افغانستاناقتصاد او رغونه

د پاشدان بند رغنیزې چارې بیا پيل شوې

له دوه کلن ځنډ وروسته په هرات کې د پاشدان بند ابتدايي رغنیزې چارې بیا له سره پيل شوې. د دغه بند مسوولین وايي، چې د یادې پروژې اصلي کارونه به د اسلامي امارت د چارواکو له سپارښتنې وروسته پيل شي. د پاشدان بند د هرات ښار د اوبو د سرچینې په توګه پېژندل کېږي. د هرات ښار اوسېدونکي د پاشدان بند د رغنیزو چارو بیا پيل شته شېبې شماري، دوی له حکومت څخه غواړي چې ژر تر ژره د دغه بند اساسي کارونه پيل کړي. اسلامي امارت مخکې له دې اعلان کړی، چې د روان لمریز کال په لړ کې به د هرات پاشدان بند په ګډون، د ۱۱ نیمګړو پاتې پروژو چارې له سره پيل کړي. د پاشدان بند د جوړېدو کار تر ۸۵ سلنه مخته تللی دی، د کار له پیلېدو سره تر راتلونکو پنځو میاشتو د اوبو او برېښنا دغه بند ګټې اخیستنې ته وسپارل شي.

Related Articles

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *