لیکنېمقالی اوتبصرې

د نوروز لمانځنې د حرمت دلائل

1. د نوروز په لمانځلوکي د کفارو د نفسي غوښتنو متابعت دی، په داسي حال کي چي مسلمان د هغوی د نفسي غوښتنو د متابعت څخه صراحتا منع سوی دی.
الله جل جلاله فرمایي:
ژباړه: که چيري (بالفرض) ته د دوی (کفارو) د نفسي غوښتنو متابعت وکړې وروسته تر دې چي تاته علم درکړل سوی دی نو يقينا په دې وخت کي ته د ظالمانو څخه يې. [البقرة 145] ژباړه: او ته متابعت ددوی د نفسي غوښتنو مه کوه د هغه څه نه چي تاسو ته د حق څخه راغلی دی، ستاسو څخه هر يوه ته مي لاره او طريقه جوړه کړېده.[ سورة المائدة 48] ژباړه: ای پيغمبره له الله څخه ووېريږه، د کافرانو او منافقينو پيروي مکوه يقينا چي الله پوه حکمت والا دی، او د هغه څه متابعت وکړه چي تاته د الله له لوري د وحي په توګه راغلي دي يقينا چي الله پاک په هغه څه باندي ښه خبر دی چي تاسو يې کوی. [الأحزاب 1 – 2] په پورته آیتونو کي الله پاک رسول الله صلی الله علیه وسلم ته خطاب کوي چي د کفارو د نفسي غوښتنو متابعت مه کوه ستاسو لاره د هغوی د لاري څخه بېله ده یعني د مسلمانانو لاره بېله ده او د کفارو لاره بېله ده، دلته که څه هم خطاب رسول الله صلی الله علیه وسلم ته دی خو حکم یې عام دی هر مسلمان ورباندي مکلف دی.
2 – د نوروز په لمانځلو باندي ځان دکفارو غوندي جوړول دي، او مسلمان صراحتا ددې څخه منع سوی دی چي ځان دي د کفارو غوندي جوړکړي.
الله جل جلاله فرمایي:
ژباړه: تاسو مه جوړيږئ په شان د هغو خلګو چي الله پاک يې هېرکړی دی نو دوی ځانونه هېرکړيدي، دوی هغه خلګ دي چي د الله د اطاعت څخه وتلي دي. [ سورة الحشر19] آيا نه دی نژدې سوی هغه خلګو ته چي ايمان يې راوړی دا چي د دوی زړونه د الله د ذکر لپاره او د هغه حق څخه چي پر دوی نازل سوی دی ووېريږي، او د هغو خلګو په ډول نسي کوم چي دوی ته مخکي کتاب ورکړل سو، بيا پر دوی باندي زمانه اوږده سوه (يعني د دوی او أنبياؤ ترمينځ ډېره زمانه تېره سوه) نو د دوی زړونه کلک سوه او ډېری د دوی فاسقان دي. [سوره الحديد] په پورته آیتونو کي الله پاک مسلمانان له دې څخه منع کوي چي ځانونه دي د کفارو غوندي جوړ کړي.
3. د نوروز په لمانځلوکي د کفارو لوري ته شوق او ميلان دی او الله پاک مسلمانان ددې څخه په ښکاره منع کړې دي، فرق نلري که ميلان دوی ته په دوستۍ باندي وي، که د اسلام په هکله د دوی د خبرو په منلو باندي وي اوکه د دوی په کارونو باندي په خوشاله کېدلو باندي وي.
الله جل جلاله فرمایي:
ژباړه: تاسو ميلان مه کوئ هغوکسانو ته چي ظلم يې کړی(کافران سويدي) نو اور به مو مسه کړي، او تاسو لره بې له الله بل هيڅ دوست نسته بيا به ستاسو هيڅ نصرت ونسي. [هود113] په دې آیت کي الله پاک مسلمانان کفارو ته د میلان کولو څخه منع کړيدي.
4. د نوروز په لمانځلوکي دکفارو سره مشابهت دی، او د هغه څخه رسول الله صلي الله عليه وسلم خپل امت منع کړی دی.
رسول الله صلی الله علیه وسلم فرمایي:
• عن عمرو بن شعيب عن أبيه عن جده : أن رسول الله صلى الله عليه و سلم قال ليس منا من تشبه بغيرنا لا تشبهوا باليهود ولا بالنصاري.[سنن ترمذي 2695] ژباړه: عمرو بن شعيب د خپل پلار څخه هغه دده د نيکه څخه روايت کوي چي رسول الله صلی الله عليه وسلم وفرمايل: زموږ څخه نه دی هغه څوک چي ځان د غير سره زموږ(چي کافران دي) مشابه کوي ، د يهودو او نصاراوو سره مشابهت مه کوئ.
• عَنِ ابْنِ عُمَرَ قَالَ قَالَ رَسُولُ اللَّهِ -صلى الله عليه وسلم- « مَنْ تَشَبَّهَ بِقَوْمٍ فَهُوَ مِنْهُمْ ».[سنن ابي داود 4033] ژباړه: هرڅوک چي ځان د يوقوم سره مشابه کړي دی د هماغه قوم څخه شمېرل کيږي.
په پورته احادیثو کي رسول الله صلی الله علیه وسلم مسلمانان کفارو سره د مشابهت څخه منع کړیدي.
5. د نوروز ورځي پر لمانځلو باندي عملا د رسول الله صلي الله عليه وسلم لخوا بنديز لګېدلی دی:
عَنْ أَنَسٍ قَالَ قَدِمَ رَسُولُ اللَّهِ -صلى الله عليه وسلم- الْمَدِينَةَ وَلَهُمْ يَوْمَانِ يَلْعَبُونَ فِيهِمَا فَقَالَ: مَا هَذَانِ الْيَوْمَانِ؟ قَالُوا كُنَّا نَلْعَبُ فِيهِمَا فِى الْجَاهِلِيَّةِ. فَقَالَ رَسُولُ اللَّهِ -صلى الله عليه وسلم- :إِنَّ اللَّهَ قَدْ أَبْدَلَكُمْ بِهِمَا خَيْرًا مِنْهُمَا يَوْمَ الأَضْحَى وَيَوْمَ الْفِطْرِ.
ژباړه: انس رضي الله عنه فرمايي: کله چي رسول الله صلي الله عليه وسلم مدينې منورې ته راغی، د مدينې خلګو دوې ورځي لمانځلې او په هغو کي يې لوبي کولې، رسول الله صلي الله عليه وسلم وفرمايل: دا کومي ورځي دي؟ دوی ورته وويل: موږ د جاهليت په وخت کي (يعني مخکي تر اسلام) دا ورځي لمانځلې او لوبي مو پکښې کولې. رسول الله صلی الله عليه وسلم ورته وفرمايل: الله پاک تاسو ته ددغه دوو ورځو په بدل کي دوې نوري ورځي چي تر دغه دوو ورځو ډېري ښې دي درکړي چي د لوی او کوچني اخترونو ورځي دي.
د رسول الله صلي الله عليه وسلم د حديث ددې جزء «قد ابدلکم بهما» له ورايه ښکاري چي د لوی اختر او کوچني اختر ورځي د هغو دوو ورځو په بدل کي ورکول سوېدي، معلومه خبره ده چي د بدل ورکولو وروسته، مبدل منه چي هغه پخوانۍ ورځي دي وروسته پر خپل حال باندي نسي پاته کېدلای.
نو د نوروز او ميزان ورځي حرامي سوې پر ځای يې د لوی اوکوچني اخترونو ورځي کښيښودل سوې.
6. د نوروز د ورځي لمانځل صحابه کرامو غندلي او مسلمانان يې د لمانځلوڅخه وېرولي دي.
• عن عبد الله بن عمرو بن العاص _ رضي الله عنه _ قال: من بنى ببلاد الأعاجم وصنع نيروزهم ومهرجانهم وتشـبه بهم حتى يموت وهو كذلك حشر معهم يوم القيامة. [ سنن البيهقي الكبرى: 9/234،] ژباړه: د عبدالله بن عمروبن العاص رضي الله عنه څخه روايت دی چي هر څوک د کفارو په ښارونوکي بناء وکړي، د دوی نوروز او ميزان و لمانځي او د دوی سره ځان مشابه کړي ترڅو چي پر دغه حالت باندي مړ کيږي نو دغه سړی به د دوی سره حشر کيږي.
• عن عُمَرَ بْنَ الْخَطَّابِ رَضِىَ اللَّهُ عَنْهُ قَالَ : اجْتَنِبُوا أَعْدَاءَ اللَّهِ فِى عِيدِهِمْ.[رواه البخاري في تاريخه،والبيهقي] ژباړه: حضرت عمر رضي الله عنه فرمايي: د الله پاک د دښمنانو د اخترونو څخه ځانونه وساتئ.
معلومه خبره ده چي « نوروز» د الله ددښمنانو اختر دی.

7. فقهاؤ کرامو د قرآن اوحديث څخه په استنباط د نوروز د ورځي لمانځل حرام بللی دی.
• قال المظهر: وفيه دليل على أن تعظيم يوم النيروز والمهرجان ونحوهما منهي عنه وقال أبو حفص الحنفي : من أهدى فيه بيضة لمشرك تعظيما لليوم كفر.[ فيض القدير شرح جامع الصغير] ژباړه: مظهر ويلي دي: پدې خبره کي دليل دی پردې باندي چي د نوروز اوميزان د ورځو تعظيم منع سوی دی، ابوحفص حنفي ويلي دي: څوک چي د نوروز د تعظيم په نيت يوکافر ته يوه هګۍ ورکړي دی په دې باندي کافر سو.
• ويكفر بخروجه إلى نيروز المجوس والموافقة معهم فيما يفعلونه في ذلك اليوم وبشرائه يوم نيروز شيئا لم يكن يشتريه قبل ذلك تعظيما للنيروز لا للأكل والشرب وبإهدائه ذلك اليوم للمشركين ولو بيضة تعظيما لذلك اليوم.[مجمع الانهرفي شرح ملتقي الابهر- بحرالرائق- الفتاوي الهندية] ژباړه: کافرکيږي په وتلو سره ونوروز ته د مجوسيانو اوپه موافقت باندي د دوی سره په هغه کارونوکي چي دوی یې په دې ورځ کي کوي. او کافرکيږي په رانيولو سره د يو شي د نوروز په ورځ کوم چي بله ورځ يې نه رانيوی. البته په خاطر ددې تعظيم د نوروز نه پخاطر د خوړلو او څيښولو، همدا راز کافرکيږي کافر ته په سوغات ورکولو په دې ورځ کي کڅه هم يوه هګۍ وي البته پخاطر د تعظيم ددې ورځي.
دنوروز لمانځل حرام دي که څه هم د کافرانو او مجوسيانو په نيت باندي نه وي، ځکه چي د کافر سره په داسي شيانوکي مشابهت کول نيت نه غواړي، که په نيت باندي وي هغه خو علماء ليکي چي سړی ورباندي کافرکيږي او که بېله نيته وي نو حکم يې حراموالی دی.

مولوي نورالحق مظهري

Related Articles

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *