افغانستان

د پاکستـان له زندانونو ۱۲۰ تنه افغانان آزاد شول

شریعت: په اسلام آباد کې د افغانستان سفارت چارواکي وایي، چې د دغه هېواد د سیند ایالت له زندانونو څخه یې ۱۲۰ تنه

شریعت: په اسلام آباد کې د افغانستان سفارت چارواکي وایي، چې د دغه هېواد د سیند ایالت له زندانونو څخه یې ۱۲۰ تنه افغان بندیان خوشې کړي دي.
په اسلام آباد کې د افغانستان سفارت د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره ویلي، چې د دغه سفارت او کراچۍ کې د هېواد جنرال کونسلګرۍ د هلو ځلو په پایله کې د سیند ایالت له زندانونو څخه ۱۲۰ تنه افغانان آزاد شول.
په خبرپاڼه کې زیاته شوې، چې راتلونکو څو ورځو کې به ۱۳۰ تنه نور بندیان هم خوشې او هېواد ته به ولېږدول شي.
سرچینې زیاته کړې، چې د ننګرهار یو تن اوسېدونکي، چې څو ورځې وړاندې یې په زندان کې ساه ورکړې وه، جسد یې د امبولانس په وسیله هېواد ته ولېږدول شو.
د یادونې وړ ده، چې د خوشې شویو بندیانو د بېرته لېږد ټول لګښت د اسلامي امارت له لوري ورکول کېږي.

Related Articles

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *