ټولنه اوکلتور

د مورنیـو ژبو نـړیواله ورځ! زده کـړې پـه کـومـه ژبـه پـه کـار دي؟

خالد مشعل
ژبه د افهام او تفهیم وسيله ده، یعنې انسانان د ژبې په واسطه یو بل پوه کولی او خپل هدف ته د ژبې په ذریعه رسېدلی شي. په نړۍ کې وګړي په زرګونو ژبو ګړیږي او په اساس یې د یوه بل په مطلب او مقصد ځان پوه کوي. ژبې او د هغو اختلاف او بېلابېلوالی د الله تعالی له نښو نښانو څخه شمېرل کیږي. الله جل جلاله وايي: [او د هغه له نښانو یوه برخه د اسمانو او زمکې پيدايښت او ستاسو د ژبو او رنګونو اختلاف هم دی، یقیناً په دې کې سترې نښانې دي.] د روم سورت (۲۲) آيت.
ژبې یو پر بل تفوق او غوره والی نه لري، ټولې د انسانانو د ګټې (افهام او تفهیم) لپاره دي، بل څه نه دي پکې نغښتي. د معلوماتو له مخې په نړۍ کې (۶۵۰۰ ــ ۶۹۰۰) ژبې موجودې دي او (۲۰۰۰) داسې هم پکې شته چې په هره یوه یې (۱۰۰۰) تنه غږیږي. یو مهال داسې ویل کېدل چې ډېرې ژبې به په ابدي خوب ویدې شي، ولې هغه اټکل سم و نه خوت، هغو ویل یوناني، لاتین، پخوانۍ مصري ژبه او سانسکریټ له منځه تللې، اما اوس هم ډېر کلمات او اصطلاحات شته چې اصل یې له یوناني او لاتیني څخه سرچینه اخلي. همدارنګه په اردو ژبه کې ډېر لغات او کلمات موجود دي چې اصل یې سانسکریټ
وي.
هو! ځينې ژبې ورکې شوې؛ خو بعضې بېرته راژوندې شوې، لکه عبراني. دا له منځه تللې وه؛ خو یهودو بېرته راژوندۍ کړه او اوس پينځه میلیونه وګړي پرې غږیږي. ژبې ولې ورکیږي او څه زیان لري؟
ژبې هغه مهال له منځه ځي چې نوي نسلونه یې زده کړې او پر هغه خبرې کول پریږدي او نورو ژبو ته لومړیتوب ورکړي، بیا د دوی خپلې ژبې ورکیږي او د مړه کېدو له امله یې د هغو ټولنو او ولسونو کلتور، دودونه او د یو ملت میراث له منځه ځي او په ابدي خوب ویده کیږي.
د هند نیمه لویه وچه چې ووېشل شوه؛ هندوستان او پاکستان ترې راووتل، بیا پاکستان په لویدیځ او ختیځ ووېشل نو اردو د دواړو برخو رسمي او دفتري ژبه وټاکل شوه. بنګالیانو په بنګالي مېشتو سیمو کې د بنګالي ژبې د رسمي کېدا غوښتنه کوله، چې آن خبره مظاهرو او لاریونونو ته ورسېده، نو د هغه په ترڅ کې ځينو کسانو ته مرګ ژوبله واوښتله، چې بنګالیان خپلو وژل شویو ته شهیدان وايي.
هو! لویدیځ پاکستان ختیځ پاکستان ته پخپله ژبه د زده کړو او دفتري چارو ترسره کولو حق ورکړ، ولې بیا ډېر ژر بنګالیانو له پاکستانه استقلال واخیست. له بنګالیانو پرته په نړۍ کې په ډېرو هېوادونو کې ډېر وګړي د خپلو ژبو له هر ډول حقوقو څخه بې برخې وو. او په دې لاره کې یې ډېرې قربانۍ ورکړې وي، اما په ۱۹۹۹ د ملګرو ملتو له لوري په یو کانفرانس کې د مورنۍ ژبې ورځ د فروري (۲۱) ونومول شوه او له (۲۰۰۰م) کاله راوروسته هر کال د فروري (۲۱مه) د مورنیو ژبو په نوم لمانځل کیږي. د نړۍ په ګوټ ګوټ کې غونډې جوړیږي او د مورنیو ژبو پر اهمیت باندې پوهان خبرې کوي!
څه ښه وايي هر چا ته خپل وطن کشمير دی، نو همدارنګه هر چا ته خپله ژبه ګرانه او محبوبه ده، هر څوک خپله ژبه خوښوي او مینه ورسره لري، په ځانګړي ډول زده کوونکي، طالب العلمان، او زده کړیالان دا خوښوي چې پخپله ژبه باندې د دین او دنیا علمونه زده کړي. په پردۍ ژبه باندې زده کړې او تحصیل ډېر ستونزمن وي؛ ځکه لومړی به پردۍ ژبه زده کوي او بیا به په درس ځان پوهوي، هغه به زده کوي او ښه ضبطوي. او که درس پخپله ژبه وي، نو په اسانۍ سره پرې پوهیږي.
که څوک د دې لپاره مبارزه کوي، چې د هرې ژبې ویونکی په خپله مورنۍ ژبه لوست او لیک زده کړي، نو دا شخص متعصب او نېشنلسټ نه دی، بلکې د رواء او جائز کار لپاره مبارزه کوي؛ ځکه الله جل جلاله خپل نازولي رسولان د هغوی قومونو ته د هغوی په ژبو وراستولي، الله جل جلاله وايي: [او مونږ کله هم چې کوم رسول استولی، د خپل قوم په ژبه مو لېږلی، تر څو هغه د دوی په مخکې حق په څرګنده توګه واضح کړي، بیا چې الله جل جلاله چا ته وغواړي، بې لارې کوي یې او چا ته یې چې خوښه شي، هدایت ورته کوي او دَیْ هغه ذات دی چې اقتدار يې هم کامل دی، حکمت یې هم بشپړ دی.] د ابراهیم سورت (۴) آیت.
دیني او عصري زده کړې په خپله ژبه لازمې دي. ولې متأسفانه زمونږ زیاتره دیني او عصري درسونه پر پردیو ژبو تد ریسږي، بیا لومړنۍ زده کړې خو پخپله ژبه شاګردانو ته وشي. دیني علم هم په سر کې پخپله ژبه په کار دی. منځنۍ او لوړې زده کړې په عربي په کار دي. همداشان د عصري علومو لومړنۍ زده کړې باید په مورنیو ژبو وي او ثانوي او عالي تحصیلات په نورو ژبو که ولوستل شي، نو څه باک نه لري.
الله جل جلاله په افغانانو رحم وکړ، امریکا او د هغه اشرباڼي یې د دوی په لاس مات کړل، اوس په هېواد کې اسلامي نظام حاکم دی، واک د علماؤ په لاس کې دی، بیرغ هم خپل دی او پوځ مو هم د خپل هېواد له مجاهدو بچیانو څخه جوړ دی، نو د علمي مراکزو نصاب هم د علماؤ او پوهانو د تجربو په اساس د ملت د غوښتنو مطابق جوړیږي. د بیرغ او پوځ یادونه مې ځکه وکړه، د ژبو پوهان وايي؛ هغه ژبه نه مړه کیږي او نه ورکیږي چې بیرغ او پوځ ولري. نو اوس به زمونږ د هېواد ټولې ژبې ژوندۍ پاتې کیږي.
د افغانستان اسلامي امارت باید د ګران هېواد د ټولو ژبو لپاره کار وکړي او پایښت او پرمختګ لپاره یې کوټلي ګامونه واخلي، د هرې ژبې له شاعر، ادیب، لیکوال، نقاد، کره کتونکي او ژباړونکي سره هر اړخیزه مرسته وکړي؛ څو د هېواد ټولې مورنۍ ژبې بډایه او غني شي.
د هېواد په هره مورنۍ ژبه چې کتاب لیکل یا له بلې بهرنۍ ژبې راژباړل کیږي، باید د اسلامي امارت اړوند اداري د هغو (کتابونو) په چاپ او نشر کې مرسته ورسره وکړي، څو علمي تندې ماتې شي او په هېواد کې مو علمي یون چټک شي. څنګه چې د فروري (۲۱مه) د مورنیو ژبو د لمانځلو ورځ ده، نو د افغانستان اسلامي امارت اړوند چارواکو او ادارو ته وریادوو، چې د هېواد د مورنیو ژبو د لیکدودونو او قاموسونو لپاره کمېسیونونه تأسیس کړي؛ څو د ژبو لیکدودونه یې معیاري شي. او د قاموسونو په توسط د هرې ژبې د لغاتو اشکالات او ستونزې پای ته ورسیږي. او د هرې ژبې د ویونکو لپاره ځانګړی نصاب جوړ شي، ځکه هر ماشوم (زده کوونکی) حق لري چې پخپله مورنۍ ژبه تعلیم او تحصیل وکړي.
د ودان او سمسور هېواد په یه هیله

Related Articles

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *