دینې لیکنې

د ټولنـې پر وړاندې د علمـاؤ مسؤليت!

د علومو او معلوماتو د تنوع او اختلاف له امله پوهان او علما هم مختلف دي چي په ټوله کي

مولوي نورالحق مظهري
د علومو او معلوماتو د تنوع او اختلاف له امله پوهان او علما هم مختلف دي چي په ټوله کي يې موږ درې ډوله بللای سو:
1 – هغه څوک چي د ديني او طبيعي علومو دواړو پوه او ماهر وي.
2 – هغه څوک چي يواځي د ديني علومو ماهر وي.
3 – هغه څوک چي يواځي د طبيعي علومو ماهر وي.
هغه څوک چي د ديني علومو عالم وي او په خپل علم کي داسي مهارت ولري چي په همدې علم باندي خپلي ټولني ته خدمت کولای سي د هغه ځيني مهم مسئوليتونه په لاندي ډول دي:
1 – خپلي ټولني ته بايد حقيقي اسلام معرفي کړي تر څو خلک په منحرفو انسانانو پسې ولاړ نسي او رښتيني اسلام ورڅخه ورک نسي همدا راز خلک په شکونو او شبهاتو کي ډوب نسي.
2 – خپلي ټولني ته سوچه اسلامي عقيده واضح کړي تر څو د عقيدوي انحراف ښکار نسي او سوچه مسلمانان ورڅخه جوړ سي ځکه بېله سموالي د عقيدې د انسان څخه سم مسلمان نسي جوړېدلای همدا راز بېله عقيدې د انسان هيڅ عمل الله پاک ته قبول ندی نو ددې لپاره چي د مسلمانانو فرعي اعمال الله پاک ته د قبول وړ وګرځي بايد دوی خپله عقيده جوړه کړي او د توحيد، رسالت او ميعاد په شمول د عقائدو ټول اصول پوره زده کړي.
3 – خپلي ټولني ته د جهل او فساد اسباب وپېژني تر څو خلک ځان ورڅخه وساتي او د جهل او فساد څخه نجات پيدا کړي همدا راز د علم او اصلاح اسباب هم ورته معرفي کړي تر څو په لاسته راوړلو يې د انسان څخه عالم او مصلح جوړ سي.
4 – خپلي ټولني ته ديني اعتدال، بشري ارزښت او سيده فکري مسير معرفي کړي تر څو خلک د افراط او تفريط څخه وساتل سي، خپل بشري ارزښت ورته ښکاره سي او د فکري انحراف څخه و ژغورل سي چي په نتيجه کي په الهي فطري ښکلا باندي ښايسته سي او پوره انسانان ورڅخه جوړ سي.
5 – خپلي ټولني ته رزائل او فضائل دواړه ښه معرفي کړي تر څو د ټولني هر وګړی د ځان څخه رزائل ليري کړي او په فضائلو باندي ځان ښايسته کړي ځکه د انسان په اصلاح کي همدغه دوه شيان ډېر رول لري، لکه په ښکاره چي انسان په زيوراتو هغه وخت ښايسته کيږي چي ځان د چټليو او مرداريو څخه پاک کړي په معنوي لحاظ هم د انسان څخه ښه سړی هغه وخت جوړيږي چي ځان د ګناهونو څخه پاک کړي او خپل عقيدوي او عملي ټول ناوړه کارونه پسې پريږدي.
د انسان څخه په نوافلو او ډېرو عباداتو باندي متقي نه جوړيږي تر څو چي د ګناهونو څخه لاس وانخلي او فرضي عبادات پر خپل وخت باندي آداء نکړي په حديث شريف کي راځي: من سره أن يسبق الدائب المجتهد فاليکف عن الذنوب. ژباړه: که څوک غواړي د تکړه عبادت کوونکي سره سيالي وکړي نو د ګناهونو څخه دي ځان وساتي.
6 – پدې خاطر چي په اسلام کي مادي او معنوي قوتونه دواړه مهم او اړين دي نو ديني علماء کرام بايد خلک د دواړو قوتونو لاسته راوړلو ته تشويق کړي او ددې آيت په غوښتنه چي: .ژباړه: ددوی لپاره چي مو د زور هر شی په توان وي برابر يې کړئ. خلک دېته تشويق سي چي د معنوي قوت تر څنک په مادي قوت کي هم پوره کوښښ او چټکتيا وکړي او په اقتصادي او نظامي دواړو برخو کي مسلمانان ځانونه د ټولو دښمنانو څخه خودکفاء کړي.
7 – مسلمانان يووالي او اتحاد ته را وبولي ځکه په يووالي کي د مسلمانانو بری او کاميابي ده تر څو چي مسلمانان سره يو موټی نسي تر هغه وخته خپل پخواني برم او زور لاسته نسي راوړلای، دا د الله جل جلاله لارښوونه ده چي فرمايي – ژباړه: د الله او د هغه د رسول اطاعت وکړئ او په خپل مينځ کي جکړه مكوئ چي بيا بې غيرته سی او قوت مو ولاړ سي! صبر وکړئ يقنا چي الله د صبر کوونکو سره دی.
[الانفال 46] 8 – ديني علماء بايد خلکو ته د شرعي مسائلو د مطرح کولو او فتوی ورکولو پوره زمينه برابره کړي او د علماو مرجعيت په اثبات باندي ورسوي تر څو خلک يې په رهبريت او اصالت باندي وپېژني او د ژوند په هره برخه کي مشوره ورڅخه واخلي.
9 – ديني علماء بايد په ټولنه کي د نارينه او ښځينه مسلمانانو لپاره د تعليم او زده کړي په تعميم کي پوره رول ولوبوي او د هر هغه چا سره پوره مرسته وکړي چي په مسلمانانو کي تعليمي او تربيوي خدمت کوي، ديني علماء بايد د مدارسو، مکاتبو، دارالحفاظونو او نورو ښوونيزوځايونو له لاري د ولس پر ټولو اقشارو باندي کار وکړي تر څو په اسلامي ټولنه کي هر وګړی په ديني او طبيعي علومو باندي پوه سي او په خپل هيواد کي د رهبريت، مشرتوب او خدمت لپاره ښه چمتو سي.
10 – ديني علماء بايد تل خپله ټولنه وڅاري، د هر فرد ټولنيز حرکات تعقيب کړي او د هر مفسد په وړاندي د خپلي ټولني څخه ساتنه وکړي تر څو هر مسلمان د فکري او سياسي انحراف څخه وساتل سي او ټول ديني ارزښتونه، اسلامي دودونه او احکام پر خپل لوړ حيثت باندي همداسي پاته سي.
11 – ديني علماء بايد د اړتيا سره سم په اسلامي ټولنه کي ګمراه حزبونه او ډلګۍ خلکو معرفي کړي تر څو په مسلمانانو کي بې اتفاقي پيدا نسي او پر باطل باندي د مسلمانانو د روانېدلو مخنيوی وسي.
12 – ديني علماء بايد د خلکو سر خلاص کړي چي د دين غځېدل او ساتل په دعوت، جهاد، تعليم او تصوف باندي سويدي او کيږي بناء مسلمانان بايد د دغه څلور واړو په کولو او ساتلو کي کوښښ وکړي او د هر هغه چا سره مرسته وکړي چي ددې څلورو برخو څخه په يوه برخه کي ددين په خدمت باندي بوخت
وي.

Related Articles

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *