مقالی اوتبصرې

د پــرون مفکـر او د نن غــل!

په افغانستان د غرب له خوا د وروستیو شلو کلونو تپل شوو نظامونو حاکمان تل د دې مدعي وو چي د ولس

سمیع الله نهضتیار
په افغانستان د غرب له خوا د وروستیو شلو کلونو تپل شوو نظامونو حاکمان تل د دې مدعي وو چي د ولس له لوري د رڼو ټاکنو په ترڅ کي غوره شوي او واک ته رسیدلي خو دوی لدې یا نا خبره او یا یې غوښتل چي د خلکو سترګو ته خاورې و پاشي او خپل کاذب شخصیتونه سپیڅلي او پاک وښيي په ساده وطني اصطلاح و وایو چي ګیدړانو د زمریانو پوستکي اغوستي وو؛ غربي هېوادونو په غرب کي پخپل لاس روزل شويو افرادو ته لومړی د دروغجنو تبلیغاتو په ترڅ کي کاذب او جعلي شخصیتونه ورکول او بیا یې د واک په ګډۍ کښینول؛ بهرنیانو پوره شل کاله دا له درواغو ډک سریال مخ ته یوړلو او د افغان مظلوم ولس سرنوشت یې د څو پردیپالو او پلورل شویو څېرو په لاس کي ورکړی وو ترڅو ګوډاګیان یې په چور تالان، غلامۍ او د خپل ولس د وینو په زبیښلو مصروفه وي او خپله دوی (اشغالګران) خپلې شومې دسیسې مخ ته یوسي؛ پلورل شوي او پردیپال افغانان د مفکر، مارشال، جنرال او قهرمان جعلي القابو ته خوښ او د غلامۍ ننګینه کړۍ یې غاړې ته کړې وه؛ اما دوی لدې هرڅه نا خبره او د غفلت په خوب ویده وو چي تاریخ ته تل هر غلام مخ توری او شرمیدلی وي، تل به د خپل بادار او آقا له خوا رسوا او بدنام وي او ولسونه به یې پر وړاندې د کرکې او نفرت اظهار کوي او لعنتونه به ورباندې وایي.
د وروستۍ شل کلنې دورې په اصطلاح وروستی ولسمشر تل مدعي و چي ګواکې زه د ولس له لوري منتخب ولسمشر یم؛ په هیڅ صورت یوې تروریستي ډلې ته واک نشم پرېښودلی، خو چي ورځ یې راغله د غله په شان راغلی وو، د غله په شان واک ته رسیدلی او د غله په شان له ولسمشرۍ ماڼۍ په تېښته بریالۍ شو، د پردیو په زور او بازو جوړ شوی نظام نسکور او د اشغال ټغر له هېواده ټول شو، د امریکا متحده ایالتونو د وخت د بهرنیو چارو وزیر مایک پمپیو چي د اشرف غني مستقیم آمر او لارښود وو څو ورځې وړاندې په یو بیان کي څرګنده کړه:(اشرف غني د ولسمشرۍ څوکۍ غلا کړې وه او د خلکو د رایو په غلا کي تر خپل حریف وړاندې وو) مایک پمپیو د خپلو خبرو په دوام کي زیاتوي:(اشرف غني طالبانو سره د هر ډول خبرو اترو مخالف وو؛ د امریکا د سولې د هڅو پر وړاندې د اشرف غني مخالفت د دې سبب شو چي په افغانستان کي اوسنۍ وضعیت رامنځ ته شي.)؛ د اشرف غني پخواني یاران پدې هم بسنه نکوي او هره ورځ د خپلو هغو مامورینو له کړنو پرده پورته کوي او رسوا کوي یې چي پدې شلو کلونو کي یې یا د مفکر لقب ورکړی وو او یا یې دوی ته د کاذب شخصیت ګټلو په موخه پراخ تبلیغات ترسره کړي دي؛ تازه تېره ورځ د امریکا د بهرنیو چارو وزیر مایک پمپیو کتاب له چاپه راوتلی او د خپلو افغان مامورینو په درواغجنو کړنو یې د خپل کتاب پاڼې رنګینې کړي دي ترڅو له دوی څخه هغه جعلي او کاذب شخصیت بیرته واخلي او د تاریخ او ولس پر وړاندې یې مخ توری او بدنام و دروي؛ مایک پمپیو پخپل کتاب کي لیکي:(غني فکر کاوه چې طالبانو سره د امریکا هر ډول هوکړه به دی له واکه وغورځوي، چې شاید همداسې وه، نو هغه زموږ د مذاکراتو د تضعیف پوره کوشش وکړ.
کله چې ما غني مذاکراتو ته د نه کیناستو بدل کې د یو میلیارد ډالر مرستې په بندولو وګواښه، سمدواره یې راباندې بیا کم تر کمه یو امریکایي سناتور خبر کړی و) خو تر دې وړاندې اشرف غني او پلویانو یې تل په دروغجنو خبرو سره ټینګار کاوه چي ګواکې موږ د سولې پلویانو یو او د هر هغه اقدام هر کلی کوو چي په سوله منتج کیږي، ورپسې زیاتوي: (غني د خپل واک د بقا لپاره د امریکایانو د سرونو کارولو کې یې فکر بند و، هغه زموږ په لاره کې اغزی و) مایک پمپیو هڅه کړې چي په هره کرښه کي خپل پخواني مامورین یاد او ستاینه یې وکړي؛ نوموړی بل ځای کي یو ځل بیا د دوی له غلاوو پرده پورته کوي او لیکي (غني او عبدالله د داسې ډلو په راس کې وو چې د دواړو رهبرانو ډلګیو له امریکا نه د مرستې پیسې غلا کړې) اما دا دی نن ګورو چي نن همغه د نیویارک او واشنګټن حاکمان د دوی له درواغو او کاذبو شخصیتونو پرده پورته کوي چي دوی یې د ساتنې لپاره افغانان وژل، حتی دا به یې ویاړ ګڼلو چي زموږ سرتیري د نیویارک او واشنګټن د ساتنې په موخه جنګیږي او په خپلو هېوادوالو یې وطن سور اور ګرځولی وو؛ تاریخ هیڅ نه پټوي هرڅه به افغان ولس ته ورځ تر بلې څرګندیږي او پردیپال به رسوا کیږي.

Related Articles

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *