بېلابېلې لیکنې

د پخواني رژيم پېښې مه کوئ! ابو عمر

افغان ولس شل کاله د صليبيانو او د هغوی د نوکرانو هر ډول ظلمونه او وحشتونه وګالل، دلته د فرعونيت

افغان ولس شل کاله د صليبيانو او د هغوی د نوکرانو هر ډول ظلمونه او وحشتونه وګالل، دلته د فرعونيت دربار ؤ، کبر او جبر انتها ته رسېدلی ؤ، ولس هيڅ حقوق نه درلودل، عامو خلکو ته د انسانيت په سترګه نه کتل کېدل، دولتي اشخاصو به چې هر څه کول، ملامتي پرې نه وه. قانون د غڼې د جال په څېر ؤ، چې غريب او بې وسه به پکې نښته، خو شتمن، واکمن، چارواکي او زورواکي به ترې وتل.

د هر افغان زړه د ظلم او جبر له دغسې سلګونو خاطرو ډک دی او هيڅ افغان له تېر رژيمه ښه خاطره نه لري، حتی هغوی چې د تېر رژيم ملاتړ يې کاوه، يا يې عملاً کار پکې کاوه، هغوی هم په دې هر څه اعتراف کوي. ځکه چې انسان ته الله تعالی د عزت او شرف يو ځانګړی مقام ورکړی، نو څوک چې هغه مقام ترې اخلي او د ذلت، کبر او غلامي چلند ورسره کوي، حتماً ډېر سخت پرې تماميږي.

اوس چې افغان ولس تازه له دغو وحشتونو، کبرونو او ظلمونو راوتلی، لا يې د آرام ساه نه ده اخيستې، چې د نوي نظام د بې عدالتيو کيسې هم شروع شوې. مثلاً ځينو ادارو کې له رشوت او واسطو څخه شکايتونه کيږي، ځينو کې د خپلوۍ او ملګرتيا پر اساس ټاکنې کيږي، ځينې مجاهدين او مسؤلين پر غلط لاس پر سړکونو موټر چلوي، ځينې يې پر خپل لاس روان وي، خو ډېر ګړندي ځغلي او پرلپسې هارنډونه کوي، ځينې مجاهدين له دولتي موټرو او امکاناتو شخصي استفاده کوي، ځينې ځايونو کې له عام ولس او مراجعينو سره تنده رويه کيږي، ځينې مسؤلينو کې کبر پيدا شوی، اوس له خپلو ملګرو سره هم هماغه شان ملګرتيا نه پالي، حتی د سلام واجب ځواب نه ورکوي، همداراز؛ د احترام په نوم چاپلوسي کيږي، چې دغه چلند ورو ورو مسؤلينو کې د کبر پيدا کېدو باعث ګرځي.

که توجه ونه شي، همدغه کړنې د هماغو وحشتونو، ظلمونو او کبرونو پر پيلامه بدليږي، نو همدغه لومړي سر کې بايد دا هر څه کنټرول شي او هيچا ته اجازه ورنه کړل شی چې يا قانون نقض کړي او يا له ولس سره د بادار او غلام رويه وکړي. ځکه چې همدغه چارې د نظام او ولس تر منځ د واټن لامل کيږي.

کله چې ولس خپل حاکمان په داسې بڼه وويني، چې د ژوند سطحه يې له دوی څخه اوچته وي، ولس سره بده رويه وکړي، ځان پر ولس پورته وګڼي، د ولس ستونزو ته رسيدګي ونه کړي او په مجموع کې ولس په زحمت او دوی په راحت کې وي، نو په دې صورت کې حتماً ولس له نظام سره واټن پيدا کوي او دا واټن ورو ورو پراخيږي، تر دې چې ولس به دغه نظام خپل نظام نه ګڼي، بيا نو دښمن په ډېره اسانۍ کولی شي چې دغه ځورېدلی ولس د خپل نظام پر ضد راوپاروي.

خو که ولس سره داسې چلند وشي، چې هغوی خپل نظام او حاکمان د خپلو خادامانو په توګه وويني، په هره برخه کې له ولس سره ښه چلند وکړي، د ولس ستونزې حل کړي او ټول حقوق يې رعايت شي، نو بيا ولس دغه نظام خپل نظام ګڼي، بيا يې په هره برخه کې مرسته او د سر په بدل کې دفاع کوي.

ولسي مشروعيت د هر نظام د بقا لپاره اساسي شرط دی، د ولس له ملاتړ پرته هيڅ نظام دوام نه شي موندلی، ولس چې خفه شي، حتماً د نظام پر ضد راپورته کيږي. دا حقيقت موږ ټولو پر خپلو سترګو ليدلی، کمونستانو او بيا تر هغوی وروسته د صليبي يرغلګرو نوکرانو په ولس کې محبوبيت او ملاتړ نه درلود، نو همدغه ولس پسې راپورته شو، تر دې چې رژيمونه يې نسکور شول. تېر رژيم د انتخاباتو په نوم ډېرې ډرامې تر سره کړې، خو ولسي ملاتړ يې نه درلود، بل خوا طالبانو ټوله نړۍ کې دوست نه درلود، خو د همدې ولسي ملاتړ په زور يې بالآخره هماغه کبرجن رژيم نسکور او پر ټول هېواد واکمن شول. دغه راز؛ په ترکيه کې خلک راووتل، ټانګونو ته يې سرونه کېښودل خو د يوې لويې کودتا مخه يې ونيوله، ځکه چې ولس له حکومت څخه خوښ ؤ، خو په نورو هېوادونو کې ولس د نظام پر ضد جنګيږي او خپل نظامونه نسکوروي.

نو دا توپير په ولس کې نه دی، توپير په نظامونو کې وي، هغه نظام چې د ولس ستونزې حل کوي او حقوق يې رعايت کوي، هغه به دوام کوي. خو کوم نظام چې د خپل ولس ستونزو ته رسيدګي نه کوي، له خپل ملت سره د بادار او غلام رويه کوي او ځان له ولسه پورته ګڼي، هغه نظام حتماً نسکوريږي.

نو د نظام د جوړېدو موخه دا ده، چې د ولس مشکلات حل کړي، ستونزې يې واوري، سهولتونه ورته رامنځ ته کړي او خدمت يې وکړي، يعنې د نظام او ولس اړيکه بايد داسې وي چې مسؤلين د خلکو خادمان وي، نه باداران.

خدای دې زموږ مسؤلينو او مأمورينو ته هم توفيق ورکړي، چې د خپل ځورېدلي ولس ټول حقوق په ښه توګه رعايت کړي او دښمن ته دا فرصت په لاس ورنه کړي، چې زموږ خپل ملت زموږ د نظام پر خلاف راوپاروي.

Related Articles

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *