ټولنه اوکلتور

د مولوي عبدالغفار بریالي د شاعرۍ سبک

سبک د هغو ځانګړنو او متفاوتو ټولګه ده چې د یو شاعر او لیکوال توپیر له نورو سره پرې کېږي. په سبک کې ‌ډېر څه راتللی شي. سبکونه هغه لارې ګودرې دي چې لارویان او عقیدتمندان د یو شاعر او ادیب کور پرې په اسانه موندلی شي. د سبک لغوي مانا لاره، طریقه او مسیر دی. ټول انسانان د ژوند، کړو وړو، خبرو، چلن د او هر ډول تعامل بېل بېل انداز او طرز لري. په انګریزي کې سبک ته style)) وایي، چې له سبک څخه پراخه مانا لري او ډېرې خواوې په ځان کې رانغاړي.
د شاعر په سبک کې بېلابېل عناصر ځای لري چې له ځینو یې یادونه کوو: یو؛ تخیل: تخیل هغه لومړنی عنصر دی چې موږ پرې د یو شاعر د شعري قریحې په اړه پرېکړه کولای شو او ډاډه ترلاسه کوو چې نوموړی شاعر د خیال کولو کچه څومره ده. تخیل د شعر او هر هنر بنسټيز عنصر دی چې له دې عنصر پرته هنر، هنر نه پاتې کیږي.
دوهم؛ مفکوره: دا هغه بارز او متمایز عنصر دی چې د ډېرو شاعرانو د سبک بنسټ پرې اېښودل شوی دی. د قلم خاوندان خپله ایډ‌یالوژي او فکري سیر لري. موږ پر هغه مفکوره بحث کوو چې د شاعر په شعر کې وځلېږي او راښکاره شي. یعنې شاعر د کوم طرز فکر څښتن دی او ایډیال نظام یې کوم دی؟درې؛ عاطفه: عاطفه هغه تخم دی چې د شعر ونه ترې تېغ وهي او زرغونیږي. عاطفه د چاپېریال پر وړاندې د انسان ټولو ذهني برخوردونو ته وایي. مثلا: مینه، غوسه، کرکه، ظلم، اندېښنه، ځور او نور… عاطفه هم د شاعر د سبک په رڼولو کې ونډه درلودلای شي. عاطفه لکه جوهر د شاعر کلام ځلولی شي. عاطفي شاعر مخاطبین له ځانونو سره ساتي.
ارواښاد عبدالغفار بریالي د خپلې جلا لارې څښتن شاعر دی. چې په شعر کې د کلاسیک شعر ټولې ځانګړنې راټولي دي. د کلام متانت، د ژبې ثقه‌والی او د نورو ژبو د ویونو استعمال په کې واضح لیدل کیږي. تاسو یې دا شعر ولولئ، د کلاسیکې شاعرۍ مینه مو درماتوي.
چیغې مه وهه زاهده د بیا بیا
چېرته زه چېرته توبه چېرته تقوا
د بَل اور مخ په خاشو کله راګرځي
چېرته رند، چېرته شوخي، چېرته حیا
د ریا ژړا له موږ څخه مه غواړه
چېرته می، چېرته مستي، چېرته ژړا
د پرهېز پښې مې ساقي کړې غبرګې ماتې
چېرته شل، چېرته مزل، چېرته صحرا
په خلوت کې مې زهره چـوي ګرم نه یم
چېرته دښت، چېرته چېرته ماهی، چېرته بقا
خوشي، خوشي راته مه وایه طبیبه
چېرته مړ، چېرته لحد، چېرته دوا
ملامت یم چې له شیخ رندي غــــواړم
چېرته خس، چېرته جماد، چېرته وینا
هر سر وړ، ددې درد نه دی بریالــــیه
چېرته تاج، چېرته شاهي، چېرته ګدا
د بریالي د شعر نازکۍ او د هنر اوج ته که وګورو نو هغه ته په پښتو کې د هندي سبک معاصر استازی شاعر ویلی شو، چې دا ویاړ یې لا وړاندې ترلاسه کړی دی .
تور لباس چې دې زېبا سپین بشر واخیست
هــسي ښــکاري لکه تندر چې لمر واخیست
دا ســرې سترګې د آبرو پــه قالب زېب کړي
یا سپوږمۍ په غېږ د ستوري ثـمر واخیست
یــــا کعبه د تـــور اطلس پـــه پوښ کې پټه
یا پــــر مـــخ دې تــــورو زلفو ګذر واخیست
بــــوراګان بــــه پرواز کاندي د ګل څنګ تـــه
د کاکل بـــورا مــې غونډ د زړه سر واخیست
کبرجن ګــــیسو دي مـــــات مخ پـــــه زلفانو
کــــه فـــرعون و دوږخ تـــــه بستر واخیست
کـــج آبرو تر کاکل لاندې خدای دې خیر کړي
کــــه جلاد پــــه لاس د قتل خنجر واخیست
پــــه کنار د خــــولې ســرې شـونډې مناسبې
د یاقوتو قـــــدر حــــــوض کـــوثر واخیست
د حمید لــــحد بــــه بیــــا پــــه رقص راشي
بریالي پــــه جېب کــــې نوی دفتر واخیست
ارواښاد د خپل ژور شعر او لوړ تخیل په وجه خپل ځای ساتلی دی. خو بدبختانه هومره کار ورته و نه شو چې په کار ده. د دې معاصر خو په کلاسیک خم کې رنګ شاعر د فکر او تخیل مرغلرې راسپړل په کار دي.
چې د وفا د پله یې قدر پر سینه ځړېږي
شهیده اوښکه تر بڼو په یوه پښه ځړېږي
د ځوان افق له غاړې وباسي مړوند د تیارې
د سره شفق پرلمن څه نادوده شپه ځړېږي
دکائیناتو سیند ته ګډ شي د اسمان پر ګودر
مغروره لمر پورې د ژوند بېړۍ چپه ځړېږي
د بیابانو مرده ګان ویښ کاندي په دم د هوا
چې غاټولونه د کمر پر ملا کږه ځړېږي
د تورتمو له نسه وباسي سپېدې د سهار
د اسمان څکې غره له غوږي چې ډېوه ځړېږي
د شمالو ګوتي یې خلاصي کړي تڼۍ د ګرېوان
تاندي غوټۍ چې د ګلاب پر تنابچه ځړېږي
د صبحدم عطار ورواچوي شبنم په غاړه
خو ترلبانو د نرګس نرمه خوله ځړېږي
د بریالي وخیال ته واغوندي تور رنګه جامې
چې ستړي هیلې یې د قتل په تخته ځړېږي

خالد روښان

Related Articles

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *