تاریخ او جغرافیهلیکنې

د پښتو ادب د هسک ځلانده ستوری ګـل پـاچــا الفت

   استاذ ګل پاچا اُلفت د میرسيد پاچا زوی او د سید فقیر پاچا لمسی دی. په قوم پښتون سید او په ۱۹۰۹م چې له ۱۲۸۸ هـ.ش سره سمون خوري، د لغمان د قرغه يي ولسوالۍ د عزیزخان کڅ په یوه علمي او روحاني کورنۍ کې زېږېدلی. په دیني مدرسو او جوماتونو کې یې زده کړې کړې دي. یعنی فقه، عقائد، قرآن کريم، تفسیر، حدیث شريف، صرف، نحو، منطق، معاني او نور علوم یې ولوستل (زده کړل). نوموړی (په اصطلاح) اکاډيمیک درسونه نه و لوستلي، ولې له ډېرو اکاډيمیکو اشخاصو څخه خورا پوه او ماهر و. ځانګړی استعداد یې درلود چې په اساس یې لوړو پوړیو ته ورسېد. په پښتو دري او عربي یې لیکنې کولې.

لیکنه: راشد عظمت

   استاذ اُلفت د لوړې کچې ژباړن و، ډېرې ژباړې یې کړې دي. همداشان یو پياوړی لیکوال او شاعر هم و، چې ډېر اشعار یې ويلي او ډېرې پوهنیزې، روزنیزې، ټولنيزې او سیاسي لیکنې یې کښلې دي. د خپل هېواد او هېوادوال د نېکمرغۍ لپاره یې په نثر لیکلو او شعر ویلو ډېرې شپې ويښې تېرې کړې دي.

   ارواښاد استاذ خپل علمي او ادبي سفر په ۱۳۱۴ هـ. ش کال له انیس ورځپاڼې څخه پېل کړ. د پښتو ټولنې له ایجادونکو او مخکښانو څخه و. په ۱۳۱۵ هـ. ش کال د پښتو ټولنې د تألیف او ترجمې غړی و. په ۱۳۱۸ هـ.ش د صحافت مدیریت ور په غاړه شو او  یو کال وروسته د یادې ټولنې د لغاتو او قواعدو مدیر شو. په ۱۳۲۰ هـ. ش کې په اصلاح ورځپاڼه کې د پښتو د مشاور په حیث وټاکل شو.

   استاذ د ادب او سیاست اتل و، چې په ۱۳۲۸ هـ. ش له جلال اباده ولسي جرګې ته نوماند او د ټاکنو په ترڅ کې بریالی او د جرګې دويم مرستیال تعین شو.  په ۱۳۳۱ هـ.ش کې بیا له قرغیو څخه ولسي جرګې ته وکیل منتخب شو او د ننګرهار د قبایلو چارو دنده یې هم پر مخ وړله. او په ۱۳۳۴ هـ.ش کې یو ځل بیا د جلال اباد د خلکو له خوا د ولسي جرګې غړی شو.

   ادبپوه او سیاستوال استاذ په ۱۳۴۲ هـ ش کې د پښتو ټولنې رئيس شو چې اووه کاله یې هغه دنده پر مخ بوتله. همداراز په ۱۳۴۳ هـ ش. کې د ډاکټر محمد یوسف په کابینه کې د قبایلو ریاست رئیس تعین شو، چې خپلې ورسپارل شوې چارې يې په ښه ډول ترسره کړې.

   د پښتو ادب د هسک ستوریځلانده (اُلفت) د ۱۹۷۷م د دسمبر په ۱۹ مه له فاني نړۍ سترګې پټې کړې. په عزیزخان کڅ کې د کابل ــ جلال اباد عمومي سرک په غاړه، جنوبي لور ته خاورو ته سپارل شوی، چې مزار یې سرک ته نزدې دی. د ادب هر مینه وال چې پرې تیریږي، نو دعا ورته کوي.

   استاذ د پښتو ادب له پينځو ستوریو څخه یو ستوری دی، چې خورا ډېر اثار ترې پاتې دي.

Related Articles

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *