تاریخ او جغرافیه

د هندوستان شهید واکمن شیرشاه سوري رحمه الله!

شیرشاه سوري چې اصل نوم یې فرید خان دی، د حسن خان سوري زوی و، چې د بهلول لودي رحمه الله د واکمنۍ پر مهال یې په ۱۴۸۶م کال نړۍ ته سترګې پرانیستې. د شیرشاه سوري نیکه ابراهیم خان له جمال خان سره نوکر شو او هغه د څلوېښتو سپرو جاګیر ورکړ. د ابراهیم خان له وفاته وروسته د هغه زوی حسن خان د بهلول لودي له یو نژدې ملګري عمر خان سرواني سره نوکر شو، عمر خان د بهلول لودي له خوا د لاهور حاکم و.
یوه ورځ فرید خان (شیرشاه سوري) خپل پلار ته وویل: ما د عمرخان سرواني حضور ته بوځه او هغه ته ووایه چې: فرید خان غواړي له تاسو سره دنده واخلي او یو مناسب خدمت ورته وسپارل شي.
خو پلار یې ورته وویل: ته لا تر اوسه وړوکی یې، صبر وکړه!
مګر ستر هوډیالي ځوان دا خبره خپلې ګرانې مور ته وکړه او هغې خپل خاوند حسن خان ته وویل: چې فرید خان له ځان سره عمر خان ته بوځه! کېدای شي هغه کومه مناسبه وظیفه ور وسپاري، نو پلار یې له ځان سره بوته او عمر خان ته یې وویل: فرید خان له تاسو سره د کار کولو هیله لري. هغه ورته وویل: فرید خان خو لا تر اوسه پورې وړوکی دی، چې لوی شي بیا به دنده ورته ورکړم. نوموړی چې کور ته راستون شو مور ته یې ټوله کیسه وکړه.
په ۱۵۲۶م کال بابر په پاني پت کې تر سختې جګړې وروسته د پښتنو واکمني ړنګه کړه او پاچا شو. هغه شیرشاه ته د هغه د پلار جاګیر ورکړ.
دی [شيرشاه]د پښتنو د بیا واکمنېدو ارمانجن و.
په ۱۵۴۰م کال شیرشاه سوري د مغولي سترواکۍ د بنسټګر ظهیرالدین بابر له زوی همایون څخه بنګال ونیو او د هغوی واکمني یې هلته ختمه کړه او د یو پياوړي نظام بنسټ یې کېښود. د مغولو دوهم واکمن ایران ته وتښتېده او میدان یې پرېښود.
د ۱۵۴۰م کال اکتوبر میاشت کې یې بیهار ایالت ازاد کړ او له نوم سره یې د سلطان لقب وتړل شو. د ده نوم د نړۍ په هغو مشهورو پوځی کسانو کې چې له نظامي تاکتیکونو او مهارتونو څخه یې کار اخیستی و؛ شامل و. اما د بابر زوی همایون یې پرته له نظامي مهارتونو څخه تر ایرانه وځغلاو او د هندوستان ډيرې برخې یې تر ګوتو کړې (یعنې زیاتره سیمې د ده د ښه تدبیر او سیاست له امله فتح شوې) او د همایون د لښکرو ویره له منځه لاړه.
شیرشاه سوري رحمه الله په ۱۵۴۴ کال د هند د سرکشه راجپوتانو لپاره اتیا زره کسیزه لښکر تیار او د هغوی په لوري سوق کړ، چې هغه سرغړانده قوم یې هم د تورې په زور ایل کړ.
شیرشاه سوري رحمه الله په ۱۵۴۵م کال د کالنجر په کلا یرغل وکړ، څو هغه ونیسي، د دواړو خواو ترمنځ زوروره جګړه ونښته. د سوري لښکر له خوا دښمن په ماتېدو و چې د مسلمانانو په باروتخانه کې باروتو اور واخیست او د نورو ډېرو غازیانو په شمول شیرشاه سوري رحمه الله هم په کې ټپي شو. نو ده دعا وکړه چې یا الله جل جلاله! تر هغه مې ساه (روح) مه اخله چې سوبه او بری مې نه وي په برخه شوي.
ده په همدې مهال هم خپل غازیان جهاد او غزا ته هڅول څو هغه محکمه کلا فتح شوه. کله چې مجاهدینو د فتحې زېری پرې وکړ، نو د ده روح هم علیین ته والوت. دا مهال د شیرشاه سوري عمر ۵۹ کاله و.
السلطان العادل شیرشاه سوري رحمه الله خپل سلطنت په ۴۶ برخو وېشلی و، د ده واکمني او ځواکمني د ملوک الطوایفي لپاره ستر ګوزار و.
نوموړي دسلطنت په ټولو ډګرونو کې په زړه پورې خدمتونه او نوښتونه وکړل، په خپل قلمرو کې یې ډيرې لویې لارې او سرکونه، د هغو ترڅنګ په یوه یوه پړاو کې جوماتونه، مسافرخونې او کاروان سرایونه ودان کړل. په هندوستان کې د ده پر مهال جوړ شوي سرکونه اوس هم د ده په نوم یادیږي. نوموړی اوس هم په هندوستان کې د عادل پاچا په نوم په ډیر درنښت سره یادیږي.
ارواښاد سلطان سوري رحمه الله په خپل سلطنت کې د راکړې ورکړې لپاره (روپۍ) وټاکله چې لا تر اوسه په هندوستان او پاکستان کې دود ده. په هندوستان کې ډیرې ودانۍ لا تر اوسه د ده په نوم یادیږي او ډېر جوماتونه هم د ده پر مهال ودان شوي چې اوس هم لمونځ کوونکي لمنځونه په کې ادا کوي.
د شیرشاه سوري له شهادته وروسته د ده سترواکۍ ډېره پاتې نشوه او د بابر د زوی همایون په لاس له منځه لاړه او مغولي امپراتورۍ تاسیس شوه. چې هغه امپراتوري هم کمزورې شوه نو انګلیسان متحد هندوستان ته د سوداګریزې کمپنۍ په پلمه راغلل. دا څو ګوډې ماتې د شیرشاه سوري د ۴۷۸ تلین په مناسبت وکښل شوې.
و مغولو ته به هسې کار ښکاره کړم
چې راضي راڅخه روح د فرید خان شي
[خوشحال بابا] د فرید او د حمید دور به بیا شي
چې په تورو پښتانه کا ګوزارونه
[احمد شاه بابا]

لیکنه: محمد علي عظمت

Related Articles

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *