افغانستان

د هرات د ګمرک عواید په بې ساري ډول زیات شوي

مالیې وزارت، د روان کال په لومړیو لسو میاشتو کې د هرات له ګمرک څخه د ۱۹ میلیارده او ۷۰۰ میلیونه افغانیو د راټولولو خبر ورکړی دی.
دغه وزارت پرون د يوې خبرپاڼې په خپرولو سره وویل: چې د ١٤٠١ مالي کال په لومړيو لسو مياشتو کې، د هرات ولايت له ګمرک څخه ۱۹ ميليارده او ۷۰۰ میلیونه افغانۍ عوايد راټول شوي دي چې د تېر کال په پرتله «۶۸» سلنه زياتوالى ښيي.
په خبرپاڼه کې راغلي چې د ١٤٠٠ مالي کال په لومړيو لسو مياشتو کې، له هرات ګمرک څخه، ١١ ميليارده او ٧٠٠ ميليونه افغانۍ عواید راټول شوي وو. سم مدیریت، له اداري فساد سره مبارزه، د ژمنو او مسلکي کارکوونکو ګومارنه او سوداګرو ته د لا زیاتو آسانتیاوو برابرول، د یاد ګمرک د عوایدو د زیاتوالي لاملونه ویل شوي دي.

Related Articles

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *