دینې لیکنېلیکنې

د نبوي دور فدایان دوهمه برخه 

د اسلام بلې شوې ډېوې لا د مکې کوڅې پوره نه وې رڼا کړې، خال خال به د کوم کور له منځه د قرآن کریم مترنم تلاوت واورېدل شو، د مسلمانانو په زړونو کې دا هیله وه، چې یو وار په خلاص کومي او رڼه میدان د قریشو سردارانو ته د قرآن کریم تلاوت ور واوروي، خپله زړورتیا ور وښيي او د قرآني عظمت او اغېز ننداره پرې وکړي.
په مسلمانانو کې د نوم خلک ډېر کم و، نور ټول یا مریان یا بې کسه ځوانان و، ځکه خو داسې نندارې ته ور وړاندې کېدل د مرګ په پوله درېدل و؛ خو له سره دې هم دې سر ښندنې ته یو ځوان ټټر وواهه!
دا ځوان نه زورور قومي ملاتړ لري، نه داسې غښتلې باډۍ چې د ابوجهل پر تازینو يي پروا نه شي، دی دومره ډنګر و، چې یوه ورځ په ونه کې خوت، ملګرو يي د ده پښو ته وکتل، سره يي وخندل، رسول الله صلی الله علیه وسلم پرې پوی شو، ويي فرمایل: تاسې يي نریو پونډیو ته خاندئ، والله د الله جل جلاله پر وړاندې د احد تر غره درنې دي!
هو!
دا فدايي، چې حتی د ابوجهل، ولید بن مغیره، امیه بن خلف او د قریشو د ټولو زورورو او سلامت پارلمان – دارالندوه – مخې ته يي، په رڼا ورځ، لومړی ځل او په لوړ غږ د الرحمن مبارک سورت تلاوت کړ، حضرت عبدالله ابن مسعود رضی الله عنه و!
دې غږ د هغوی پښې ولړزولې، پر خپلو غوږونو يي باور نه راته، د دې ډنګر شپونکي ځوان دې جرئت ته حیران و، د دوی بالفور غبرګون له خپل طبیعت سره برابر همدا و، چې سلامت پارلمان يي د لویوالې له دعوې سره سره د دې ځوان پر وهلو را ټول کړ، د بې هوښۍ تر بریده يي وواهه، دا مبارک بدن په وینو ولړل شو، خو قلباً يي هغه سکون او غرور احساساوه، چې که قریشو درک کړی وای، ښايي سینه يي ور څېرلې وای!
رضی الله عنه                               دادمحمد ناوک

Related Articles

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Check Also
Close