افغانستان

د هوايي شرکتونو د ټکټ بيې لوړې شوې دي

يو شمېر سياحتي شرکتونه وايي، د تېرو دوو کلونو په پرتله د هوايي سفر بيه لوړه شوې چې له همدې امله د مسافرو په شمېر کې هم کموالي راغلي دي. د دوي په وينا، دمګړۍ له کابله، دبۍ ته د الوتکې کرايه ۵۰۰ ډالره ده؛ په داسې حال کې چې دوه کاله مخکې دغه کرايه ۲۵۰ ډالره وه.يو شمېر سوداګر بيا وايي، افغانستان ته د بهرنيو هوايي شرکتونو د الوتنو د درېدو له امله د الوتکو کرايې لوړې شوې دي. دوي له سرپرست حکومته غواړي چې پر دغه بهير په جدي توګه څارنه ولري. بل لور ته، د ټرانسپورټ او هوايي چلند وزارت په نړۍ کې د الوتکو د تېلو د بيې لوړېدل په هېواد کې د هوايي سفر د بيې د لوړېدو له ټولو مهم لامل ګڼي.

Related Articles

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *