افغانستان

د يو کمربند یوې لارې پروژه کې د افغانستان د شاملېدو لپاره هڅې

شریعت: د افغانستان د بهرنیو چارو وزیر، مولوي امیرخان متقي پرون د ازبکستان په سمرقند ښار کې له خپل چينايي سیال چن ګانګ سره وکتل.
په دغه کتنه کې د افغانستان او چين پر دوه اړخيزو اړيکو، امنيتي مسايلو، اقتصادي همکاريو، سيمه ييز اقتصادي اتصال، چين ته د افغانستان د صادراتو پر زياتوالي او ګڼو نورو سيمه ييزو مسايلو خبرې وشوې.
مولوي امیرخان متقي په دغه کتنه کې د چين د نوي بهرني سياست، چې پکې د افغانستان خپلواکۍ، ملي حاکميت، ځمکنۍ بشپړتيا او ديني او کلتوري انتخابونو ته درناوی شوی، هرکلی وکړ.
نوموړي همدارنګه وويل چې چين په سيمه کې مهم رول لري او افغانستان لېواله دی، چې له دغه هېواد سره د اقتصاد، سوداګرۍ او پانګونې په برخه ګډ کار وکړي.
په ورته وخت کې د چين د بهرنيو چارو وزير وويل چې هېواد يې چمتو دی، په ګڼو برخو کې له افغانستان سره مرسته وکړي او د افغانستان امنيت او ثبات د چين لپاره اهميت لري.
چن ګانګ زياته کړه، چې چين چمتو دی له افغانستان سره د لارې او کمربند سترې پروژه کې د شاملېدو لپاره مرسته وکړي.
سرچينې همدارنګه وويل چې هېواد يې غواړي افغانستان سره سوداګري پراخه کړي، نوي هوايي دهليزونه پرانيزي او په راتلونکي کې له افغانستان سره د ځينو وچو او تازه مېوو واردات پيل کړي.
په پای کې دواړو لوريو ژمنه وکړه، چې دوه اړخيزو اړيکو او ښه تعامل ته به دوام ورکوي.

Related Articles

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *