لیکنېمقالی اوتبصرې

د هلمند د حقابې په اړه د پیښېدونکې جګړې خیر ته ناست ملنګان!

وروسته له هغه چې د افغان او ایراني چارواکو ترمنځ د اوبو د حقابې پر سر ناندرۍ راپورته او ایراني لوري د سیاست له پولو څو قدمه وړاندې پر افغانستان د تیري ګواښ هم وکړ؛ په تعقیب یې ، د نیمروز ولایت د کنګ ولسوالۍ په سرحدي سیمو کې د ایراني عسکرو او افغان سرحدي ځواکونو تر منځ جګړه رامنځته شوه، چې تر څو ساعتونو یې دوام وکړ او په پایله کې یې له دواړو لوریو څو تنو ته مرګ ژوبله واوښته.
دغه جګړه کې دواړو لوریو پر یوه او بل د درنو او سپکو وسلو د ویشتو ښه زړه یخ کړ او ځینې صحنې یې په ټولنیزو رسنیو کې هم لاس په لاس شوې؛ چې د انټرنشنل په نامه اسرایلي ساخت انترنتي شبکې او دوشنبې میشتو مقاومتیانو یې هم په کوریج کې پوره غوښنه ونډه واخیسته.
له جګړې وروسته سملاسي د دواړو لوریو خپاره شوي غبرګونونه متفاوت و، خو د څو ورځو په تیرېدو سره یې تعبیریزه ژبه نږدې یوه شوه.
د افغانستان د کورنیو چارو او دفاع وزارتونو دغه جګړه باندې خواشیني وښوده، ویې ویل چې دا جګړه ایراني لوري پیل کړې او په وینا یې چې: ((اسلامي امارت د هرې ستونزې لپاره خبرې اترې یوه معقوله لاره ګڼي، منفي اقدامات او د جګړې لپاره بهانې لټول د یوه لوري په ګټه هم نه دي.))
خو د ایران د نظامي قواوو د مشر غبرګون دوه ځله خپور شو، چې له ګواښ او اخطارونو ډکې خبرې په کې نغښتې وې او د اسلامي امارت په مشرۍ حکومت ته یې ناوړه ادبیات کارولي وو؛ چې د ایراني رسنیو خبریالانو هم په دولتي پوښ کې ښې وځلولې.
دغه راز په ټولنیزو رسنیو کې ددغه هیواد یو شمېر نورو سیاسیونو هم ورته پاروونکې خبرې لاس په لاس شوې؛ خو افغان مقاماتو ورته هېڅ راز غبرګون ونه ښووده او همداسې یې پریښودې.
د څو ورځو له تیرېدو وروسته، د ایراني لوري دریځ نرمښت ته ور نږدې شو او د جګړې د پیښېدو د عامل په توګه یې وویل چې: ځواکونو یې د قاچاقبرانو پل پسې واخیست، چې وروسته د طالبانو له غبرګون سره مخ شول.
جګړه که څه هم د حقابې پر سر د ایراني ولسمشر د توندو څرګندونو پایله وه، چې خپلو سرحدي عسکرو ته یې هم جګړییزه روحیه ورکړې وه، خو د وړمې ورځې د نښتې عوامل، مختلف کېدای شي.
د چارو د یوه څارونکي په توګه، زما په آند؛ ښایي دا د ایراني لوري لخوا د افغان سرحدیانو د زور او ځواک آزمایښت و، یا د ایران دا تجاوز په سیمه کې د دوستانو او دښمنانو د موندلو یوه امتحاني څپه وه او یا هم کیدای شي چې ایران غوښتل، په دې توګه له خپل داخلي کشکمکشه د خلکو پاملرنه، له افغانستان سره د شخړې لور ته سوق کړي او یا هم ښایي نورې پټې استخباراتي موخې تر شا وې؛ چې ایران له دې څو ساعتیرې جګړې ترلاسه کول غوښتل؛ خو د افغان ځواکونو مقاومت یې، ټولې مترقبه هیلې معکوسې ثابتې کړې.
په هرحال؛ د ایران دې تجاوز ته باالمثل او خوندور ځواب وویل شو، خو په غیر مترقبه توګه یې مرتزقه افغان بړیڅو بیا هم په تبلیغاتي ډګر کې د ایران لوری ونیو او په خورا ننګینو الفاظو یې د اوسني حاکم نظام پر وړاندې د ایراني شیعه ملېشو د مقاومت ننګه تر سره کړه.
بده لا دا چې د مقاومت سر لارو یې په کنایي اشعارو کې ایراني لوري ته د خپلې پخوانۍ وفادارۍ او پټو دوستیو کیسې ور په زړه کولې او هغوی یې دې ته هڅول چې که جګړې ته را ودانګي، دوی به یې هماغسې ننګه کوي، لکه پرون یې چې د امریکا په مشري، د ناټو له متحدینو څخه د طالب پر وړاندې کوله.
خو ایراني لوري ځان خاموش ونیو، د دوی د نیمګړې مینې د اشعارو قافیه یې ور بشپړه نه کړه او د جګړې د بس کېدو لپاره یې هم د مذاکراتو د ترسره کیدل لوی لامل یاد کړ.
ایراني لوري که څه هم ښکاره تجاوز کړی و، خو دوی یې بیا هم په ننګه کولو د کوم شرم احساس نه کاوه او د هغوی دفاع یې خپل فرض باله.
جالبه دا وه، چې دوی سملاسي د ایراني حکومت ویاندویان هم جوړ شول، ویل یې چې ایرانیانو ځکه شاتګ وکړ، چې هسې نه د طالبانو او امریکا د ګډې لومې ښکار نه شي؛ خو دې ته یې نه کتل چې همغه امریکا چې دوی (ټامیانو /مقاومتیانو) یې حتی د موټر ټایرونه هم لکه د قبر خورده په ژبه څټل، څنګه به له خپل ابدي دښمن سره داسې یوه جوړجاړي ته زړه ښه کړي…..؟
ته به وایې چې ګواکې امارت لا هم د خوب له بړستنې وضعیت څاري او د موساد، cia او ایراني سپاه له مرموزو اړیکو او سیمه ییزو پلانونو په تغافل کې ساتل شوی دی.
امارت چې ایراني مشرانو ته د ښکنځلمارو نیوکو ځواب په دیپلوماتیکو خبرو او د بخش آباد او پاشدان بندونو په عملي پرانیستلو او کار پیلولو ورکوي؛ څنګه به خپلې ګټې د نورو د مصالحو ښکار کوي؟
اوس خو نو په ارګ کې هغه څوک هم نه دي واکمن چې په پټو او ښکاره بکسونو کې به ورته نغدې ډالریزې کاپۍ راتلې او هغوی هم نشته چې بې دانشه څیرې یې تر پایه د ارګ د منبر او محراب سالاران ټاکلي وو.
بله جالبه دا وه چې دوی د دې پرځای چې د خپل هیواد له ارزښتونو دفاع وکړي، افغان تبلیغاتي بړیڅو یې ویل چې د ایراني رژیم د پایښت لپاره د افغان حکومت پر وړاندې هر ډول مقاومت ته تیار دي؛ خو که ایران یې یواځې تمویل وکړي.
له ټولو جالبه لا دا چې دوی تر پرونه د ناټو د هلیکوفترو په سیوري کې د نازلیدونکې من او سلوا په مټ چاغو شویو شغالانو، خپل ځانونه د هیواد د علیاء مصالحو، ځمکنۍ بشپړتیا او خپلواکي اخیستو اتلان بلل ؛ خو نن بیا په یوه خیالي خوب کې د ایراني اخوندانو د شملو تر سایې لاندې پر هماغه کونجاړه شخوند وهي، خو د خوب په نیمه خوا تعبیر کې یې هر وخت د خپل سر بالښتونه خوړلي وي.

خالق یار احمدزی

Related Articles

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *