سرمقالې

د نظام د چلښت لپاره پراخو بهرنيو اړيکو ته اړتيا ده!

له نېکه مرغه په دې وروستيو کې موږ له بهرنۍ نړۍ سره د اړيکو رغولو په برخه کې څو ښه پرمختګونه کړي او هيله ده چې دا لړۍ به نوره هم ښه چټکه پرمخ ولاړه شي د مثال په ډول د سمرقند په غونډه کې د افغان حکومت د استازي حضور او بيا کابل ته د اقتصادي تعامل پراخوله په هدف د قزاقيستان د يو لوړ رتبه هيئت راتګ او په ګڼو مواردو کې يې د شراکت او ملګرتيا څرګندونه او داسې نور. خو دلته لازمه ده چې موږ داومنو چې دا هم يوازې زموږ کمال نه دی،بلکې دا مهال په ټول ختيځ او سيمه کې همدغسې يو حالت راغلی. البته دا حقيقت هم د پام وړ دی،چې افغانستان کې امن او ثبات طبعاً د سيمې لپاره يو هڅوونکی عامل دی،چې همدا بيا خپله د افغانانو کمال دی. دا چې اوس موږ لګيا وو هغه مروره نړۍ را پخلا کوو چې نور خو څه ان يوه بده خبره مو هم نه ده ورته کړې، زموږ لپاره يو اضافي سر خوږی جوړ شوی،ځکه له برېتانيې، شوروي اتحاد او ناټو پورې ګردو په وچه ناروا پر موږ يرغلونه کړي او ښايي دا توقع يې وه چې افغانان ګلونه پرې وپاشي،خو داسې نه دي شوي او خامخا به دلته خوږ شوي او ستړي شوي وي. همدا زموږ ګناه ده چې لاتر اوسه يې نه ده رابښلې. په هر صورت موږ هم مجبور يو او په يوه داسې زمانه کې چې ټوله نړۍ فقط د يو ستر کلي بڼه لري، هېڅکله جلا او ګوښه ژوند نه شو تېرولی، بناءً پر دې په هر ممکن شکل به لږ تر لږه خپل ګاونډي او د سيمې هېوادونه تشويقوو،څو يوازې زموږ ګټې نه، بلکې د خپلو خپلو ګټو لپاره له مقاطعې تېر او …

شريک تعامل ته را وړاندې شي. په همدې ترڅ کې زموږ د بهرنۍ پاليسي جوړونکي بايد دې ته هم متوجه وي چې پرته له شکه ټول نړيوال يوازې پر هغو نظامونو ډېر باور کولی شي چې ښه پوخ ولسي بېخ بنياد لري، د کودتا ګانو، ژر ژر بدلونونو او اقتصادي تګلارو تغيير کېدو احتمال يې کم وي ځکه هر هېواد د پانګونې لپاره ښه ډاډمن چاپېريال ګوري او د هماغه ډاډ په کچه کار او پانګونه پکې کوي،خو د حکومتونو دغه ډول پېژند ګلوي بيا هغو رسومو پورې نړۍ کوم چې نن سبا په نړۍ کې رايج دي لکه انتخابات، پياوړي سياسي ګونډونه، په کور دننه منل شوی اساسي قانون، نړيوال معاهدو ته يې ژمنتيا او داسې نور. په دې اساس موږ ته په کار ده چې خپل وضعيت هم پام کې ونيسو ځکه نړيوالو ته زموږ نظام خورا ډېر نا اشنا دی او لا هم نه دی توانېدلی چې په سمه توګه يې زموږ پرتګلارو سر خلاص شي، نو ښکاره ده چې هغوی به خامخا موږ سره په تعامل کې احتياط کوي او ترڅه حده به زړه نا زړه وي. مطالب دا چې له بهرنيانو سره د اړيکو رغولو په باب کېدی شي خپله موږ کې هم څه کارونه وي چې بايد تر سره يې کړو. لنډه دا چې د نظام د بقا، چلښت او پرمختګ لپاره هم له ګردې نړۍ سره پراخو اقتصادي او سياسي اړيکو ته شديده اړتيا ده او هم په کور د ننه له خپل ولس سره داسې ژوند اړيکو ته چې سبا د همدې خپلو خلکو پرمټ هم له بهرنيو يرغلونو سره په ښه ډول مقابله وکړای شو او هم د کورنيو فتنو او مغرضو کړيو بشپړ مخنيوی او همدا واقعيتونه بهرنيو اړيکو جوړولو کې هم اساسي رول لري.

Related Articles

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *