افغانستان

د ناروې د پناه غوښتنې شورا:د اروپايي ټولنې سفیران دې بېرته افغانستان ته ستانه شي

د ناروې د پناه غوښتنې شورا مشر د اروپايي ټولنې له سفیرانو غواړي چې بېرته افغانستان ته ستانه او له اسلامي امارت سره تعامل وکړي. ین اګلنډ له طلوع نیوز سره په مرکه کې ویلي، په ډېپلوماسۍ کې ریژیمونه او حکومتونه په رسمیت نه پېژندل کېږي؛ بلکې هېوادونه په رسمیت پېژندل کېږي او دغه شورا افغانستان په رسمیت پېژني. نوموړی دغه راز وایي، اوسني وضعیت ته په پام سره، افغانستان یوې سیاسي هوکړې ته اړتیا لري او له همدې امله اړتیا ده، څو یو ټولګډونه حکومت جوړ شي. د ده په باور، په کندهار کې د اسلامي امارت له ځینو چارواکو سره په کتنو کې یې درک کړې ده چې په نږدې راتلونکې کې به د ا.ا له لوري د یوې نوې کړنلارې په صادرېدو سره، په افغانستان کې د ښځو پر زده‌کړو او کار لګول شوي بندیزونه لري، کړي. اګلند په افغانستان کې بشري مرستو ته په اشارې سره وایي، یو شمېر مرستندویو بنسټونو د نجونو پرزده کړو او د ښځو پر کار د بندیز له امله خپلې مرستې سیاسي کړې دي.

Related Articles

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *