افغانستان

د پوهنې وزیر د نورستان ولایت جهادي مدرسه پرانیستله

د پوهنې وزارت سرپرست مولوي حبیب الله آغا نورستان ته د خپل سفر په ترڅ کې د دغه ولایت جهادي مدرسه پرانیستله.د پرانیستې په دغو مراسمو کې د نورستان والي، ګڼ شمېر دیني عالمانو، جهادي شخصیتونو، ولسي مشرانو، د مدرسې استادانو او طالبانو حضور درلود.په دغو مراسمو کې مولوي حبیب الله آغا د علم او پوهې د ارزښت په اړه تفصيلي وینا وکړه او د نورستان خلک يې وهڅول ترڅو خپل اولادونه په مدرسو او ښوونځيو کې شامل کړي.
ورته مهال نوموړي د لغمان ولايت د پوهنې له رياست او جهادي مدرسې څخه هم ليدنه وکړه او اړوندو مسوولينو ته يې لازمې سپارښتنې وکړې.

Related Articles

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *