افغانستان

د ناروې سفیر:د افغانستان اوسني چارواکي او حاکمیت یو واقعیت دی او نړیوال یې باید ومني

شریعت: د بهرنیو چارو وزارت سرپرست مولوي امیرخان متقي د افغانستان لپاره د ناروې له سرپرست سفير پال

شریعت: د بهرنیو چارو وزارت سرپرست مولوي امیرخان متقي د افغانستان لپاره د ناروې له سرپرست سفير پال کلومان بکر سره وکتل.
دواړو لوريو په دغه کتنه کې د بشري مرستو، امنیت، پراختيايي همکاریو او يو لړ سياسي موضوعاتو په هکله خبرې وکړې.
د افغانستان لپاره د ناروې سرپرست سفير په دغه کتنه کې د بهرنیو چارو وزارت مخې ته د شوې چاودنې له کبله خواشیني څرګنده کړه.
نوموړي زیاته کړه، چې هېواد یې د تل په څیر اوس هم له افغانستان سره اوږدمهاله اړيکو ته چمتو دی او هڅه کوي، چې د افغانانو لاسنیوی وکړي.
سرچينې همدارنګه وویل، هېواد یې هوډ لري چې له افغانستان سره د سیاسي تعامل په پار له نړیوالو شریکانو سره ګډ کار وکړي؛ هغه څرګنده کړه، چې د افغانستان اوسني چارواکي او حاکمیت یې یو واقعیت دی او باید نړیوال ورسره واقع بینانه چلند وکړي.
د بهرنیو چارو وزارت سرپرست په دغه کتنه کې وویل چې د نوي افغان حکومت مثبت اقدامات باید وستایل شي او مثبت ځواب ورکړل شي.
متقي زياته کړه؛ (موږ له لسیزو وروسته سرتاسري امنیت تامین کړی، له داعش او مخدره موادو سره مو مؤثره مبارز کړې او لا هم ژمن یو چې په هېواد کې هر اړخیز ثبات حاکم او له افغان خاورې هیڅ کوم لوري ته ګواښ متوجه نکړل شي).
د بهرنیو چارو وزارت سرپرست همدارنګه وويل، چې په افغانستان کې د فشار آپشنونه کارول ګټه نه لري او اوس باید یو له بل سره د همکاریو له لارې پر مخ ولاړ شو.
د يادونې وړ ده، چې دواړو لوریو په دغه کتنه کې د نیمه پاتې پروژو، ښوونې او روزنې او یو لړ نورو مواردو په تړاو هم خبرې وکړې.

Related Articles

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *