بېلابېلې لیکنېلیکنې

د پروژو وروستۍ جگړه له خپل فطرت، احساس او نېکمرغۍ سره شوه !!

زموږ رسنيز فعاليت له هغې صحنې را پيل او سرچينه ترې اخلي چې يو مشرك د جگړې په وروستيو كې د رسول الله مبارك صلی الله عليه وسلم او څو مشرانو اصحابانو رضوان الله عليهم د نومونو پر اخيستو د هغوی شتون وپوښت، خو هر ځل ورته جلا رسول الله مبارك صلی الله عليه وسلم د ځواب نه ور كولو ويل او ښايي دا ځكه چې د جهاد موخو د دوی شتون او نه شتون پورې تړاو نه درلود او مشرك ته د پوښتنې ځواب هم بې گټې و، نو چې ورپسې هغه د اسلام د كلمې لوړوالی چې د جهاد او رسنيزې مبارزې اصلي موخه وه او ده؛ تر بريد لاندې ونيو، سمدستي رسول الله مبارك صلی الله عليه وسلم د ځواب ور كولو امر وكړ. دا وضاحت د دې لپاره چې د خپل مفهوم له مخې كه تبليغ د واقعيتونو او حقائقو رسنيز انعكاس دی او تر ډېره يې بشپړ مفهوم جوړوي، هغسې ترې په اخيستنه پروپاگند، اوازې، ډنډورې، بې بنسټه افواهات، شائعې، سپكې او بې هوده خبرې او كړنې، خالص دروغ او تزوير، سرچپه تعبيرونه او اصطلاحات، اغفال بازي او د فكري جگړې اغېزمن توكي هم ټول را نغاړي چې د قلم، وينا، اخلاقو او شخصيت عفت پكې تر پښو لاندې وي او په اوسني وخت كې چې د نړۍ په كچه رسنۍ او فعالان يې د پرديو مزدور او كرايي گرځېدلي؛ ياد رسنيز انعكاس يواځي د مفهوم يوه برخه گرځېدلې، نور پكې ډېر نه كارول كېږي، نو ځكه زموږ تبليغاتي پوښښ او انعكاس د مبارزې نوم خپل كړی او اوس كه موږ خپل رسنيز انعكاس ته د تبليغ، تبليغاتو او مبارزې ټكي كاروو، نو مانا دا چې همغه د تبليغ له مفهوم سره سم د واقعيتونو او حقائقو رښتونی انعكاس او پوښښ دی چې د ديني لارښوونو او ملي-افغاني فرهنگ په چوكاټ كې او گټو ته يې پر كتو د قلم، وينا او شخصيت عفت مو هم پكې بشپړ ساتلی وي، ترڅو له دښمن سره په تله او پرتله كې را نشو، مبارزه او رسنيز پوښښ مو د ځانگړي سبك په درلودو زړونو ته لاره وكړي او عام فكر راخپل كړي، د دښمن له هغه پر څرگند او لوړ توپير كې اغېزمن او پر واقعيتونو ولاړ وي او هغه يې په هيڅ ډول مقابله ونشي كړلی او يوه مهمه گټه به دا هم وي چې دښمن دلته نفوذ ونشي كړی او پرې د رسنيز فعاليت څرگند توپير به مو پر اسانۍ او سادگۍ ژمن فعالان، رسنۍ او خپل رسنيز توكي د دښمن له هغو را وپېژندلی شي.
خو د تبليغ/تبليغات ټكی اوس چې د يوې پراخې جگړې په توگه پېژندل كېږي؛ يواځي د دښمنو څرگندونو لپاره عام دی. دا هغه ټكی، تعبير او عام پېژندنه ده چې ترې لاندې د واقعيتونو او حقائقو له رښتوني انعكاس چې اصلي مفهوم يا يې د اصلي مفهوم زياته برخه ده؛ پرته له پاتې نورو پورتنيو د فكري جگړې رسنيزو توكو څخه عبارت ده او حكايت ترې كوي، نو ځكه دښمن هم چې كله زموږ مبارزه او د واقعيتونو او حقائقو رښتونی انعكاس چې هغه يې زغم او د مقابلې توان نشي لرلی؛ دروغ ثابتول غواړي، نو د تبليغ نوم ور كوي. تبليغات هغه څه دي چې كه څه هم تېر شل كلن صليبي اشغال جگړه ييز، سياسي، فكري او فرهنگي، تبليغاتي، اقتصادي او د يوې سالمې ټولنې د هرې برخې ويجاړۍ د برنامو پر لرلو هر اړخيز او يومخيز و، خو پايه او بنسټ يې يواځي پر همدې تبليغاتو، رسنيو او اړوندو ويجاړونكو فعاليتونو درول شوی و، نو ځكه چې څومره هم يې تبليغاتي شور او ځوږ زموږ د مبارزې په نتېجه كې رسوا او له ركود سره مخ كېده، هغومره يې دغه هر اړخېزې برنامې له ماتې سره مخ او پر ټولو ډگرونو يې جگړه بايلوده. دې نتېجې بيا(د سالمې ټولنې د هرې برخې ويجاړۍ تبليغاتي بنسټ او پر وړاندې يې د واقعيتونو رښتونې انځورگرۍ له مبارزې وروسته)يوې درېيمې موندنې ته لاره پرانيسته چې اوس دواړه اړخونه پوهېږي؛ لكه څرنگه چې هر اړخيز او يو مخيز صليبي اشغال د همغسې هر اړخيز او يو مخيز تبليغاتي پوښښ پر مټ په لومړيو كې ښه پر مخ لاړ، اسلامي امارت هم بيا په وروستيو كې پر همدې مبارزه او واقعيتونو ته پر رښتونو انعكاساتو او پوښښونو ور كولو سره د بريا هسكو او هوارو ته ورسېد او دا دقيقاً هغه وخت چې پر تبليغاتي پروپاگندونو، اوازو، ډنډورو، بې بنسټه افواهاتو، شائعو، سپكو او بې هوده خبرو او كړنو، دروغو او تزوير، سرچپه تعبيرونو او اصطلاحاتو، اغفال بازۍ او په فكري جگړه كې اغېزمنو ټولو توكو او تخنيك باندې د واقعيتونو او حقائقو رښتونې انځور گرۍ او رسنيزه مبارزه يې برلاسې شوه.
خو چې بياهم په يو نه يو ډول پر دغو واقعيتونو او حقائقو د گرد اچولو هڅې شوې وې او لا كېږي؛ ترې په استفاده همغو ته په اوسنيو شرائطو كې د يوې نوې تبليغاتي بڼې په ور كولو اوس هم گټه ترې اخيستله كېږي. د اشغال د پروژې په توگه د اشغال تپلي رژيم يو قوماندان چې د هېوادوالو په عام وژنه كې د جنرالۍ نوم ور كړل شوی؛ تېره اونۍ له ازادي راديو سره په مركه كې ويلي چې د اسلامي امارت پر وړاندې يې ماتې پوځي نه، بلكې سياسي وه، خو نړۍ ليدل، ويې ليدل او ويني يې چې بهرني اشغالگر پوځيان او ته خو پوځي وې، نو تر سياسيونو مخكې ولې تېښته درڅخه وشوه؟، سياسي واك خو هم پر پوځي ځواك ولاړ و او ماتې يې د پوځي ماتې پايله وه چې بيا دا سياسي ماتې هم له پوځي ماتې ورورسته او د هغې د پټولو لپاره اشغالگرو پر ځان ومنله او ستاسو ماتې خوړليو پر سر د معاملې په توگه يې لاسليك كړه. دغه راز داعشي پروژې د شهيد ملا محمد داؤد مزمل تقبله الله د شهادت پر تړاو خپره كړې خبر پاڼه كې زياته كړې چې په ننگرهار كې يې پر وړاندې د اسلامي امارت مجاهدينو د اشغالگرو د الوتكو په بدرگه جگړه كړې وه، هغه تور او د هغه واقعيت اړوند چې پرې د بشپړې نړۍ له سرخلاصۍ سره ټكر او خپله د دغو فتنه گرو پر تلليو داعشي خبيثو ارواوو لعنت وايي، دوی فكر نه كوي چې هغوی به يې له قبرونو پر تماشه وي چې خبره پر كومه روانه شوه؟، هغوی خو د اشغالگرو د الوتكو د ساړه سيوري او گرم بستر پوروړي و او دوی بيا گوره چې څه ورپسې وايي؟ او په دې ډول د پرديو استخباراتو دغه پروژې گټنه او بايلنه اوس پر همدې تبليغاتو ولاړ انگېري او دا ځل نوبت خپل گڼي، خو د هېواد په اوسنيو شرائطو كې چې له سولې، عفوې او يو غيور-مجاهد-بشپړ-متحد ولس سره چې ورسره په جگړه كې كله هم چا بريا نه ده تر لاسه كړې؛ چې گرمه او ياهم همدغه سړه جگړه كوي، پر ناسمه روان دي، سوله فطرت دی، ولس هډونه-احساس-روحيه ده او عفوه د دې ټولو نېكمرغي ده، نو چې ورسره پر جگړه شې خير به هم ښه ترې ترلاسه كړې !!. د تبليغاتو او رسنيزې مبارزې دغه اوږده او نه پرې كېدونكې لړۍ ښيي چې د هر وخت مواد يې د تېر او راتلونكي لپاره د استفادې وړ گرځي او د نن تبليغات تېر، اوس او راتلونكي ټولو ته زيان رسولی شي او پر وړاندې يې مبارزه هم همغسې د ريو زمانو لپاره تلپاتې گټې لرلی شي.

جبريل سعد

Related Articles

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *