مقالی اوتبصرې

د نشه یي توکو پر وړاندې د اسلامي امارت مبارزه د ستاينې وړ ده!

شاه محمود درویش
نیشه یي توکې په حقیقت کې د یوخاموشه طوفان په څیر ټولنه له گواښ سره مخامخ کوی. دا هغه ناوړه پدیده ده چې په تدریج سره او بیا په ځانگړي توگه د ځوان نسل روغتیا او سلامتیا زیانمنوي او خوږ ژوند یې له اوږد مهاله رنځ ، ناهیلي او مرگوني گواښ سره مخامخوي ، حقیقت بیا دادی چې د افغانستان اسلامي امارت مشرتابه په ټولیزه توګه په هیواد کې د نیشه یې توکو کښت ، قاچاق ، پروسس او ترافیک بند کړی دی او ددغې منفورې پدیدې په وړاندې د اسلامی امارت امنیتي ځواکونه تل نه ستړې کیدونکې مبارزه کوي او په خپله مبارزه کې هم تل هوډمن دي ، د بیلګې په توګه په دې وروستیو کې د ډله ییزو خپرندویه سرچینو په حواله د کورنیو چارو وزارت د ویاند له قوله داسې ویل شوي دي: د اسلامی امارت له واکمنیدو وروسته په ټول هیواد کې د کوکنارو کښت منع شوی او هیچا ته یې د کښت اجازه نه ورکول کیږی. د نوموړي په وینا د کوکنارو له کرکیلې مخنیوی له نیشه یې توکو سره د مبارزې یوه برخه ده، د کورنیو چارو وزارت د مخدرو توکو د کښت، قاچاق او استعمال په برخه کې لکه څنګه، چې د یو کال په اوږدو کې په جدیت سره مبارزه کړي ده همدارنګه په راتلونکې کې هم ژمن دي، چې ددې شومې پدیدې مخنیوی په کلکه سره وکړي.
دغه راز د هیواد په مختلفو ولایتونو کې دنیشه یې توکو د کارخونو د کشف او له منځه وړلو او دعاملینو د نیولو په برخه کې هم په دې وروستیو کې داسې ویل شوي دي:
د هلمند ولایت سیمه ییزو امنیتي مسوولینو ویلي، چې ددغه ولایت د سنګین ولسوالی په ریګیان سیمه کې یې د نیشه یې توکو او الکولي مشروباتو د تولید یوه کارخونه کشف او له منځه وړې ده، په دغه کارخونه کې د ۷ کسانو په ګډون ۸۵۰ کیلو ګرامه اومان، ۸۰ کیلو ګرامه سود، ۵۰ کیلوګرامه آهاک او ۲۰ لیتره تیزاب هم نیول شوي دي.
دغه راز دغور ولایت امنیتي مسوولینو ویلي چې ددغه ولایت په مرکز فیروز کوه ښارکې یې د نیشه یې توکو د تولید یوه ستره کارخونه کشف او له منځه وړې ده او دقضیې په تړاو ۱۲ کسان هم نیول شوي دي.
همدا ډول د بامیان ولایت د نیشه یې توکو پروړاندې د مبارزې مسؤولینو ویلي چې ددغه ولایت په مرکز کې یې د نیشه یې توکو یوه کارخونه کشف او له منځه وړې ده او دقضیې په تړاو یې یو تن هم نیولی دی.
همداراز د کورنیو چارو وزارت په یوې خپرپاڼه کې ویل شوي چې د نیشه یې توکو په وړاندې د مبارزې پولیسو ۲۲ تنه د ننګرهار، هرات، بغلان، پکتیکا، سرپل، فاریاب او فراه ولایتونو کې دنیشه یې توکو د پلور او قاچاق په تور نیولي دي. له شک پرته چې د نیشه یې توکو پروړاندې د امنیتي ځواکونو مبارزه او لاسته راوړنې چې پورته په بیلګه ییز ډول ترینه یادونه وشوه د قدر وړ دي خدای (ج) دې لاهم دوئ ته توفیق ورکړي چې په ټوله کې د نیشه یې توکو قاچاقبران ، پلورونکې او کاروونکې د هیواد په هره سیمه او ښار کې شتون لري و نیسي او دقانون منګولو ته یې وسپاري ترڅو له امله یې د تولنې نظم او ثبات خوندي کړای شي.
د یادونې وړه ده چې داسلامي امارت مسوول ارګانونه باید د نیشه یې توکو دکښت د بندیدو ترڅنګ دهغې بدیل کښت ته هم ځانګړې پاملرنه وکړي او ترڅنګ یې په هیواد کې د کرنیز بهیر پراختیا هم یولومړیتوب دی ځکه چې په ټولیزه توگه دهیواد په سلو کې کابو اتیا سلنه خلک دکرنې ، مالداري او بڼوالۍ په چارو بوخت دي نوپه کارهم همداده چې ددغه بهیر ودې اوپراختیا ته باید ډیره پاملرنه وشي او د افغانستان اسلامی امارت د مسوولو ارګانونو له لوری باید دهیواد په مرکز او ولایتونوکې قدرمن بزگرانو ته دهراړخیزو آسانتیاوو په برابرولو سربیره په مناسبو وختونو کې داصلاح شویو تخمونو او کېمیاوی سرې مرستې هم وکړي ترهغه چې له امله یې دوئ له خپلی کرکېلی څخه پریمانه حاصلات ، غلې او دانې ترلاسه کړي چې له امله یې د دوئ د اړتیاوو د پوره کېدلو ترڅنگ په هیواد کې هم غلې دانې پریمانه شي ، بناً د اسلامي امارت د لومړیتوبونو پراساس اړینه ده چې په ټولیزه توگه د هیواد په گوټ گوټ کې پر کروندگرو په مناسبو وختونو کې اصلاح شوي تخمونه ، ډول ډول نیالگي، کیمیاوي سرې اولازم وسایل د اړوندو مسؤولو مراجعو له لورې وویشل شي، ځکه چې له قدرمنو بزگرانو سره هررازمرسته ددې سبب کیږي چې هغوئ په خپلو کروندوکې دحرام کښت یعنې د کوکنارو د کرکیلې پرځای حلال کښت ته مخه وکړي ، لازمه هم ده چې قدرمن بزگران باید په آگاهانه توگه دیته وهڅول شي چې په خپلو مځکو کې د نیشه یې توکو دکرکیلې پرځای حلال کښت ته مخه وکړي. البته دې ټکې ته مو باید پام وي مخدره توکې یوه ناوړه پدیده ده نو ددغې ناوړی پدیدی کرکیلی ، پروسس او قاچاق هیوادوالو ته سره له دې چې امنیتی ننگونی یې رامنځ ته کړی ددی ترڅـنگ زمونږ گڼ شیرهیوادوال هم پردغی کرغیړنی پدیدی روږدی شویدي چی د امنیتی ننگونو ترڅنگ دایوه بله ستونزه ده ځکه چی په مخدره توکو روږدی کسان سربیره پردی چی د سالم کار او روزگار پروړاندی خپل مقاومت او ځواکمنتیا له لاسه ورکوی ترڅنگ یی خپلی کورنی ته یو سرخوږی هم را منځته کوی او بالاخره پرمخدره توکو روږدی کسان په خپلی کورنی سربیره پرټولنه هم یو بار گڼل کیږي او په بیلا بیلو برخوکې د ټولنې عامه نظم گډوډ وی. نوپردې اساس ددغې منفورې پدیدې پروړاندې د اسلامي امارت د امنیتي ځواکونو ترڅنګ د افغان ولس رښتینه مبارزه هم ډیره اړینه ده .

Related Articles

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *