افغانستان

د میدان وردګو د احصائيې ریاست څه باندې ٧ میلیونه افغانۍ عواید راټول کړي

د میدان وردګو د احصائيې او معلوماتو ریاست مسوولین وايي، چې د روان کال په ٩ میاشتو کې یې ٧ میلیونه، ۳۵۹

د میدان وردګو د احصائيې او معلوماتو ریاست مسوولین وايي، چې د روان کال په ٩ میاشتو کې یې ٧ میلیونه، ۳۵۹ زره او ٢٠٠ افغانۍ عواید راټول کړي دي.
د دغه ولايت د احصائيې او معلوماتو رئیس مولوي انارګل محمدي وویل، چې په ٩ میاشتو کې یې د برېښنايي او کاغذي پېژندپاڼو د وېش له درکه ٧ میلیونه ۳۵۹ زره او ٢٠٠ افغانۍ عواید راټول کړي دي.
د یادونې وړ ده، چې د اسلامي امارت په بریا سره د عوایدو په راټولولو کې شفافیت رامنځته شوی، چې ورسره د ادارو په عوایدو کې د پام وړ زیاتوالی راغلی دی.

Related Articles

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *