عجیب معلومات

د میږي جرم !

فرید احمد (مبارز)

ابن قیم (رحمة الله علیه) فرمايي: د يوې وني سيوري ته ناست وم، يو میږی مي ولیدی چي دلته نژدې روان وو او غوښتل یې چي پروت د ملخ وزر د ځان سره يوسي. كله چي د وزر په وړلو ونه توانیدی نو تیز ولاړی غار ته ننوت له هغې خوا یې د میږیانو لښکر را وویست کله چي دوی وزر ته نيژدې سول، نو ما وزر ځیني را پورته کړ، دوی ډیر وګرځیدل خو شی يې ونه موند. تر ستړيا وروسته غار ته ننوتل خو يو مېږی لا گرځېدی. فکر کوم هماغه لومړنی مېږی به وو ما هم وزر ورته کښېښود ده چي وزر ولیدو، بیا تېز ولاړ خو دا ځل يې هلته ځنډ وکړ.
فکر کوم هغوی ته یې قناعت ورکاوه ځکه اول ځل يې خبره رښتيا نه سوه، مګر دا وار د اول په څیر میږیان نه وه، بلکي لږ را ووتل، ما هم د ملخ وزر بیا پورته کړ، دوی ډیر وگرځیدل ستړي سول او ولاړل، خو یو میږی بیا هم ګرځیدی فکر کوم هماغه میږی وو، چي دوی يې دوه ځله راوغوښتل.
ما بيا وزر مخي ته ورته کښېښود کله چي يې وزر وموندى، بيا په بیړه ولاړی، خو داځل بیخي ډیر وځنډیدی، فکر کوم هغوی بیخي قناعت نه ورسره کاوه، ځکه دا دوهم ځل وو چي خبره يې درواغ سوه دا وار اووه (۷) میږیان ورسره راووتل ما هم د تیر په څیر وزر ځیني را واخیست هغوی ډیر وگرځیدل.
پوه سوم چي دوی هماغه میږي ته ډیر په قهر سول پر راټول سول او میږی يې ټوټه ټوټه کړ، سر او پښې يې ځیني جلا کړل.
ما د دوی مخته وزر کښېښود دوی چي وزر وموند بیرته پر خپل ملګري را غونډ سول معلومیده چي ډیر غمجن وه، او په خپله کړنه سخت خواشيني وه، مګر وخت يې د لاسه وتلی وو. ابن قيم (رحمة الله علیه) وايي: زه سخت خپه سوم چي دا مي څه وکړل؟! د پرېشانۍ څخه تنګ سوم او د خپل استاد ابن تیمیه (رحمة الله علیه) څخه مې وپوښتل چي ما خو داسي وکړل، هغه راته وویل: تا ته به الله ﷻ بخښنه وکړي، مګر ګوره چي بل وخت داسي ونه کړې او کومه کیسه چي دي وکړه، نو سبحان الله پاکي ده هغه ذات لره چي میږیانو ته یې هم د درواغو قباحت ښودلی دی او د درواغجن په سزا يې پوه کړي دي. یا الله! موږ ته د رښتيا ويلو توفیق راکړې.

Related Articles

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *