افغانستان

د ننګرهار د احصائيې او معلوماتو ریاست څه باندې ٤٠ میلیونه افغانۍ عواید راټول کړي

د ننګرهار د احصائيې او معلوماتو  ریاست مسوولين وایي، چې دغه ریاست تېر کال په څه باندې ٤٠ میلیونه

د ننګرهار د احصائيې او معلوماتو  ریاست مسوولين وایي، چې دغه ریاست تېر کال په څه باندې ٤٠ میلیونه افغانۍ عواید راټول کړي دي.

د ننګرهار د احصائيې او معلوماتو  رئیس مولوي نظرمحمد حامد له باختر آژانس سره په خبرو کې وویل، چې د روان کال په ٩ میاشتو کې یې ٤٨ زره ٩٤٧ کاغذي پېژندپاڼې او په تېر یو کال کې ٧٣ زره ٥٤٨ برېښنایي پېژندپاڼې وېشلي دي، چې له درکه یې ۴۰ میلیونه ٥٣٣ زره او ۴۰۰ افغانی عواید راټول او په شفاف ډول د دولت خزانې ته سپارل شوي دي. د نوموړي په خبره، د عوایدو په راټولو کې یې د فساد مخنیوی کړی او عواید په پوره شفافیت سره خزانې ته سپارل کېږي.

Related Articles

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *