روغتیا

د هرات په حوزوي روغتون کې د پولي کلینیک مرکز پرانیستل شو

د هرات د عامې روغتیا ریاست مسوولین وایي، چې د دغه ولایت په حوزوي روغتون کې د پولي کلینیک مرکز پرانیستل

د هرات د عامې روغتیا ریاست مسوولین وایي، چې د دغه ولایت په حوزوي روغتون کې د پولي کلینیک مرکز پرانیستل شو. د هرات د حوزوي روغتون سرطبيب محمد عارف جلالي باختر آژانس سره په خبرو کې وویل، چې د دغه کلينيک په پرانيستلو سره به د ناروغانو ډېرې ستونزې هوارې شي. جلالي زیاتوي، د دغه کلينيک ترڅنګ د ټولو ناروغانو لپاره مجهز درملتون هم جوړ شوی دی.
د یادونې وړ ده، چې دغه ودانۍ مخکې د کرونا ناروغانو د درملنې لپاره کارول کېده مګر له دې وروسته به د عمومي داخلې، عمومي جراحۍ، ارتوپیدي، رواني روغتیا، انتاني ناروغیو او د غاښونو په برخه کې ترې ګټه اخیستل کېږي.

Related Articles

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *