افغانستان

د پلخمري ښار د برېښنا دویم بند توربین ورغول شو

د بغلان د برېښنا شرکت مسوولین وايي، چې د دغه ولایت د پلخمري ښار د برېښنا دویم بند توربین د غوري برېښنا د فني کارکوونکو له لوري د یو میلیون او ۵۰۰ زرو افغانیو په لګښت تر بیارغولو وروسته ګټې اخیستنې ته وسپارل شو.
د دغه ولایت د برېښنا شرکت رییس ملا سردار ولي حمزه وویل، چې د دغه توربین په ترمیم او فعالېدو سره د برېښنا د تولید ظرفیت له پنځو میګا واټو څخه اتو میګا واټو ته لوړ شوی، چې ۲ زره ۵۰۰ کورنۍ به یې له برېښنا څخه برخمنې شي.
د یادونې وړ ده چې په بغلان کې د برېښنا د ۵۵ زره مشتریانو اړتیا ۳۰ میګا واټه ده، چې له دې جملې څخه ۸ میګا واټه د پلخمري له دویم بند څخه او پاتې نور یې وارداتي برېښنا ده.

Related Articles

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *