سرمقالې

د هغوی په زياترو مشوروکې څه خير نشته !

دا د سپېڅلي الهي کلام فرمان دی چې وايي د اغيارو په زياترو مشوروکې څه خيرنشته ، ځکه هغوی خپل وختونه او مالونه يوازې د اسلام او مسلمانانو په دښمنۍ او مخالفت کې مصرفوي او په هېڅ صورت دا نه شي زغملی،چې د مسلمانانو د خير ښېګڼې لپاره کومه فيصله وکړي، پر دې اساس ټولو افغانانو ته د يو مسلمان ملت په حيث لازمي ده چې هېڅکله په داسې مجالسو پورې زړه ونه تړي،چې د نړۍ په يو او بل ځای او په دې او هغه نامه د افغانستان او يا نورو مسلمانانو په اړه پرته د هغوی له رښتينو استازو ترسره کېږي ، لکه د تېرو دوو ورځو هغه غونډه چې قطر کې ترسره شوه، دغه ډول غونډې که څه هم وروستۍ پرېکړه همدا ليکونه يې ظاهراً ښه معلوم شي،خو په حقيقت کې له خطرناکو لومو ډک وي، د هغوی ارادې شيطاني دي او غواړي زموږ په خلکو کې بدګومانۍ ،اختلافات او پرېشانۍ ايجاد کړي، غواړي د افغانانو ترلاسه کړې خپلواکي په يو بل اشغال تعبير او د هغوی ګټلی وياړ او غرور په همدې تدبير ترې واخلي او ويې وژني ، دغه راز کېدای شي بله موخه يې داوي چې د يو آزاد ملي حاکميت تر انتظام لاندې دغه مهم فرصت هم زموږ له لاسه ووځي او د هېوادونو او پرځان بسيا کولو له ټولو غوره موقع او ښکلی چانس هم د پرديو مجالسو او د هغوی د پرېکړو يا مرستو ته په انتظارکولو ضايع کړو، ځکه هغوی ډېر ښه پوهېږي چې د بهرنيانو له واکمنۍ آزاد شوي افغانان اوس په اقتصادي او ګردو ودانيزو چاروکې مخامخا پرخپلو اصلي اړتياوو، بنسټيزو پروژو او ضروري لومړيتونو کارکوي او په دې توګه ژر تر ژره ځان د نورو له احتياجه خلاصول غواړي.په يوازې توګه همدغه وېره ده چې دوی هرې خوا ته له افغانانو سره د بشري مرستو زياتولو نارې سورې وهي . بناءً موږ ټول بايد دا حقيقت درک کړو چې نن سبا پر نړۍ باندې خالص ماديت حاکم دی،اوس هېڅوک هم نور انساني ارزښتونه مهم نه بولي، يوازې خپلې مادي ګټې پالي او ترلاسه کولو په لاره کې له هېڅ ډول وحشت او منافقته مخ نه اړوي. اوس رحم او خواخوږي نشته او په دې نامه ټولې نارې سل سلنه دروغ دي دا وخت که څوک ژوند غواړي،نو خامخا به په خورا ډېره بيړه ځان کې زور ځواک پيداکوي ځکه اوسني ماده پرسته انسانان دلته د هېڅ کمزوري او مجبور وجود نه شي زغملی او په ډېره تلوسه او بې رحمۍ سره يې د وږيو لېوانو په څېر ټوټه ټوټه سره تښتوي او خپلې ګېډې پرې ډکوي.
لنډه دا چې هرافغان دې په غور سره دا خبره واوري چې که د خپل ځان ، ملت او هېواد ژغورل او عزتمن پاتې کول غواړي او تلوسه لري چې هيواد يې خپلواک ، دين او نورو اخلاقي او ټولنيزو ارزښتونه يې خوندي او هېوادوال يې د پرديو له احتياجه خلاص وي،نو فقط دې له اختلافاتو ځان وساتي، يووالي او وحدت ته دې بلنه کوي او شپه ورځ دې خدمت او د هېواد ودانولو ته ملا تړلي اوسي. يوازې همدغه د بريا اونېکمرغۍ لاره ده ، پرهمدې لاره مزل کول او د خلکو له خبرو ځان کوڼ اچول په کار دي.

Related Articles

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *