سرمقالې

د نظام بقا د هېواد له بسیاینې پرته ناممکنه ده !

افغان ملت او ټولې نړۍ ته معلومه ده چې د افغانستان خلکو د خپل دیني قیادت په مشرۍ او لارښوونه د تاریخ په اوږدو او په تېره څو وروستیو لسیزو کې داسې مبارزه او مجاهده کړې ده چې ښايي مثالونه یې په نړۍ کې لا ډېر کم وي. د لکونو سرښیندونکو غازیانو له بې سارو قربانیو ډک دا کاروان یوازې په دې ارمان مخ پر وړاندې روان دي چې هېوادیې خپلواک، بسیا او د همدې ولس له فکر او عقېدې سره سم شرعی نظام پکې قایم وي او د هماغه تر سیوري لاندې د ژوند کولو حق ولري. دغه ارمان او هدف که څه هم د دې خاورې دغوڅ اکثریت اوسېدونکو د زړه اوازدی خو له بده مرغه بیا هم طبیعی ده چې یو شمیر احمقان او پر مادیاتو غولیدلي کسان له بهرنیو یرغلګرو سره اوږه پر اوږه درېدلي، په ډېر ذلت یې د هغوی چوپړ او ملګرتیا او خپلو بې وزلو هېوادوالو سره یې تر بهرنیانو لا زیاته جفا او غداري کړې ده. تر دې چې که بهرني یرغلګر تنګ شوي او ځانونه یې زموږ د غازیانو له ګوزارونو ګوښه کړي، پرځای یې همدغو وطني احمقانو د اسلام او مسلمانانو د څرګندو دښمنانو پلانونه، دسیسې او پروګرامونه پرمخ بیولي او هېوادوالوته یې خورا سختې ستونزې پیدا کړې چې دا ډول هڅې لاهم روانې دي. همدا وجه ده چې دا مهال زموږ د موجوده دیني او سیاسي قیادت او حاکمې طبقې په مسؤلیت او مکلفیت کې څه کمی نه دی راغلی بلکې ترپخوا لازیات باید چې هوښیار، بیدار، ځیرک او د ایثار څښتن وي. که څه هم دا وخت نظامي فشار په هغه کچه نه دی خو ترڅنګ یې حتماً نورې ذمه وارۍ ور زیاتې شوې. مطلب دا چې اوس په کار ده د هغه ولس او خاورې خدمت او حفاظت وشي، پر کومه چې موږ له خپلې داعیې سره سم یو شرعی الهی نظام تطبیقول غواړو. زموږ د اوسني واکمن قیادت مکلفیت ځکه ډېر خطرناک دی چې داعیه ډېره لوړه او عالي ده! یعنی د خپلواکي او اسلامي نظام ساتنه. دا ډول شعار په حقیقت کې له ګردې نړۍ سره د مقابلې ناره ده او همدا وجه ده چې د ګردو مغرضینو جګړه ایز مشاعر راپاروي او دومره یې عصباني کوي چې پر ته له کوم دلیل او تأویله زموږ پرخاوره یرغل کولو ته ملاوټري. ځکه خو موږ سل سلنه اړیو چې هره شېبه لومړۍ درجه احضارات ولرو. موږ باید په هر صورت داومنو چې که له خپلو یادو شعارونو هیڅکله نه شو تېرېدلی، بیا نو لازمه ده هماغسې بیداري او له ګردې نړۍ سره د مقابلې او مخالفت عقل او ځیر کي هم ولرو. او ددې لپاره چې د خپلې خاورې او خلکو رښتینې دفاع وکړی شو، هماغسې ایثار هم ولرو، قرباني ته هم چمتو اوسو، لوږې او ستومانۍ هم وګالو او د هېواد اقتصادي او دفاعي بسیاینې لپاره اغېزمن او مناسب تدابیر هم ونیسو. ښکاره ده چې موږ انسانان او مسلمانان یو، که آخرت د مسلمان لپاره وروستی هدف دی نو دنیایې ضرورت ده. د انسان د طبیعت پر اساس موږ فضا کې نه شو اوسېدلی، بلکې د همدې خاورینې کرې یوه برخه به اشغالوو، دفاع به یې کوو او تر هغه وروسته موږ کولی شو په آزادۍ سره خپل خدای ولمانځو او د خپل پت او عزت ساتنه وکړو. لنډه دا چې د افغانستان په نامه د نړۍ پرمخ دغې جغرافیې ساتنه او پالنه زښته لوی او خطرناک مکلفیت دی چې دا وخت د افغانانو د موجوده سیاسي او دیني قیادت غاړې ته ور لوېدلی او ګرد نړیوال یې نندارې ته ناست او د دوی بریا او ناکامۍ ته یې سترګې نیولې دي. دا هم په حقیقت کې د افغان ولس او نورې نړۍ ترمنځ یوه ډېره نامي سیالي ده. البته په دغې سیالۍ کې د بریا لپاره که له یوې خوا د قیادت ذمه واري مهمه ده، همدارنګه پر ملت هم لازمه ده چې تر خپله وسه یې اطاعت او ملګرتیا وکړې، د منافقینو لاس ونیسي او د فساد او شرارت په مخنیوي کې ونډه واخلي. په دې توګه موږ کولی شو اسانۍ سره خپل هېواد ته پرمختګ ورکړو او له اقتصادي او دفاعی پلوه یې پر ځان بسیا کړو، نو ملاوتړئ او فرصتونه مه ضایع کوئ.

Related Articles

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *