افغانستان

د پاکستان له زندانونو سلګونه نور افغان بندیان خوشي کېږي

د پاکستان په کراچۍ ښار کې د افغانستان کونسلګرۍ وایي، تر راتلونکو دوو میاشتو به له ۲۹۰ ډېر افغان کډوال چې د پاکستان په زندانونو کې پراته دي، خوشې شي. د یادې کونسلګرۍ مسوولین زیاتوي، په پاکستان کې د ۲۶۰۰ افغان بندیانو له ډلې نږدې ۲۳۵۰ بندیان چې ښځې او ماشومان هم په‌کې شامل دي، خوشي شوي او هېواد ته ستانه شوي دي. بل‌خوا، د کډوالو او راستنېدونکو چارو وزارت ویاند وایي، په تېره یوه میاشت کې له ایران او پاکستانه څه باندې ۲۸ زره افغانان هېواد ته راستانه شوي دي. د نوموړي په وینا، د افغان بندیانو پر ستونزو د غور لپاره د لویې څارنوالۍ په مشرۍ یوه کمېټه هم جوړه شوې ده. د کډوالو او راستنېدونکو چارو وزارت د شمېرو له مخې، اوس‌مهال له شپږو تر اتو مېلیونو افغانان په نورو هېوادونو په تېره بیا ایران او پاکستان کې ژوند کوي.

Related Articles

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *