اعلامیېافغانستان

د نېکمرغه کوچني اختر په مناسبت د عالیقدر امیرالمؤمنین حفظه الله د مبارکۍ پیغام!

د عالیقدر امیرالمؤمین د اختر په مناسبت د پیغام په یوه برخه کې راغلی: د اسلامي امارت مسئولین او مجاهدین مکلف دي، چې د خپلو خلکو په خدمت کې لا ډېر اخلاص، هڅې او کوښښ وکړي، ځکه د خلکو خدمت عبادت دی، چې باید په ښه وجه ترسره شي او د هغوی شرعي حقوق او خوښي په نظر کې ونیول شي.

د افغانستان اسلامي امارت ځان د خپل ولس د ښيرازۍ او د خپلو خلکو د شرعي حقوقو په ورکړه مکلف بولي، دا کار د الله جل جلاله د رضا او د شرعي مکلفیت د ادا کولو لپاره کوي، نو باید ټول ډاډه وي چې د هر چا شرعي حقوق په احسنه وجه ورکول کېږي، د اسلامي امارت محاکم د همدې ستر هدف لپاره په مرکز، ولایاتو او ولسوالیو کې مقررې شوې دي چې د مظلومانو سره مرسته وکړي او د مظالمو مخه ونیسي تر څو عدالت تامین شي، ټول هېواد وال دې له محاکمو سره د عدالت په تامین کې همکاري وکړي، د سپارشونو، جعلي او تزویري دعوو څخه دې په کلکه ډډه
وکړي.

بسم الله الرحمن الرحیم
الحمد لله نحمده ونستعينه ونستغفره ونتوب إليه ونعوذ بالله من شرور أنفسنا ومن سيئات أعمالنا من يهده الله فلا مضل له ومن يضلل فلا هادي له وأشهد أن لا إله إلا الله وحده لا شريك له وأشهد أن محمدا عبده ورسوله أما بعد:
فقد قال الله تعالي: يَٰٓأَيُّهَا ٱلَّذِينَ ءَامَنُواْ كُتِبَ عَلَيۡكُمُ ٱلصِّيَامُ كَمَا كُتِبَ عَلَى ٱلَّذِينَ مِن قَبۡلِكُمۡ لَعَلَّكُمۡ تَتَّقُونَ. [البقرة ١٨٣] ژباړه: ای هغو کسانو چې ایمان یې را وړی دی! په تاسو باندې روژه نیول فرض کړای شوي دي، لکه په هغو کسانو چې فرض کړای شوې وه کوم چې له تاسو څخه پخوا تیر شوي دي، شاید چې تاسو تقواداران شی.
قَالَ رَسُولُ اللَّهِ صَلَّى اللَّهُ عَلَيْهِ وَسَلَّمَ: مَنْ صَامَ رَمَضَانَ إِيمَانًا وَاحْتِسَابًا غُفِرَ لَهُ مَا تَقَدَّمَ مِنْ ذَنْبِهِ . [متفق علیه] ژباړه: رسول الله صلی الله علیه وسلم وفرمایل: کوم سړي چې له ایمان سره (یعني د شریعت ریښتیا ګڼلو سره او د رمضان د فرضیت د اعتقاد ساتلو سره) او د طلب ثواب له خاطره (یعني د ریا په طور نه بلکې خالصتاً لله تعالی) د رمضان روژه وساتله نو د هغه ګناه بخښل کیږي، چې هغه مخکي کړي وي. عن ابن عباس رضی اللّٰه تعالیٰ عنه قال: في آخر رمضان أخرجوا صدقة صومکم فرض رسول اللّٰه «ص» هذہ الصدقة صاعاً من تمر او شعیر او نصف صاع من قمح علی کل حرٍ او مملوکٍ ذکرٍ او أنثی، صغیرٍ او کبیرٍ. [رواه ابوداؤد] ژباړه: روایت دی چې ابن عباس رضي الله عنه د روژې په آخري ورځو کې خلکو ته وویل: چې تاسو د خپلو روژو زکات وکاږئ، (یعني صدقه فطر ادا کړئ) رسول الله صلی الله علیه وسلم دا صدقه پر هر مسلمان آزاد، غلام، مینځي، سړي، ښځي، او کوچنیانو باندې په خرما او وربشو کې یو صاع او په غنمو کې نیمه صاع فرض(یعني واجب) ګرځولې ده.
و عنه قال: فرض رسول الله صلى الله عليه وسلم زكاة الفطر طُهرةً للصائم من اللغو والرفث، وطعمةً للمساكين. [رواه ابوداؤد] ژباړه: ابن عباس رضي الله عنه روایت کوي چې رسول الله صلی الله علیه وسلم روژې د بېهوده خبرو او د لغوه کلام څخه د پاکولو لپاره او په مسکینانو باندې د خوړلو لپاره صدقه فطر لازمه ګرځولې ده.
و قال الله تعالی: وَاذْكُرُوا إِذْ أَنتُمْ قَلِيلٌ مُّسْتَضْعَفُونَ فِي الْأَرْضِ تَخَافُونَ أَن يَتَخَطَّفَكُمُ النَّاسُ فَآوَاكُمْ وَأَيَّدَكُم بِنَصْرِهِ وَرَزَقَكُم مِّنَ الطَّيِّبَاتِ لَعَلَّكُمْ تَشْكُرُونَ. [الانفال ۲۶] ژباړه: او (ای مؤمنانو!) تاسو هغه وخت در په یاد کړئ چې تاسو په (عدد کښي) لږ وئ (او) په ځمکه کښې کمزوري وئ، (او) ویرېدلئ چې خلک به مو وتښتوي، (تالا ترغه به شئ) نو الله جل جلاله تاسو ته پناه ځای درکړ او په خپل نصرت سره یې تاسو تائید کړئ،(قوت یې در وباښه)او تاسو ته یې له پاکېزه شیانو څخه روزي درکړه او (د غنیمت مالونه یې درته حلال کړه)، شاید چې تاسو (په ذکر شوو نعمتونو باندې) شکر وکړئ (او د شریعت په منلو کې سستي ونه کړئ).
۱ــ د افغانستان مجاهد او مؤمن ولس او د نړۍ ټولو مسلمانانو ته!
السلام علیکم ورحمة الله وبرکاته!
د نېکمرغه کوچني اختر د رارسېدو په مناسبت تاسو ټولو ته د زړه له کومې مبارکي وایم، الله تعالی دې د ټولو روژې، تراویح، سرسایې، جهادي خدمتونه، عبادتونه او دعاګانې پخپل عالي دربار کې قبولې کړي. ګرانو او محترمو وړونو! موږ او تاسو ټول باید د الله جل جلاله ډېر شکر ادا کړو، چې وروسته له ډېرو ناخوالو د امن او اسلامي شرعي نظام څخه برخمن یو او د روژې د عظیمې فریضې تر ادا کولو وروسته په داسې شیبو کې اختر لمانځو چې په ټول هېواد کې د امن او کرارۍ فضا حاکمه ده. الحمدلله والمنة. ټول شتمن وروڼه دي د خپلو مسکینو او غریبو هېواد والو، یتیمانو، کونډو او د شهیدانو له کورنیو سره هر ډول مرسته او د هغوی لاس نیوی وکړي، خپلې فرضي او نفلي صدقې او خیراتونه په دې مبارکو شپو کې مستحقو خلکو ته ورکړي تر څو هغه خپل حاجتونه په پوره کړي او د اختر خوښۍ په ښه توګه ولمانځي او د شتمنو وروڼو د روژو د نواقصو جبیره وکړای شي.
۲ــ د اسلامي امارت مسئولین او مجاهدین مکلف دي، چې د خپلو خلکو په خدمت کې لا ډېر اخلاص، هڅې او کوښښ وکړي، ځکه د خلکو خدمت عبادت دی، چې باید په ښه وجه ترسره شي او د هغوی شرعي حقوق او خوښي په نظر کې ونیول شي.
د افغانستان اسلامي امارت ځان د خپل ولس د ښيرازۍ او د خپلو خلکو د شرعي حقوقو په ورکړه مکلف بولي، دا کار د الله جل جلاله د رضا او د شرعي مکلفیت د ادا کولو لپاره کوي، نو باید ټول ډاډه وي چې د هر چا شرعي حقوق په احسنه وجه ورکول کېږي، د اسلامي امارت محاکم د همدې ستر هدف لپاره په مرکز، ولایاتو او ولسوالیو کې مقررې شوې دي چې د مظلومانو سره مرسته وکړي او د مظالمو مخه ونیسي تر څو عدالت تامین شي، تول هېواد وال دې له محاکمو سره د عدالت په تامین کې همکاري وکړي، د سپارشونو، جعلي او تزویري دعوو څخه دې په کلکه ډډه وکړي.
۳ــ څرنګه چې زموږ د جهاد او مبارزې مهم هدف اعلاء کلمة الله، د اسلامي شریعت تنفیذ، د ولس سوکالي او د ټولنې دیني او اخلاقي اصلاح وه، لله الحمد په دې برخه کې هم د پام وړ اقدامات ترسره شوي دي.
تر ټولو لوړه فریضه چې د امر بالمعروف اونهی عن المنکر فریضه ده، په عملي ډول سره جریان لري، ټول هېوادوال، مسئولین او غیر مسئولین دې د امر بالمعروف، نهي عن المنکر او شکایتونو اورېدلو وزارت او د دوی له کار کوونکو سره د معروفاتو په اقامه او د منکراتو په مخنیوي کې پوره همکاري وکړي.
په فرهنګ، تعلیم او تربیې، اقتصاد، رسنیو او نورو برخو کې د پام وړ اصلاحي اقدامات ترسره شوي دي او د ۲۰ کلن اشغال ناوړه فکري او اخلاقي اثرات په ختمېدو دي.
زموږ مؤمن هېوادوال باید دغه اصلاحي اقدامات تر هر څه مهم وبولي، ځکه د دیني اصولو او شریعت په رڼا کې ژوند زموږ دنیوي او اخروي سعادت تضمینوي او د ټولنې د تلپاتې نېکبختۍ، کامیابۍ او نجات سبب ګرځي.
دیني علماء کرام دې هم په دې برخه کې خپل مسئولیت ته پاملرنه وکړي، په ټول هېواد کې د خلکو په دین خبرولو، پوه کولو او د خلکو د اعمالو اصلاح ته د امربالمعروف، نهي عن المنکر، معارف، عالي تحصیلات او اطلاعات او فرهنګ وزارتونو سره په همکاري کار وکړي، هر ملت او هېواد هغه مهال د عزت او ريښتونې امن او سوکالۍ خوند څکلی شي چې د الله تعالی څخه بغاوت او سرکښي پکښې نه وي، نو د خلکو د اصلاح او په دین باندې د خبرولو دنده علماء کرامو ته سپارل شوې ده، هغوی باید په دې برخه کې لاهم خپل مکلفیت په احسنه وجه ادا کړي، په مساجدو، غونډو، رسنیو او پروګرامونو کې د خلکو د اصلاح او ذهني تنویر کوښښ وکړي او هغوی ته د نېک هدایت وسیله شي، همدارنګه په خپل منځ کې لا ډېره د هماهنګۍ او اعتماد فضا رامنځته کړي، له خپل منځي اختلافاتو څخه پرهېز وکړي او د دین او ولس علیا مصالحو ته پاملرنه وکړي.
۴ــ هېواد مو نوی له جګړو او ناخوالو راوتلی دی، رغونې او آبادۍ ته شدیده اړتیا لري، اوس نو ټول افغانان هغه که مسئولین دي او که غیر مسئولین دي؛ مکلفیت لرو چې خپل هېواد اباد او پخپلو پښو ودروو، د افغانستان آبادي د افغانانو خپل مسئولیت دی، باید نورو ته امید، ونه کړو؛ بلکې په خپل همت او خپلو هڅو دا هېواد اباد او د ژوند ټولې ممکنه آسانتیاوې هېوادوالوته برابرې کړو.
په دې اړوند د هېواد ملي تجاران او سرمایه داران تر نورو ډیر مکلفیت لري، اسلامي امارت له دوی سره پوره همکاري کوي، سهولتونه ورته آماده کوي، مرسته ورسره کوي او د ښه او معیاري خدمت زمینه ورته برابروي. ان شاءالله تعالی
۵ــ امنیت د الله جل جلاله ستر نعمت دی، راځئ د خپل هېواد د ثبات او امنیت ساتلو لپاره لا هم له خپل نظام سره کلک ودرېږو، ترڅو مو خلک او ولس نور ضرر ونه ویني او د نا امنیو قرباني نشي، اګر که په دې اړه به ځينې دښمنې کړۍ خپل شوم کوښښونه کوي چې زموږ هېواد نا امنه او د اسلامي امارت امنیتي ارګانونه کمزوري معرفي کړي، خو موږ باوري یو که د الله جل جلاله نصرت او د خپل ملت ملاتړ راسره و امن به لا ډېر ټینګیږي او خلک به مو لا ډېر هوسا کېږي. ان شاءالله تعالی
۶ــ افغانستان له ټولو همسایه هېوادونو، اسلامي هېوادونو او د ټولې نړۍ سره د اسلامي اصولو په چوکاټ کې ښې او په متقابل تعامل ولاړې مثبتې او مؤثرې اړیکې غواړي، لکه څرنګه چې افغانستان نه غواړي، د بل هڅ هېواد په کورنیو چارو کې لاس وهنه وکړي، همداسې ټینګار کوي چې نور هېوادونه هم زموږ په کورنیو مسائلو او چارو کې مداخله ونه لري، چې داسې کول هم د نړۍ او هم د افغانستان په ګټه دي.
۷ــ اسلامي امارت د اسلامي او شرعي مکلفیت له مخې په هېواد کې د مخدره موادو د کښت ممنوعیت او د هېوادوالو لخوا په دې اړوند د اسلامي امارت فرمان په ښه توګه تطبیقول خورا ستره لاسته راوړنه ده، د اسلامي امارت په عزم او تصمیم سره دغه ستر کار ترسره کېدل، له اسلامي امارت سره د خپل ولس کلک ملاتړ او حمایت څرګندوي او دا روښانه کوي چې نور افغانستان له مخدره موادو پاکېږي.
ورسره په کابل او ولایاتو کې په مخدره موادو د معتادینو راټولېدل او د هغوی له معالجې وروسته په سالمه توګه کورنیو ته سپارل بل هغه شرعي مکلفیت دی چې اسلامي امارت تر سره کړی او د خپل ملت د یوې لویې برخې خلکو او کورنیو غم او درد ته رسیدګي شوې ده، چې په تېره شل کلنه دوره کې دغسې کار نه و ترسره شوی.
۸ــ د هېواد په مرکز او ولایاتو کې د سوالګرو راټولیدل، د هغوی سره مرسته او ستونزو ته يې ځان رسول د اسلامي امارت بل د ترحم او شفقت مهم اقدام و چې په ښه توګه ترسره شو او د بشپړ عملي کېدو په حال کې دی، چې په دغه ګام سره حرفوي (کسبي) او واقعي محتاج سوالګر سره جلا شول او له محتاج او اړمنو هېوادوالو سره د مرستې زمینه مساعده شوه او هغوی ته د حکومت له بودیجې څخه معین مقدار اعانه مقرره شوه، حرفوي سوالګر توصیه او تادیب شول چې دا د افغانستان په تاریخ کې لوی کار دی او له خپل ولس سره د اسلامي امارت بې سارې خواخوږي څرګندوي.
۹ــ د اقتصادي پرمختګ او پیاوړتیا لپاره د اسلامي امارت اړوند ارګانونه خپلې ټولې هڅې کوي، تر اوسه د الله جل جلاله په ستر فضل سره توانېدلي چې له پریمانه ستونزو او نړیوالو موانعو سره سره د هېواد اقتصاد په ښه توګه مدیریت کړي. د تېرکال بودیجه له خپلو ملي عوایدو څخه تنظیمول او بیا په ښه توګه مصرفول د الله جل جلاله لوی انعام دی، همدا ډول د روان کال لپاره د بودیجې په برخه کې د ښه اقداماتو د ترسره کېدو غوښتنه له الله جل جلاله څخه کوو.
۱۰ــ په تعلیمي برخه کې د تعلیم او تربيې بهیر ټول هېواد ته غځول او د ټولو بچیانو په ښه ډول روزل د اسلامي امارت له مکلفیتونو څخه دي چې د لا پرمختګ لپاره يې هم مؤثر پلانونه تر کار لاندې دي.
۱۱ــ د ولایتي مسئولینو د کارونو او حالاتو څارنه، په دیني او مذهبي امورو کې ولایتي ادارې ته په کتبي او شفاهي توګه نظر او مشوره ورکول، د امارتي مسئولینو چلند ته پاملرنه او نیمګړتیاوې یې په احسنه طریقه ورسره شریکول، د اسلامي امارت د مسئولینو او ولس تر منځ د باور او ښه تعلق فضاء جوړول او په همدې منظور په ټول هېواد کې د علماء کرامو او مخورو مشترکې شوراګانې جوړول او هغوی ته يوه ښه لایحه او کاري چوکاټ برابرول ډير اړین ګام و چې ترسره شوی او امید لرو چې زموږ د مسئولینو ډيرې ستونزې به له همدې لارې په خورا ښه توګه، امانت دارۍ او غور سره بررسي او حل کیږي، چې په دې سره به د امن او ډاډ فضا لا ډېره پياوړې شي او د مسئولینو سره به د هغوی د مسئولیتونو په ترسره کولو کې مرسته وشي. ان شاءالله
۱۲ــ د اسلامي امارت محاکم چې په ټولو ارګانونو کې ځانګړی حیثیت لري او د اسلامي نظام په چوکاټ کې هغه برخه ده چې د نورو ټولو برخو په نسبت يې کار مهم بلل کېږي، ځکه د اسلامي نظام عمده اهداف او مقاصد د الله تعالی د بنده ګانو د سر، مال، عقل، حيثيت او ټولو خدای ورکړو حقوقو ساتنه ده، په همدې منظور د محاکمو ټولو قضاتو او مسئولینو ته لارښوونه کېږي چې خپل درانه مسئولیت ته په کتو د خلکو د حقه حقوقو په تر لاسه کولو او د منازعاتو د حل په برخه کې له پخوا ډېر جدي او هڅاند و اوسي او په قضاوت کې د قوي او ضعیف تر منځ توپیر ونه کړي، له هر چا سره عدالت او مساوي چلند وکړي، د الله سبحانه و تعالی په حدودو کې د مجرم شخصیت ته نه ګوري، د مجرم پر ځای دې جرم ته وګوري، د مظلوم دفاع دې وکړي، د ظالم مخنیوی دي وکړي او د خلکو د قضیو په حل کې دي له ځنډ او خنډ څخه پرته د هغوی خدمت وکړي.
۱۳ــ د روغتیا وزارت مسئولینو ته لارښوونه کوو چې د روغتیا په برخه کې د خپل ملت خدمت ته شپه او ورځ ودریږي، د روغتیايي مراکزو په تقویه او لا ډېر مؤثریت باندې کار وکړي، د معالجې او وقايي په اړه د خپل ملت مشکلاتو ته رسیدګي وکړي او په صحي برخه کې د هېواد د بسیا کیدنې په لور پياوړي ګامونه واخلي.
۱۴ــ د اسلامي امارت ټول امنیتي او دفاعي ځواکونه د دې لپاره چي په ستره ازموینه کي بریالي شي، باید لاندې ټکي په ټینګه عملي کړي:
• نیتونه خالص لله في الله وګرځوئ!
• کشران دي که مشران، ځانونه د تقوی په زینت ښایسته کړئ!
• د الله تعالی حمد ووایاست چې د مقدس جهاد په برکت مو د الله جل جلاله په نصرت سره عظیمه فتحه په برخه شوه.
• عدالت، احسان، تواضع او عاجزي کوئ، له کبر، غرور، عجب، ظلم، خیانت او بې ځایه مصارفو څخه ځانونه وساتئ!
• له قوم پرستۍ، منطقه پرستۍ، لسان پرستۍ او انډیوال پرستۍ څخه په کلکه پرهېز وکړئ!
• په اسلامي امارت کې امتیاز باید په تقوی او امانتدارۍ سره وي.
• په ذاتي (شخصي) تعلقاتو، د خپلوۍ او قرابت په تعلقاتو څوک په وظایفو کې مه مقرروئ! تقرر او وظیفه باید د اهلیت (تقوی، امانتدارۍ او استعداد) پر بناء وي.
• په خپلو منځونو کې د اعتماد او ورورولۍ فضاء قایمه کړئ، د حسد، شکایت او یو د بل غیبت کوولو څخه او همدارنګه د داسې حرکاتو څخه ځانونه وساتئ چې په خپل منځ کې بې اعتمادي رامنځته کوي.
• ټول مجاهدین وروڼه په خپل منځ کې د امر بالمعروف او نهي عن المنکر فریضه مه پرېږدئ، په خپلو ریاستونو، ادارو او اطاقونو کې د تعلیم او تعلم او په ځانګړې توګه د لمونځونو د تعلیم سلسله جاري وساتئ، د لمونځونو ډېر اهتمام کوئ او لمونځونه په جماعت سره ادا کوئ!
• د شهیدانو د اولادونو او کورنیو ښه کفالت کوئ! هغه مجاهدین چې په شل کلن جهادي بهیر کې یې جهاد کړی او تکالیف یې ګاللي دی، د هغوی قدر او د هغوی د جهاد قدر وکړئ او هغوی دې د اسلامي امارت د صف څخه د باندې نه پرېښودل کېږي.
• د تصفیې کمېسیون چي د اسلامي امارت له خوا ټاکل شوی دی، د هغوی سره په تصفیه کې ټول مجاهدین مرسته وکړئ! ترڅو دغه مقدس صف د نا اهله او مفسدو خلکو څخه پاک او تصفیه شي.
• د خپلو امراوو پوره اطاعت کوئ او د اسلامي امارت فرامین په کلکه عملي کړئ او دفاع یې کوئ!
• که هر څوک وغواړي چې کوم مشر ته نصیحت وکړي نو نصیحت دي په پټه ورته کوي، ځکه چې د پټي نصیحت مؤثر تمامیږي، په ښکاره نصیحت مه ورته کوئ، ځکه چې ښکاره نصیحت د مثبت اثر پر ځای منفي تاثیر کوي.
• د خپلو مصارفو د محاسبې ورکولو همت په ځان کې پیدا کړئ! رسول الله صلی الله علیه وسلم به د خپلو مالي مسئولینو سره چې د دوی په لاسونو کې به بیت المال جمعه کېدی، د هغوی سره دقیقه محاسبه کوله او عمر رضی الله عنه به هم د خپلو مالي مسئولینو سره محاسبه کوله، لهذا مالي محاسبه ضروري ده او تاسو کوښښ وکړئ چې مافوق او د محاسبې لپاره ټاکل شوو مسئولینو ته صحیح محاسبه ورکړئ!
•. د دین او هېواد د دښمنانو، د امنیت تخریبوونکو، د غلو او جنايي مجرمینو په وړاندې جدي و اوسېږي خو د عام ولس سره د چلند په برخه کې ډېر نرم، محتاط او مهربانه واوسي، په بې ځایه تورونو او ناسمو معلوماتو څوک درنه زهیر نشي، د چا حیثیت او عزت پایمال نشي او د چا سر او مال ته په ناحقه سره زیان ونه رسیږي، دا ولس ترحم او شفقت ته ضرورت لري، موږ د دوی خادمان یو، د دوی امنیت مو دیني او هېوادنی مسئولیت دی، خو پام مو وي چې د امنیت او دفاع په عنوان د خپلو خلکو بې قدري رانه ونشي، او څوک مو د کړنو له امله الله تعالی ته شکایت ونه کړي.
په پای کې یادونه کوم چې د اختر په دې مبارکو شپو ورځو کې د شهیدانو د کورنیو، یتیمانو، کونډو او خپلوانو خاص خیال وساتئ او له بې وزلو سره خپله همدردي او مرسته ونه سپموئ. والسلام
امیرالمؤمنین شیخ القرآن والحدیث مولوي هبة الله اخندزاده ۲۷ رمضان المبارک

Related Articles

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *