سرمقالې

د موجوده نړیوالو فشارونو مقابله څرنګه کېدای شي؟

د موجوده نړیوالو فشارونو مقابله څرنګه کېدای شي؟
اصل حقیقت خودادی چې د اسلام او کفر مقابله به ان تر قیامته پورې همېشه روانه وي. خو داچې بیا په هره زمانه کې د مقابلې لپاره جلاجلا شرایط، تکتیکونه او مناسبتونه منځ ته راځي، نو ځکه داهم د مسلمانانو بصیرت پورې تړلې چې د وخت غوښتنې خپله درک او بیایې د ځواب لپاره هماغسې مناسب فهم ولري. د مثال په ډول موږ همدا اوس تقریباً دګردې نړۍ له سختو فشارونو سره مخ یو، طبیعی ده چې هغوی له موږ نه د اسلام پرېښودل او د کفري قوانینو منل غواړي خودا ډول شرط یې موږ په هیڅ صورت نه شو منلی، هغوی پرموږ اقتصادي بندیزونه لګوي خو موږ یې تریو حده مخنیوی کولی شو او هغوی موږ ته خپل هېواد کې همدا خپل مسلمانان را پاروي، لمسوي او د شریعت کلکې دښمني ته یې چمتو کوي. خوکه موږ په واقعی توګه پوره بصیرت ولرو، تر ډېره یې دغه دسیسې هم شنډولی شو.
مطلب دا چې د اغیارو د فشارونو کمولو لپاره موږ سره فقط درې لارې دي: یو دا چې له ګردو اسلامي ارزښتونو ور تېر او کاملاً دهغوی ډول ته وګډیږو چې په دې کې مود دنیا او آخرت هلاکت او تبایي ده او په هیڅ صورت یې منلی نه شو. دویم فشاریې اقتصادي بندیزونه دي چې که موږ رښتیا وکړو، له بشپړ اخلاص او جدیت نه کارواخلو، خولې تویې او لاسونه تڼاکې، له بذر و اسرافه ځان وساتو او غوره اقتصادي تدابیر تطبیق کړو، نو موږ هم د ډېرو نورو همدغه شان هېوادونو په څېر پرمختګ کولی، پرځان بسیا کېدلی اوله پردي احتیاجه ځان ژغورلی شو. تردې چې ښایي په دې اړه به هیڅوک یوه ذره شک هم ونه لري چې که له اقتصادي پلوه هېواد پرځان بسیا او خلک مو له فقرو بې روزګارۍ خلاص شي نو بیا له واشنګټن او بروکسله هیڅکله زموږ په هکله څه احکام نه شي صادر ېدلی.
همدارنګه دریمه وسیله چې پرمټ یې تر ډېره حده له بهرنیو فشارونو سره مقابله کولی شو، ښه حکومتولي او ملت جوړونه ده. ددغه پلان په تطبیق کې زموږ مخه کاملاً خلاصه او هیڅ ډول خنډ په مخکې نه لرو، دا فقط او فقط عقل او بصیرت غواړي چې له بده مرغه زموږ هېواد کې یې سخته قحطي ده! وجه داده چې زموږ د ملت علمي کچه خورا ټیټه او محدوده، له خپل او پردي تاریخه ناخبره او د نړۍ له موجوده وضعیته یو مخ نااشنا او بې پروایو. دغه راز په موږ کې د استبداد او لویي ماده هم ډېره پرمختللې او پیاوړې ده چې د بهرني اشغال اویرغل په دفع کې ګټوره خو د ملت جوړونې، نظام او حکومتولۍ په برخه کې زموږ د ناکامۍ ترټولو مهم سبب دی.
تاسې راځئ لږ د اسلامی تاریخ د سرپاڼې را واړوئ او وګورئ چې لرغونو مسلمانانو ترموږ لا په کراتو مراتو سخته بې کسې او نا وسي کې د ځواکمنو نړیوالو له سختو فشارونو سره په څه ډول مقابله کړې؟ یوازې او یوازې دایماندارۍ، اخلاص، تقوا، اخوت او خواخوږۍ پرمټ، چې ښه او مثالي حکومتولي هم په حقیقت کې دهمدغو توکو له شتونه منځ ته راځي. دملت جوړونې او غوره حکومتولۍ پرمټ ځکه له نړیوالو فشارونو سره مقابله کېدی شي چې د تطبیق له کبله یې په ولس کې اختلاف له منځه ځي، ټول ملت د حکومت ترڅنګ دریږي، خیانت اوغداري ته زړه نه ښه کوي او پردیو لمسونوته هیڅوک هم غوږ نه نیسي خو ملت جوړېدنه هم تر ډېره د ښي حکومتولۍ په واسطه منځ ته راځي. ځکه پر عدالت او خدمت ولاړ حکومت خپل رعیت راغونډولی او تنظیمولی شي خو فاسد هغه یې د خورا ناوړه پاشل کېدو لامل ګرځي.
لڼده دا چې موږ له موجوده نړیوالو فشارونو سره د مقابلې لپاره همدغه درې لارې یاوسیلې لرو: له اسلامه تېرېدل، اقتصاد پیاوړی کول او ملت جوړونه، چې د ښې حکومتولۍ پای کې منځ ته راتلی شي. زموږ پر هېواد تپلی پخوانی ژریم ځکه له نړیوالو فشارونو خوندي و چې له اسلام، خپلواکۍ او لورو معنوي ارزښتونو ورتېرو او ځینې نور شتمن هېوادونه د خپل اقتصاد په وجه بې غمه دي. بنا پردې موږته ړومبۍ لاره قطعاً ناممکنه، دویمه شونې خوله ستومانۍ سره او دریمه لار بالکل راته خلاصه، صافه او اسانه ده خو نه یې پېژنو اونه یې منو. په همدې اساس ویلی شو چې له پردیو را دې خوا موږ ته له خپله ځانه هم ډېرې ستونزې را جوړې دي. راځئ د حل لپاره یې ترهغه مخکې لاس په کار شو چې فرصت موله لاسه تللی او دپښېمانۍ لاسونه مروړو. راځئ که خپله نه پوهیږو له ځینو هوښیارو او تجربه کارو مشرانو سره مشوره وکړو، خبرې یې واورو او دحل کولو چل ترې زده کړو.

Related Articles

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *