لیکنېمقالی اوتبصرې

د نوروز جشن د مجوسیانو اختر دی!

هر قوم د ځان لپاره د خوښۍ او خوشحالۍ ورځې لري، چې په هغه کې دوی خوښي او خوشحالي کوي. په ډېر شور و زوږ سره یې لمانځي، لکه مسیحیان د کرسمس اختر لري، ځینې نور قومونه د یلدا شپه نمانځي او مجوسیان د شمسي کال لومړۍ ورځ د نوروز جشن په نوم تجلیلوي، همدا د شمسي کال لومړۍ ورځ د مصر قبطي وګړیو هم لمانځله او دا د دوی د کال اوله ورځ وه.
د فارسیانو یو پاچا چې جمشید نومېده هغه په فارس کې دا جشن پیل کړ او دوی باور درلود چې په دې ورځ (د حمل په لومړۍ ورځ) زردشت له الله جل جلاله سره مناجات وکړ چې تر شپږو ورځو پورې وغځېده، نو دا د هغوی بې ځایه خرافاتي او باطله عقیده ده، ځکه زردشت نه نبي و او نه رسول و، بلکې مشرک و او د دوو خدایانو قایل و. هغه ویل: یو د رڼا خدای دی چې آهورامزدا یې بولي او بل د شر خدای دی چې اهریمن ورته وایي. د دوی دواړو ترمنځ مقابله ده او اخیر به د خیر خدای د شر پر خدای باندې بریالی کیږي.
هو! د اسلام مبارک دین د یو واحد الله جل جلاله دمنلو درس انسانانو او پيریانو ته ورکوي. الله عزوجل وایي:
(اې نبي! ووایه چې الله جل جلاله په هر اعتبار سره یو دی. الله جل جلاله هغه ذات دی چې ټول ده ته اړ دي، هغه چا ته محتاج نه دی. نه د هغه څوک اولاد شته او نه هغه د چا اولاد دی. او د هغه سیال هیڅوک نشته) د اخلاص سورت «۱ـ۴»
نو زردشت او جمشید دوی دود کړی جشن نمانځل په اتفاق سره حرام دی! ځکه رسول اکرم صلی الله علیه وسلم چې مدینې منورې ته هجرت وکړ، د مدینې هستوګنو دوې ورځې لوبې کولې.
«عن انس رضي الله عنه قال: قدم رسول الله صلی الله علیه وسلم؛ المدینة ولهم یومان یلعبون فیهما فقال: (ما هذان الیومان؟)۰ قالو: کنا نلعب فیهما فی الجاهلیة. فقال: رسول الله صلی الله علیه وسلم: ان الله قد ابدلکم بهما خیرا منهما یوم الاضحی و یوم الفطر» رواه ابو داود ۱۳۴، نسائي ۱۵۵۶ و احمد ۱۲۰۰۶.
ژباړه: حضرت انس رضي الله عنه وایي: کله چې رسول الله صلی الله علیه وسلم مدینې منورې ته راغی (را مهاجر شو) او هغو[دمدینې هستوګنو] دوې ورځې درلودې، په هغو کې یې لوبې کولې، نو رسول الله صلی الله علیه وسلم وویل: دا دوې ورځې د څه له پاره دي؟ هغوی وویل: مونږ به د جاهلیت په زمانه کې په دې دوو ورځو کې لوبې کولې. نو رسول الله صلی الله علیه وسلم ورته وویل: بېشکه الله جل جلاله د دې دوو ورځو په عوض کې له هغه څخه دوه غوره ورځې درکړې دي، چې یوه د لوی اختر ورځ ده او بله د وړوکي اختر.
هو! علماؤ کرامو د مدینې منورې د وګړیو له هغو دوو ورځو د نوروز او مهرجان جشنونه را وېستلي، چې دا دواړه د مجوسیانو اخترونه دي او مونږ د دې اخترونو له تجلیلولو څخه ایسار شوي یو.
خلاصه دا چې د کفارو په جشنونو کې ګډون کول حرام دي، باید مسلمانان په دې کې له شرکته ځان وساتي، ځکه له کفارو سره مشابهت دی. نو رسول الله صلی الله علیه وسلم وایي: «من تشبه بقوم فهو منهم» مسند احمد، ابوداود او بیهقي.
ژباړه: چا چې ځان له کوم قوم سره مشابه کړ، نو هغه کس له هغوی څخه ګڼل کیږي.
په پورته حدیث شریف کې د کفارو په جشنونو کې له ګډون څخه منع راغلې ده.
۱ــ رسول الله صلی الله علیه وسلم چې پوښتنه وکړه، نو دا ترې جوتیږي چې اسلام له پردیو جشنونو مستغني دی.
۲ــ په ابد لکم الله خیرا منهما… په دې سره د جاهلیت د اخترونو الغاء او له منځه وړل ثابتیږي.
۳ــ زمونږ دواړه اخترونه له عباداتو وروسته ترسره کیږی.
۴ــ زمونږ دواړه اخترونه د شکر اداء کولو لپاره دي.
تر ټولو غوره دا چې د رسول الله صلی الله علیه وسلم د پیدایښت په شپه الله ج د مجوسیانو د اتشکدې (اورتون) اور مړ (ګل) کړ، الله جل جلاله د دوی عقیده باطله ثابته کړه، بل دا چې په دې سره یې مشري او قیادت ترې واخیستل.
نو د نوروز لمانځل حرام دي.

ساجدالله عظمت

Related Articles

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Check Also
Close