لیکنې

د  مېرمنو  زده‌کړې، نا مناسب چاپيريال او د سالم چاپيريال لپاره زموږ دنده !  ابو حبیب مجاهد

له تيرو څو ورځو راهیسې د رسينو په سرټکو کې دې خبرې ډېر زور اخيستی چې اسلامي امارت د ميرمنو د زده‌کړې خلاف دی او د هغو پر زده‌کړو يې بنديز ولګاو.

له تيرو څو ورځو راهیسې د رسينو په سرټکو کې دې خبرې ډېر زور اخيستی چې اسلامي امارت د ميرمنو د زده‌کړې خلاف دی او د هغو پر زده‌کړو يې بنديز ولګاو.

بهرنۍ او ډېرې کورنۍ رسنۍ همدا یوه خبره کوي چې اسلامي امارت نجونې له زده‌کړو محرومې کړي، دا به ښه وي چې يوه میرمن نارينه ډاکټر معاينه کړي او که به دا ښه وي چې يوه ميرمن، ميرمنه ډاکټره معاينه کړي ؟ دايې وکړل، هغه يې وکړل.

مخکې له دې چې دا پوښتنه جواب شي؛ بهتره ده چې اوسني ښوونیز چاپيريال ته هم لږ سر وښکاره کړو چې ایا په اوسني وخت کې د ميرمنو د زده‌کړو زمينه برابره ده او کنه؟

لوستونکي به ټول دا را سره مني چې په څلويښت کلنو انقلابونو کې د بهرنيو اشغالګرو لخوا په افغانانو ډېر انقلابونه راغلي، نه يواځې دا چې ګران هيواد يې په فزیکي توګه تر اشغال لاندې و، بلکې له فکري او کلتوري مخې يې هم اشغال کړی و او فکري اشغال له فزيکي اشغاله څو چنده زيات خطرناک هم دی.

له دې اشغالونو د خلاصون په موخه افغانانو په زرګونو شهیدان، معیوبين او معلولين ورکړل، ډېرو تنکيو ځوانانو خپلې ځوانۍ نذرانه کړې دي او اوس چې د خداي پاک په لوی فضل او د ملت پر ملاتړ مو له ګران هيواد د اشغال ټغر ورټول کړ او له خپل هیواده مو هغوی وشړل؛ د يوې اسلامي ټولنې رامنځته کول د هر افغان دنده او وظيفه ده.

د اسلامي ټولنې جوړښت بېلابېل ضروري اړخونه لري، په دې ټولو کې مهم اړخ د سالم ښوونیز چاپيریال برابرول دي، تر څو وکولای شو زموږ کمکي ماشومان او نجونې په ارامه او ډاډمنه فضاء کې خپلې زده‌کړې پر مخ بوځي.

د لوړو زده‌کړو وزارت د لنډ وخت لپاره د نجونو په مخ د پوهنتونو دروازې تړلې دي او دا د سالم او ډاډمن چاپيريال برابرولو لپاره يو اقدام دی چې بايد ټول هيواد وال ترې ملاتړ وکړي.

بله لا دا چې دا يوه ديني او ايماني وجيبه ده چې بايد زموږ د خويندو حيا او پرده وساتل شي.

متاسفانه چې دلته زموږ ډېر هيواد وال د غربي افکارو ښکار شوي دي او دېته يې زور ورکړی چې اسلامي امارت د میرمنو زده‌کړې بندې کړې، نادره خو دا ده چې زموږ اسلامپالو هيواد والو هم د دوي غږ ورسره بدرګه کړی.

هر چا دا يوه خبره اورېدلې ده چې علم فرض دی او موږ هم منو چې علم فرض دی، خو که علم فرض دی، نو حياء خو هم فرض عين ده؛ حتی د ايمان يوه برخه ده.

که علم فرض دي دا حجاب خوهم فرض عين دی.

که علم فرض دی له نامحرمو د ځان ساتل خو هم فرض عين دی.

که علم فرض دی د مسلمانو خويندو د عزت ساتل خو هم فرض عين دی.

که علم فرض دی د اسلامي ټولنې جوړول خو هم فرض عين دی .

ډېره د حيرانتيا خبره دا ده چې علم فرض بولم؛ خو د حياء فرضيت نه منم.

علم ځکه کوم چې فرض دی؛ خو حجاب فرضيت راته شين کفر ښکاري او که چا دا فرضيت په ځان عملي کړی وي، هغه تروريست بولم.

علم ځکه کوم چې فرض دی، خو د اسلامي ټولنې له فرضيته کرکه کوم.

پوهنتون ته پتلون اچوم، مخ نه پټوم او که د ورځې شلو ځوانانو محصلې ته  او دېرش محصلې نجونې یو محصل ته اشارې کوي؛ نو دا هېڅ عيب نه بولم؟

علم ځکه کوم چې فرض دی؛ خو د امت مسلمه د خويندو د عزت فرضيت په ورځ کې شل ځله تر پښو لاندې کوم.

نن په داسې يوه جامعه کې زموږ تعليم يافته ځوانان د ښځينه تعليم د ترويج غوښتنې کوي، چې تر اوسه د تعليم او د علم په معنی او مفهوم نه پوهيږي؛ تر اوسه د علم د فرضيت او د هغه د شرائطو په هکله ندي خبر.

ما ته خو ډېره جالبه داده، چې زموږ ځينې بې مغزه، دکتوران، ماسټران، استادان، محصلين … عصري او دنیوي زده کړو ته د فرضيت مقام ورکوي؛ مګر اصل فرضي علم ورته  عيب او د ترهګرۍ لاره ښکاري.

يوې خور ليکلي: ماته مې مور او پلار وايي؛ چې مدرسې ته مه ځه، بې لارې به شې؛ خو چې د کورس، مکتب او پوهنتون خبره شي، وايي علم فرض دی، پيسې هم بې شماره راکوي.

فکر وکړئ ! ته او خدای ! چې د تېر رژیم پر مهال په ټولنه او هغه هم په پوهنیزو مراکزو او دفاتېرو کې د يوې ښځينه محصلې/کارمندې پر ژوند او عزت څه لوبې و نه شوې؟

آيا له ښځينه محصلينو څخه د نمرو په بدل کې  د نفسي غريزې پوره کولو غوښتنې ونه شوې؟

آيا دولتي او شخصي سکتورونو کې په بار بار د جنسي ځورونې پيښې رامنځته نه شوې؟

آيا کوم بست ته د ښځينه په ټاکلو کې له نوماندې د جنسي ځورونې قضيې په بار بار زموږ تر غوږو را ونه رسېدې؟

نورې ټولې خبرې هم له ځان سره پر ژبه تکرار کړئ، خو اوس يواځې په دې يوه خبره سوچ وکړئ چې پارلمان ته له نوماندو مېرمنو د جنسي اړیکو غوښتنې ونه شوې ! نور لا هم دلائلو ته ځای شته؟؟؟

که دلائلو ته ځای وي، نو آيا د هغو پېغلو کومې چې تخصص کوي؛ له حاله خبر ياست؟ چې په دغه دوره کې به پرې څه تېرېدل؟ که څوک ترې خبر نه وي؛ د يوه دولتي روغتون په بستر کې يو څو شپې سبا کړئ ! او يا هم يې په اړه له خپلو هغو ملګرو وپوښتئ چې هلته يې شپې سبا کړې، درک به کړئ چې څه تېر شوي او ټولنه تر کومو ژورو ګډوډه شوې؟.

اوس دې خبرې ته راځم چې وايي: زما خور، مور او يا هم مېرمن مې نارينه معاينه کړي او که ښځينه؟

نو زه دومره ورته وايم چې يو سړی دومره بې ناموسه شي چې په يو فاسد وخت کې يې يوه پېغله چې د ځوانۍ پسرلی يې هم تازه په ګلانو راغلی وي؛ په داسې فيشني جامو کې يې هر سهار د نوي ناوکۍ په څير فيشن هم کړی وي چې ځوانان خو پرېږده بوډاګانو هم سترګې پکې خښې کړې وي او د جامو جوړښت يې هم دومره نازک وي چې په سل مترۍ کې يې هر اندام له ورايه پکې بغارې وهي، شل کاله له نامحرمو سره په موټر کې ځي راځي، مکتب، صنف، کورس او پوهنتون کې ورسره يواځې او له محرم پرته درس وايي او اوسيږي دا ټول هر څه د خپلې لور، خور او میرمنې لپاره زغمي، نو آيا دا سړی به ونشي زغملای چې يوه مريضه خور او يا هم ښځه په داسې حال کې چې دوه-درې پايوازان هم ورسره وي يو نارینه داکټر معاينه کړي، سره له دې چې په ناروغ کس باندې ترحم او زړه سواندې هم زياته وي.

نو د لوړو زده کړو وزير د همدې نا خوالو د مخنیوي په موخه د انجونو زدکړې په موقت ډول، د یو سالم چاپیريال تر رامنځته کېدو پورې بندې کړې دي.

علم په نر او ښځه فرض دی؛ خو چې شل نور فرض عين پرې ماتيږي؛ دا علم نه، بلکې فسق او فساد دی، څوک چې د مېرمنو د زده‌کړو غوښتونکی وي، نو لومړی دې ورته  اسلامي او له فساده پاکه ټولنه او چاپېریال رامنځته کړي، بيا دې خپلې خويندې د  زده‌کړو ډګر ته وباسي.

یادونه: موخه دا نه ده چې انجوني دې زده‌کړې نکوي، بلکې موخه یواځي موجوده ستونزو او حل ته يې اشاره ده، هغه ستونزي چې پۀ یوه مسلمانه افغاني ټولنه کې یې یوه افغانه مسلمانه پېغله ګالي.

الحمدلله ! افغاني ټولنه يوه اسلامي ټولنه ده او دا به ټول راسره ومني چې زموږ دا ټولنه د وخت د جابرو او ستمګرو اشغالګرو قوتونو له خوا په بېلابېلو دورو کې له سختو کړاوونو سره مخ شوه او له امله يې نن زموږ وګړو او په دې اسلامي ټولنه کې چې کومې نېمګړتیاوې راغلې دي؛ بايد ټول يې په ګډه له منځه يوسو.

Related Articles

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *