ټولنه اوکلتور

د نیالګيو کېنول، د هېواد آبادي او سمسورتیا

عبدالصمد روشن
پوهيږو چې نيالګي،ونې، او ځنګلونه د هوا په ښه کيدو او پاکوالي کې ډير ښه اغيز لري يانې ککړه هوا تصفيه کوي او پاکه هوا رامنځته کوي
د انسان د صحت لپاره پاکه هوا ډيره ضروري ده. د ککړې هوا څخه هر راز ناروغۍ پيدا کيږی لکه:ريزش، زکام، سينه او بغل، د سر درد،د زړه ناروغۍ،ساه بندي او داسې نور چې دا ناروغي په ماشومانو،سپين ږيرو، او بار دارو ښځوکې ډيره ليدل کيږي. د دې لپاره چې زمونږ محترم هيواد وال له داراز ناروغيو سره مخامخ نشي نو لاندې طرحه وړاندې کېږي:
– د نيالګيو د کينولو او سمسورتيا د ګټې په اړوند محترمو علمای کرامو،خطيبانو،واعظانو،د طب ډاکترانو،د چاپیريال ساتنې ملي ادارې متخصصینو ته، په چاپي رسنيو،راديو ګانو او تلويزیونونو کې مسلسل او دوامدار پروګرامونه جوړکړای شي ترڅو د هيواد د سمسور تيا،ښکلا او د نيالګيو کينولو لپاره،عامه پوهاوي رامنځته شي او چاپیريال مو لکه څنګه چې لازمه ده ښه شي.
– د کابل ښار په ۲۲ ناحيوکې هغه خلکو ته چې د نيالګيو د اخيستلو توان نه لري د کابل ښاروالي لخوا د نيالګيو کومک او مرسته وشي.
– د کابل ښار غرونه بايد د پاکستان پايتخت(اسلام آباد)غرونو په شان سمسور او ښکلا پيدا کړي تر څو د کابل محترمو ښاريانو لپاره په تفريح ګاه بدل شي.
-د کابل ښار غرونه لکه:آسمايی.شير دروازه، علي آباد، دارالامان،چهلستون،شيوه کي، بتخاک،پلچرخي او خيرخانه. د کابل ښار تپې لکه:کارته نو،قلعه زمان خان،بي بي مهرو،کلوله پشته، د کابل ښاروالي لخوا نخچه شي او بيا زينتي او بې ميوې نيالګي په کې کينول شي.
-همدا راز د کابل محترم ښاروالي لخوا مناسب پاخه سړکونه په نوموړو غرونو، غونډيواو تپو کې جوړ شي ترڅو ښاریان بی له کومې ستونزې هلته تګ او راتګ وکړي.
– بايد د کابل ښار په نوموړو غرونو او تپوکې د ناستې او تفريح ځايونه، پارکينګګونه،د اوبو نلونه،رستورانټونه هم جوړ شي او په مناسبوځايونو کې ګلونه او داسي نور هم په نظر کې ونيول شي.
– د کابل ښاروالي لخوا ټولو نيالګيو،ګلونو، او سمسورو ځايونو ته په منظمه توګه اوبه ورسول شي.
– د کابل ښاروالي لخوا د کوچيانو او مالدارانو څخه تضمين او تعهد واخيستل شي ترڅو نيالګي،ګلان او سمسور تيا د کابل په ښار او ناحيو کې خراب نکړي، تخلف کوونکو ته قانوني سزا ورکړل شي.
– د کابل ښاروالي لخوا د نيالګيو په ښه توګه ساتنه وشي ترڅو له منځه لاړ نشي.
– د کابل ښار او د ناحيو لويو سړکونو او جادو په ګلدانونو کې ګلان او نيالګي کينول شي، امنيت يی تامين او اوبه ورکړل شي د امکان په صورت کې د اوبو د قطره يې سيستم څخه استفاده وشي.
– د هيواد په ترانزيتي او لويو لارو لکه: کابل – جلال آباد،جلال آباد – تورخم،جلال آباد – اسعد آباد،کابل – کندهار ،کندهار- هرات،هرات- تورغونډۍ،کابل-پلخمري، پلخمري – شبرغان، پلخمري – کندز،کندز – بدخشان، کابل – باميان، کابل – ګرديز،ګرديز – خوست، مزارشريف – حيرتان، خواف – هرات. د دغو لويو لارو په دواړو خواوکې نيالګي کينول شي او د اړوندو سيمه یيزو ارګانونو لخوا اوبه ورکړل شي او پالنه يې وشي.
– د دغو لويو او ترانزيتي لارو په اوږدو کې په مناسبو ځايونو کې منظم جوماتونه او د اوداسه ځايونه ( د نارينه و او ښځولپاره ) جوړ شي لکه چې په سعودي عربستان کې جوړې شوې دي خصوصأ (دمکې معظمې او مدينې منورې په لاروکې)
– د دغو لویو لارو په اوږدو کې دولتي هوټلونه،رستورانتونه ،پارکونه او د تفريح ځايونه جوړ شي.
– د ۳۴ ولايتونو د مرکزونو او اړوندو ولسواليو ترمنځ د سرکونو په دواړو خواوکې نيالګي کينول شي او د اړوندو سيمه يیزو ارګانونو يا کليوالو له خوا اوبه ورکړل شي او وساتل شي.
د داسي پلانونو په عملي کولو سره به له يوې خوا د اسلامي امارت اقتصاد پياوړی شي له بلې خوا به د خلکو د کور نه لرلو ستونزې هم حل شي او دوزګارو خلکو لپاره به هم د کاروبار زمينه برابره شي.
– د ترانزيتي او لويو لارو په اوږدو کې دسيمې خلکو، مهاجرينو، د شهيدانو کورنيو، معلولينو او معيوبينو ته د اړوندو ښارواليو لخوا د پلان او نخچې سره سم استوګنيزې نمرې ورکړل شي. همدارنګه تجارتي او لوړ پوړيزې نمرې خلکو ته هم ورکړل شي ترڅو د کور نه لرلو ستونزې حل شي. له بلې خوا په مناسبو ځايونو کې ښارګوټي هم له نخچې سره سم جوړې شي نو دداسې پلانونو او نقشو په پلې کیدو سره به د اسلامي امارت اقتصاد هم ښه پیاوړی شي. له بلی خوا وزګارو خلکو ته به د کار زمينه برابره شي او مهاجرين به ته په خير سره راشي او د وطن په آباد دولوکې به ونډه واخلي.
– د محترمو واليانو او محترمو ولسوالانو لخوا د افغانستان ټول غرونه ، ځنګلونه او سمسورتيا حفظ او وساتل شي او سرغړوونکو ته لازمه قانوني سزا ورکړل شي.
– د ترانزيتي او لويو لارو په اوږدو کې توليدي فابريکې، زراعتي او مالداری فارمونه رامنځته شي تر څو بې روزګاره ځوانانو ته د کار او روزګار زمینې برابری شي.
– د ترانزيتي او لويو لارو په اوږدو کې د ميوو او ترکاريو د ساتلو لپاره بايد سړې خونې جوړې شي ترڅو ميوې او ترکاري خراب نشي. دا سړې خونې بايد په اساسي او معياري توګه جوړې شي ترڅو نرخونه په بازار کې له يوې خواثابت پاتې شي او دبلې خوا اخيستونکې په ژمي يا دوبي کې د اخيستلو توان ولري .
– د دغو پلانونو د عملي کولو لپاره په اړوندو ولايتونو، ولسواليو او سيمو کې چې کوم کانالونه يا نهرونه، چيني او کاريزونه شتون ولري له هغو څخه بايد په پوره اندازه ګټه واخستل شي.
– که چيری د نوموړو پروژو د عملي کولو لپاره لازمه بوديجه شتون ونلری. په دی صورت کې د اسلامي امارت د محترمو مقاماتو لخوا دې د نړيوالو مرستندويو موسسو څخه مرسته او کومک وغوښتل شی. همدارنګه د کورنيو موسسو، انجو ګانو، خصوصي پانګه والو، بانکونو او ملي سوداګرو څخه مرسته وغوښتل شي. د همکاریو په شتون کې د نوموړو پروژو کارکوونکو ته د کار په بدله کې معاش يا خوراکي مواد په ټاکلي اندازه ورکړل شي او پروژې بشپړې او ګټې اخيستنې ته وسپارل شي. مثلاً: د کابل –جلال آباد ترانزيتي لویې لارې په اږدو کې د( مشالې کمر) په سيمه کې د کابل له سيند څخه د اوبو کانال شروع شي اود درونټې کانال د کبانو تر پروژې پورې ورسيږي نو دا لویه دښته به تر اوبو لاندې او خړوبه شي نو د لغمان ولايت خلکو ته به يی زياته ګټه ورسیږی. او يعنی: ددې کانال د جوړيدو له امله به زرګونه هکټاره ځمکه آباد او د استفادې وړ وګرځي.
-همداسې په نورو ولايتونو کې هم سيندونه شته دي چې اوبه يې د کانالونو په واسطه اړونده دښتې خړوبې کړي او په پای کې به دا سر لوړی افغانستان آباد، ودان، سمسور او پر ځان متکي يا بسيا او د بهرنيانو له احتياج څخه به خلاص شي. د هيواد محترم کډوال به هم په مينه خپل وطن ته په خير سره راشي او د عزت ژوندبه وکړي او بيا د کډوالۍ ژوند ته زړه ښه نکړي.
-ددې طرحې په عملي کولو کې د اړوندو محترمو وزارتونو،ښارواليو او نورو ارګانونو همغږي
ضروري ده.

Related Articles

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *