افغانستان

د هېواد په شمال او لوېدیځ کې د اورګاډي پټلۍ جوړولو پرېکړه وشوه

د اسلامي‌امارت د کابینې ۲۷مه نوبتي غونډه د رئيس الوزرا ملا محمد حسن اخوند په مشرۍ ترسره شوه. په دغه غونډه کې پرېکړه وشوه، چې د جوزجان – اندخوی او هرات – روزنک تر منخ د اورګاډي پټلۍ جوړولو عملي چارې دې پيل شي.د دې چارو اړوند چې په ازمېیښتي ډول به پیلېږي، د اوسپنې پټلې ادارې ته دنده وسپارل شوه، چې له اقتصادي کمیسیون سره په همغږۍ د کابینې د ۲۶مې ګڼې مصوبې پر اساس د ګمارل شوي پلاوي راپور په پام کې ونیسي او د تخنیکي پرسونل او د کاري کیفیت په اړه څېړنې ترسره کړي.په غونډه کې همدارنګه کابل ښاروالۍ ته دنده وسپارل شوه، چې د نیمه کاره لوړپوړیزو ودانیو هغو مالکانو ته چې د بل ملکیت ته د تېري او اضافه ځمکې د تثبیت او د ځمکې مالک ته يې د اداینې چارې بشپړې کړې وي، د کار اجازه ورکړي.
د پرېکړې له مخې هغه مالکان چې له جواز څخه يې ډېر پوړونه جوړ کړي دي، په دې پرېکړه کې شامل نه دي.
د کابینې په دې غونډه کې د هېواد په قلمرو کې د بهرنیو نقلیه وسایطو د داخلېدو او تګ راتګ طرحه تائید شوه، ټرانسپورټ او هوايي چلند وزارت ته دنده وسپارل شوه، چې د اړوندو ارګانونو په مرسته يې د پلي کېدو په موخه ګامونه واخلي.

Related Articles

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *