سرمقالې

د ولس ستونزو ته رسیدنه د مسؤلینو اساسي دنده ده!

افغان مؤمن او باتور ملت یو فطرتي مسلمان ملت دی چې د اسلامي نظام لپاره یې خپل سرونه نذرانه او د میلیونونو شهیدانو د قربانیو په پایله کې یې پرله پسي د دریو نړیوالو زبرځواکونو څخه استقلال او آزادي ترلاسه کړې دغه قربانې له کوم داخلي او بهرني فشار پرته پخپله خوښه او جذبه افغانانو ورکړي نو له دغه قربانیو او پر له پسي د نړیوالو اشغالګرو په مقابل کې د څلورو لسیزو جهاد او مبارزه د دې څرګندونه کوي چې افغانان فطرتي مؤمنان دي د دنیا هر استعماري ځواک چې د فرعونیت درجې ته رسیدلی په افغان میړني ملت خپل زور ازمایلی او په وړاندې یې افغانان په تش لاس د معرکې او مقابلې ډګر ته وتلي په متین هوډ او کلکه عقیده یې د استعمارچیانو د فولادي ټانکونو او طیارو په وړاندې خپلې سینې سپر کړي او د دوی د مظبوطې ارادې اونه ستړي کیدونکې مقاومت په پایله کې له شرمیدلې ماتې سره مخامخ شوي دي اوس چې په افغانستان کې اسلامي امارت واک ته رسیدلی نو په کار ده چې د اسلامي امارت مسؤلین د ولس ستونزې واوري او د هواري په لارو چارویې عملي اقدامات وکړي د بیلګې په توګه تعلیم د ولس حق دی او اسانتیاوي برابرول ورته د چارواکو مکلفیت او دنده ده بې روزګارو ته د کار زمېنه برابرول د حکومت مسؤلیت دی چې په داسي اساسي پروژو کار پیل کړي چې له یوې خوا په اقتصادي پیاوړتیا کې مهم رول ولري او له بلې خوا بې روزګاره.هېوادوالو ته په کې د کار زمېنه برابره شي موږ په کور د ننه د برېښنا بندونو د جوړولو پراخه منابع لرو چې په اقتصادي پرمختګ کې رغنده ونډه لري باید عملي قدمونه پورته شي د بیلګې په توګه د کونړ بند، هلمند، آمو، پنجشیر، کابل، لوګر او، لغمان سیندونه او داسي نور چې د برېښنا بندونو د جوړولو او د شاړو ځمکو د خړوبولو په برخه کې ترې کار واخیستل شي موږ دې ته نه احتیاجیږو چې له نورو هېوادونو څخه وړه او غنم وارد کړو که چیرته په دغه سیندونو د برېښنا بندونه ورغول شي نو د هېواد په کچه له برېښنايې ستونزو څخه خلاصیږو او د پرمختګ او ترقۍ په لور ګړندي ګامونه اخیستلی شو نو لازمه ده چې حکومت او ملت یو بل ته غېږ پرانیږي او په ګډه د هېواد په ابادۍ کې په پوره اخلاص او ایماندارۍ برخه واخلي په همدې هیله ومن الله توفیق

Related Articles

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *