاجرینو پنډغالي ته یې لیږدولي او بله ورځ یې په اجباري توګه افغانستان ته راشړلي او د دوی کورنۍ د پرېشانۍ په حال کې بې سرنوشته پاتې کېږي ، ایرانیان حتی له همدغه مهاجرینو د لارې کرایه هم اخلي،همداشان ګاونډی هیواد پاکستان هم د افغان مهاجرینو په وړاندې د ایران په څیر تل ورته چلند کوي ، البته سره له دې چې د دغه هیوادونو چارواکي تل د دوستۍ او ښه ګاونډیتوب نارې سورې وهي خوبرعکس تل ناوړه پالیسۍ پرمخ بیایي.
دا په داسې حال کې ده چې د نړۍ په ګڼ شمېر هیوادونو کې د حکومتونو او ځینو بشرپالو ټولنو له لورې تل غونډې جوړېږي او په ټوله کې په دې باندې ټینګار کېږي چې په اړوندو هیوادونوکې باید تل له کډوالو سره د انساني کرامت له مخې نیک سلوک ، ښه چلند او د بشر په توګه د دوی د حقه حقونو درناوی وشي اوهېڅکله هم د دوی پر وړاندې باید له زور ، جبر او تاوتریخوالي کار وانه خیستل شي او د مهاجرت مسئلې ته باید سیاسي رنګ ورنه کړل شي او دا مسئله باید هېڅکله هم د هیوادونو ترمنځ د سیاسي رقابتونواو نورو ملحوظاتو ښکار نه شي او د نړۍ په هر ګوټ کې باید له کډوالو سره تل د بشرپالنې په عالي روحیه ښه سلوک او انساني چلند وشي . بنا په ټوله کي باید وویل شي چې د كډوالو په چارو کې د ملګرو ملتونو دعالي کمېشنرۍ د پاليسۍ له مخی افغان كډوال بايد خپل هیواد ته په داوطلبانه، هوسا، تدريجي او آبرومندانه ډول را ستانه کړای شي، نه په اجباري اوغيرانساني ډول!
يوشمېرافغان كډوال چې له نورو ملکونو را ستنېږي ډېره اړينه او ضروري ده چې راستنیدونکو كډوالو ته په کور د ننه د ورځني ژوند د پرمخ بيولو اوسالمې بوختيا په موخه دوی ته د کار زمينه مساعده شي ترهغو چې په ورځني ژوند کې دوی او د دوی کورنۍ له زياتو ستونزو سره مخامخ نه شي او آبرومندانه ژوند اختيار کړي، همداشان دوی ته بايد سرپناوې جوړې شي او په خپل هیواد کې د آبرومندانه او باعزته ژوند مخ ته يوسي.

شاه محمود دروېش

Related Articles

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *